Home » ځانګړي ليکني » توره دوره

توره دوره

 

له څوارلسمې عيسوي پېړۍ واخله تر اتلسمې پورې د تاريخ او فلسفې کتابونه د اروپا لپاره “توره دوره” ګڼي. دوی ورته  Dark age وايي. دې دورې دا نوم  د څو ځانګړو عواملو له کبله ګټلی. هر عامل په خپل ذات کې د ستر عذاب زور لري.

يو عامل دا و، چې دې دوره کې خپل منځي جګړې اوج ته رسېدلې وې. اروپا په قبيلوي بنسټ تقسيم وه، دوهم عامل دا و، چې علم(Science) سره د دين په نوم دښمني کېدله. فيلسوفانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. درېيم دا چې اصلاحي خلک ژوندي نه پرېښوول کېدل. څلورم دا چې پاپانو د انجيل د بيانولو حق يوازې تر ځانه منحصر کړی و، چا باندې به چې د انجيل د کوم ايت استناد ثابت شو، پاپانو به يې د مرګ فيصله کوله.

له بده مرغه او بيا هم له بده مرغه چې هماغې تورې دورې په لږ توپير سره زموږ سيمه هم لاندې کړې. قبيلوي جګړې لا نه شته، خو يو مهال تنظيمي رقابتونو دا تشه ډکه کړې وه او له نېکه مرغه د يوه مطرح اسلامي لوري له تشکيل سره ملت يو څه ارامي حس کړه، ګنې خدازده چې نيمه نيم اسلامي رنګه ډلو به پر موږ څه نه کول!

علم سره د دين په نوم جګړه نه شته، خو د علم په نوم دين سره ظلم روان دی. ګويا خبره دلته معکوسه ده. هغه څه چې علم نه دی، علم باله شي او هغه څه چې علم دی تقاليد ګڼل کيږي. هغه څه چې د انسان په انسانيت کې اضافه راولي، کمال ته يې رسوي، ذهن او زړه تراشي، شا ته غورځول شوي. د يوه ناسوبه تبليغ له لارې يې دا مهال په کمالِ بې عدالتۍ مخه نيول شوې. بالمقابل هغه څه چې حرفوي مشغلې دي او هر ځای کې يې انسان ته کار کتلی د علم په نوم تقديريږي.

اصلاحي فکر هاغه د سيدجمال الدين افغان له وخته خنډونو سره مخامخ دی، په تېره چې څه کره کتنيزه بڼه هم ولري، نو د سر په بيه تماميږي. يو وخت داسې و، چې زموږ خلک د خپل ياغي باغي طبيعت له کبله قابل اصلاح نه وو، خو له سره انقلاب را په دې خوا بيا اصلاح او انتقاد وژل کيږي. ډېرې ککرۍ په همدې پرېوتې چې ولې د طواغيتو مخ کې نېغې شوي. دا چې د واک طلبو نفسياتو واکمني ده، توره دوره اوږديږي.

تازه راپورونه وايي، چې حکومت به علماو او خطيبانو باندې د جمعې په ورځ خطبې او موضوعات وېشي. دا اقدام د دې لپاره نه دی، چې اصلاحات روان دي، بلکې عينا د اصلاح د مخنيوي اقدام دی. دا خلک له دې وېرېږي، چې ملايان ازادانه د موضوعاتو انتخاب وکړي. دوی پوه شوي چې منبرونه خو بندولی نه شي، نو د مهارولو فکر يې داسې وکړ، چې څوک پرې اعتراض ونه کړي.

دلته يو مهمه پوښتنه ولاړيږي، چې؛ که د اعتراض او نيوکو خبره وي، نو رسنۍ خو تر ملايانو ډېرې او په سپينه بڼه نيوکې کوي، ولې هغوی ته همداسې کوم قدغن نه پيدا کيږي؟

اصل لامل دا دی، چې رسنۍ يو بل کار ته ګمارل شوي. هغه تر هر تصور او خياله لوړه دنده ده. دښمن ډېر هوښيار دی، داسې لارې سنجوي، چې موږ يې تر ډېره نه شو درکولی. کله چې ښه متضرر شو او بيا د عواملو په لټه کې شو، ايله مو سر خلاص شي، چې دا خو هم ستر عامل و.

نن موږ وينو، چې رسنۍ تر کومې رسېدلې. لوړ معاشونه د دې خلکو دي. ليکنې او کتابونه د دې خلکو تشهيريږي او په ډېره لوړه بيه خرڅيږي. شخصيتونه د همدې ژورنالېستانو پړسول کيږي. ځينې خو ان دومره مرتبې ته لوړيږي، چې پيروان او مريدان لري. پليوني لري. خلک ورپسې په فکر او کردار کې اقتدا کوي.

دا خلک ډېر مهم کار کوي. ځينې وخت د حکومت او حکومتي څېرو داسې خبرې برسېروي، چې ښکاره او بربنډ اعتراض وي. حکومتي شخص په کې رسوا او شرمېدلی پاتې شي، مګر ولې د دوی کنترول نه شته؟ ولې دوی ته موضوعات او مرکې نه جوړيږي؟

علماء که نقد يا اعتراض کوي يا شکونه اظهاروي، نو ورسره يې دا خبره هم په خوله وي، چې اسلامي نظام کې دا کمی نه شته. اعتراض وکړي، سمدستي وايي، چې شريعت د دې موضوع په اړه دا حکم لري. د خلکو فکر او نظر د يوه بديل نظام او قانون لوري ته اوړي. خلکو ته سمدستي سوال پيدا کيږي، چې ولې موږ له دينه لرې ساتل کيږو؟ څوک دي، چې د دين د حاکميت لپاره کار کوي؟ ولې ورسره نه يو ځای کيږو؟

همدغه پوښتنې د دې طواغيتو لپاره سر خوږی دی. همدغه پوښتنې دوی ته تکليف جوړوي. همدغه پوښتنې د دې باعث شي، چې يو انسان حرکت وکړي او لاس په کار شي.

رسنۍ بيا داسې نه دي. رسنۍ يو کار دا کوي، چې د مرکو او څېړنو له لارې حکومت په کې رسوا کيږي، مګر ۹۹ سلنه فعاليت يې بيا ټول د حکومتونو او چارواکو په ګټه او دفاع کې دی.  د رسنيو په چېړ او تحقيق کې ذهن دې ته نه ځي، چې کوم بديل هم شته يا بل لوري ته اړتيا شته، بلکې دوی دې سره سره چې کوم ځای حکومت شرموي، دا کوښښ هم کوي، چې د مرکې او بحث نت

يجه کې متحرک نفسيات ارام کړي يا په بل عبارت د مرکې او بحث جانبي عوارض دفع کړي.

دا رسنۍ د هنر په نوم کوم ارزښت ته ژمنې دي؟ دا رسنۍ په خپلو خپرونو کې د د کومو ارونو او ارزښتونو پخلي او ترکيز ته کار کوي؟ دې رسنيو بوسه او مټاک مغزونه تر کومه لوړ کړل؟ زه يې په ننګونه وايم؛ تاسې د واکمنې ادارې غټ غټ شخصيتونه وګورئ، چې رواني حالت يې روغ نه دی. درک او بصيرت يې تر لېونيانو ډېر کمزوری او نيمګړی دی. لامل دا دی، چې بهرنيان همداسې ماتو او کمزورو خلکو ته اړ دي، چې هره خبره يې ومني. کار ورته وکړي. ستونزې ونه زېږوي!

نتيجتا وايم، چې دا توره دوره له اروپايې هغې ډېره توره په دې ده، چې هلته لا دا ستونزه نه وه، چې حقايق واړول شي. مټاک په چغزي معرفي شي او بوسه په جوهر دار!

 

محمد جمال خطيب

About admin