Home » زکات » دزکاة فضائل

دزکاة فضائل

دزکوة دفضيلتونو په اړه دلته دڅوصحيحو حدیثو ژباړه وړاندي کوو . هيله ده چې مفيدبه واقع شې .

الحديث الأول

عن ابن مسعود‏:‏ أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال‏:‏ ‏(‏حصنوا أموالكم بالزكاة وداوود مرضاكم بالصدقة وأعدوا للبلاء الدعاء‏)‏ ورواه أبو داود في مراسيله لكنه قال ‏(‏واستعينوا على حمل البلاء بالدعاء والتضرع‏)‏‏.‏ أخرجه الطبراني وأبو نعيم في الحلية والخطيب .

ژباړه : له ابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دخپلو مالونوساتنه دزکوة  په ورکړه سره وکړئ ، دمريضانو علاج په صدقو اوخيراتونوسره وکړئ ، اودآفاتومخه په دعاو ونیسئ .

تشريح  : یعني  که غواړئ چي مالونه مو پاک  اوله برکت څخه ډک وي نوزکاتونه ورکوئ ځکه په زکوة سره دمال اودولت  تزکيه راځې ،

اودبيماریو مخه  په خيراتونوسره نیسئ ، ځکه په صدقاتوسره بلاوي رديږي ، اودآفتونومخه په دعاو سره ، ځکه دعاوي تقدیرونه بدلولی شې .

الحديث الثاني

عن أبي هريرة رضي الله تعالى عنه أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال‏:‏ ‏(‏إذا أديت زكاة مالك فقد قضيت ما عليك‏)‏‏.‏ أخرجه  الترمذي، وابن ماجة ،والحاكم

ژباړه :ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمايې : چي پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل :چې کله مودخپل مال زکوة اداکړ .نودخپل مال  هغه حق دي اداکړ چي ستاسوپه ذمه و .

تشريح : یعني ستاپه مال کې چې دالله تعالی څومره حق ؤ اوپه تاسویې  سرته رسول لازم کړي ؤ . هغه دزکوة په ورکړه سره اداکيږي  .

الحديث الثالث

عن جابر رضي الله تعالى عنه أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال‏:‏ ‏(‏إذا أديت زكاة مالك فقد أذهبت عنك شره‏)‏‏.‏ أخرجه ابن خزيمة والحاكم

ژباړه : له جابررضی الله تعالی عنه ځخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې کله مو دمال زکوة اداکړ نو دمال له شره  خلاص شوي .

تشريح : څرنګه چې زکوة سره دمال خېری ځې  ،نوله دي سره مال اودولت صفاکيږي اوهغه آفتونه چي دمال اودولت سره تړلي اوملګري وي هغه هم له مينځه ځې  ،

الحديث الرابع

أخرج ابن عدي عن ابن عمر رضي الله تعالى عنه‏:‏ أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال‏:‏ ‏(‏إن الصدقة لا تزيد المال إلا كثرة‏)‏‏.‏

ژباړه : له ابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل : چې زکوة مال ته دکثرة اوثروة نه  پرته بل څه نه وراضافه کوي .

تشريح : یعني په زکوة سره که څه هم په ظاهر ه  ديوڅوپیسو کمی دی لکن په حقيقت کې دا دمال تصفيه ده اوله تصفيه سره مال وده کوي ، ځکه کله چې دمال خیری ولاړشې اوتصفيه يې وشي نو دمال پړسوب ختميږي اوثروت یې اضافه کيږي

About admin