Home » بېلا بېلي لیکني » بایبل پيژندنه (۱)

بایبل پيژندنه (۱)

بایبل پيزندنهد عبدالغفار جبیر پر کتاب (بایبل پيژندنه) باندي د ډاکتر نثار احمد صمد او دوکتور اکرام الدین الحاج لیکنې

په رڼا کي تياره

یو عالم څه ښه ویلی دي : درې شیان په ډیر سنجش او احتیاط سره واخله : قلم ـ قدم ـ قسم ! نو زه وایم چی جُبیر صاحب د دې کتاب په تهیه کي همداسی کړي دي .

« بایبل پیژندنه » داسی کتاب دی چی د بایبل په ظاهري روڼا کي د هغه باطني تیاره معلوموي ، یعنی د ننني تحریف سوي انجیل اصلی متن او بطن سپړی او داخلی اختلافات ، نواقصات او تناقضات یې بیانوی . هسی خو د حق او باطل شخړه له ازله جاری ده او تر ابده به درومی .

دا علمأ او منطقأ ثابته ده چی اصلی تورات او اصلی انجیل قطعأ نسته بلکي دواړه تحریف ، تعدیل او تبدیل سوي دي . ځکه نو قرآنکریم نازل سو . معنی دا چی یهودیت او عیسویت دواړه نسخ او فسخ سوي ادیان دي چی حق دین یعنی اسلام یې ځای نیولی دی .

د « بایبل » کلمه د یوناني ژبی څخه مشتق سوې ده یعنی کتاب . عجیبه خو دا ده چی د عیسی (ع) څخه ۱۴۰۰ کاله وروسته پر دې کتاب د بایبل نوم ایښودل سوی دی . تر دې عجیبه لا دا چی دا نوم نه خدای پر ایښی دی ، نه حضرت عیسی (ع) پر ایښی دی ، او نه هم د عیسی (ع) حوارینو پر ایښی دی . بله عجیبه لا دا چی په ټول بایبل کي د عیسی (ع) نوم نسته . نو دا څنګه الهی کلام او د عیسی (ع) لپاره نازل سوی کتاب دی ؟ بله عجیبه لا دا چی پخپله د بایبل نوم هم په ټول بایبل کي نسته ، دا ولی ؟ بله دا چی په ټول بایبل کي دا خبره نسته چی دا د خدای کتاب یا کلام دی ! حال دا چی قرآن خپل هر اړخیزه معرفت او وضاحت وړاندی کوی او ځان له هره حیثه راپیژني ( البقره : ۸۹ ؛ هود : ۱ ؛ الجاثیه : ۲ ؛ السجده : ۲ ؛ التوبه : ۶ ؛ الزمر : ۲۳ ؛ الفتح : ۲۵ ؛ محمد : ۲ ؛ البقره : ۹۷ ؛ آل عمران : ۳ ؛ الاعراف : ۲ ؛ النحل : ۴۴ ) .

دا چی ویل کيږی « عیسویت یا مسیحیت » ، نو دا خو بېله شکه عیسی (ع) ته منسوبه کلمه یا اصطلاح ده . پس دا ترې معلومیږی چی د الله دین یو انسان ته منسوبوي چی دا پخپله د دې دین تحریف والی او بطلان دی . فلهذا ، دغه دین خالق ته نه بلکي مخلوق ( یعنی عیسی علیه السلام ) ته منسوب کيږی چی معنی به یې دا وی چی دا نه د عیسی (ع) دین دی او نه هم د الله ! خو په حقیقت کي ټولو پیغمبرانو صرف یو دین درلود چی هغه اسلام دی .

د دې باطل دین پیروانو د عیسی (ع) سره د افراطي محبت له امله هغه د خدای زوی وباله او د هغه د پلار ( خدای ) العیاذباالله سره یې محبت لږ کړ . خو افراطي محبت بدعت دی او بدعت کفر ته ځي . همدا علت دی چی رسول الله (ص) خلک د ځان د خورا زیات توصیف څخه منع کړي دي ، یعنی داسی یې فرمایلی دي : « زما په مدح ( ستاینه ) کي مبالغه مه کوئ لکه عیسویانو چی د عیسی (ع) په مدح کي مبالغه وکړه او هغه یې د خدای زوی وباله او کافران سول . زما په حق کي ووایاست چی د خدای بنده او رسول دی » ( صحیح بخاری ، حدیث نمبر ۳۱۸۹ ) . پس عیسویت پر باطله عقیده ولاړ دی نو ځکه باطل دی .

دا لا څه ، عیسویان پر تثلیث عقیده لری ( یعنی پلار خدای ، زوی خدای او روح القدس ) او ګواکي دا درې واړه سره یو ځای کيږی او یوازینی لوی خدای رامنځته کوی . دا عقیده هیڅ عقلي او منطقي نه ده ، نو ځکه هر کال  په زرګونو عاقل او منور عیسویان له خپل دینه بیزاره کيږی او په اسلام مشرف کيږی .

عجیبه لا دا چی هغوی وایی چی عیسی (ع) خپلو دښمنانو اعدام کړ او پر صلیب یې وځړاوه او درې ورځی وروسته بیرته ژوندی سو ، آسمان ته ولاړ او هلته د خپل پلار سره ناست دی ! انجیل مرقس ، شپاړسم اصلاح سوی متن ، نهم نمبر ، ۱۱۵ صفحه داسی وایی : « رب وروسته له دې چی د هغوی سره خبری وکړې آسمان ته وخوت او هلته د الله راسته څنګ ته کښېناست » آیا دا یو احمقانه شِرک نه دی ؟ څنګه دوه ربه ؟ او څنګه دواړه څنګ پر څنګ ؟ د یو ثابت حقیقت په توګه د الله سره نه باید په « ذات » کي ، نه په « صفاتو » کي ، نه په « افعالو » کي ، نه په «ربوبیت » کي ، او نه هم په « معبودیت » کي شریک و نه نیول سی او نه امکان لری . له همدې امله د هغوی راهبان او اسقفان په خپلو عقایدو کي راګیر او بې ځوابه دي او ځکه نو مسلسل اسلام ته پناه وړی .

دا چی تحریف سوی انجیل او عیسویان ادعا کوی چی عیسی (ع) د خدای زوی دی او هغه په خپل روح سره د بی بی مریمی (ع) په نس کي داخل کړ او ګواکي نهه میاشتی وروسته وزوکېد ، هیڅ منطق او عقل یې نه منی . امام ابن القیم (رح) یې څه ښه او معقول رد وړاندی کړی دی : « پر خدای ـ که یې حکمت او نیت تقاضا کولای چی بندګانو ته راڅرګند سی او د خپلی عظیمی کرسۍ څخه راکښته سی او مستقیمأ پخپله د هغوی سره وږغیږی ـ لازمه وه چی د یوې ښځی شرمګاه ته داخل نسي او د هغې د بدن په دننه کي د بولو ، مدفوع او وینو په منځ کي څو میاشتی تیری نکړی . او څنګه چی دا کار یې وکړ نو بیا ورته لازمه وه چی د یو کوچني هلک په حیث چی شیدې خوری او ژاړی ، باید راوتلی نه وای . خو څنګه چی بیا هم دا پیښه وسوه ، نو ورته لازمه وه چی د انسانانو سره یې غذا نه خوړلای ، اوبه یې نه څښلای او نه بیده کېدلای .

خو دا چی اوبه یې وڅښلې او غذا یې وخوړله نو بیا ورته لازمه وه چی نه یې ادرار کولای او نه هم مدفوع . حال دا چی الله د جلال او کمال د صفتونو لرونکي دی او دا خاص د ده صفات دي . یعنی هغه کمالي او جلالي صفات چی آسمانونه او مځکه یې د پراخۍ او غټ والي حد نلری . او د هغه کرسي خو د آسمانو او مځکي په اندازه پراخه ده . پس دا څنګه کېدای سی چی د یوې ښځی فرج او شرمګاه دی د هغه پراخوالی او وسعت ولری ؟ نو پاک او منزهَ دی الله د دې بیهوده او چټی اقوالو څخه . » ( هدایه الجباری فی اجوبه الیهود والنصاری ؛ الامام ابن القیم ؛ ص : ۱۴۷ ـ ۱۴۸ ) .

هو ، جبیر صاحب په خپل دغه علمی او تحقیقی اثر کي د بایبل چټیات ، اختلافات او تناقضات او د دې ټولو رد د هغوی په خپلو کتابو سره تصریح او توضیح کړی دی . که څوک دغه جامع او نافع اثر په غور او حوصله ولولی ، نو ثابته به سی چی جبیر صاحب د ننني بایبل ټول مجهولات او معلومات عمیقأ او دقیقأ لټولی دي . ده په خپل دغه علمی او عینی اثر کي بایبل د هغه په اصلی ماهیت او حقیقت سره راپیژندلی دی .

د کتاب ژبه او لهجه پاکه او بې باکه ده . لوستونکو ته یې هر څه په دومره وسعت او قوت سره په مخکي ایښي دي چی هیڅ د پوښتنی مجال نه پیدا کيږی . یعنی هر څه یې په ډیر فصاحت او بلاغت سره شنلی او ویلی دي ، نو ستر رب دی ستر اجر ورکړی .

د دې خورا اړین او ګټور کتاب د ژوری لوستنی څخه به معلومه سی چی جبیر صاحب هغه په ډیر دقت ، صداقت او محنت سره تهیه او ترتیب کړی دی . د ده ژوره مطالعه ، د موضوعاتو تل ته ورننوتنه ، د مبهمو ټکو پلټنه او د مجهولو مفاهیمو ګرویږنه دا ثابتوي چی جبیر صاحب پر بایبل او ټول عیسویت باندی مضبوطه غیږ راګرځولې او هغه یې علمأ ، عملأ او عاملأ شنلی او راپیژندلی دی . نو ځکه زه دې پایلی ته ورسېدم چی د « بایبل پیژندنی » دغه معتبر او مغتنم اثر په خپله حصه کي یو کاملترین او شاملترین  کتاب دی چی تر ننه افغاني ټولنی ته نه و وړاندی سوی . نو الله دی محترم جبیر صاحب ته دنیوي او اخروي بری عطا کړی . او درنو لوستونکو ته می سپارښتنه دا ده چی دا کتاب عمیقأ او په ښه غور ولولی تر څو نننی باطل عیسویت ښه ورته ثابت سی ،

والسلام

ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد-كاناډا

‏2014‏، 11‏، جون‏، چهار شنبه
—————–

پر کتاب باندي د دوکتور اکرام الدين الحاج ليکنه

زه ((بايبل پېژنده)) د اظهارالحق خلاصه بولم

لیکنه: دوکتور اکرام الدین الحاج- طرابلس لیبیا

ژباړه: فاطمه عُمر- بحرین

الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده.

په ډېره خوشحالۍ سره یو څوکرښې د خپل ورور عبدالغفار جُبیر صاحب په یوه ښکلی ،معلوماتي او حیرانونکي کتاب ((بایبل پېژنده)) باندي لیکم.

د نړیوالو مذهبونو مطالعه او پرتله زما ډیره خوښه ده، خو زما د ژوند محور یواځي پردې باندی نه راګرځي،ما د عیسائیت په هکله د شیخ مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه کتابونه، مناظرې ، بحثونه (الله فی الیهودیة والمسیحیة والاسلام، المناظرة الکبری، حوارمع دیدات فی باکستان، الخمر بین المسیحیة والاسلام وغیره) او یو نړیوال کتاب ((اظهارالحق)) لوستی دی الحمدلله ثم الحمدلله، دا چي عیسائیت اوس نسبت تر عجموپه عربو کي په سرعت سره روان دی  دا ځکه چي عیسایی نړۍ ودې پایلوته رسیدلې ده چي په مسکينانو څه جوړه ده، تر سلو افریقایانو یو بډایه عرب و دوی ته ارزښت لری، نو ځکه دوی اوس و عربي نړۍ ته مخه کړیده، نو ځکه زه ددوکلونو راهیسی دداسی مرکزاو ملګرو په لټه کي یم چي په عیسائیت کي ئې ژوره مطالعه کړې وي اویوڅه الهام ور څخه واخلم ،چي یو له هغو خوږو ملګرو څخه عبدالغفارجُبیر دی،ما چي کله د(بایبل پېژنده) یو څو برخی ولوستلې نو داسی فکر می کاوه چي مرحوم احمد دیدات راسره ناست دی او یاهم مناظرعرب والعجم  حضرت مولانا رحمت الله کيرانوی الهندی رحمة الله را سره دی، لله الحمد والمنة

په حقیقت کي د عبدالغفار جُبیر صاحب دا کتاب زه د(اظهارالحق) خلاصه بولم او بل داچي په دې کتاب کي له اوسنیو اثارو څخه ډېره ګټه اخیستل شوېده، هذامن فضل رب العالمین –زما توصیه وټوله امت مسلمه مرحومه ته داده چي داکتاب باید په عربي ، انګلیسي او نورو ژبوته وژباړي، تر ټولو لومړی ما د عربي ژبې د ژباړې   ژمنه ور سره کړیده،خو زه به د پوهنتون درسمیاتو سره – سره ودې ژباړې ته اولیت ورکوم، دا کتاب به هغه وخت ډیر اغیزمن شي چي په انګلیسي ژبه کي هم چاپ شي، وافوض امرالی الله … د الله په مرسته سره هرڅه شوني دي دا ځکه چي – ان الله علی کل شئ قدیر-

ددې کتاب ښکلا په دې کي ده چي ښکلي نړیوال ماخذونه لري، د هرماخذ پاڼه او چاپځای جوت دی، او هرڅوک کولای شي چي تل ورڅخه د علمي او اکاډمیکې سرچینې په توګه سره ورڅخه استفاده وکړی.

په عربي نړۍ کي د مرحوم احمد دیدات کتابونه چاپیږی او خپریږی، خو داسی اشخاص د ګوتو په شمېر دی چي په عیسائیت باندی نوي څېړنې وکړی او ددې څېړنوګراف پورته کړی،زه دا کتاب (بایبل پیژندنه)  ددې امت محمدی صلی الله علیه وسلم لپاره یوښه زیری او د سوکالۍ یوه بیلګه ګڼم.

د امت مسلمه مرحومه دې ځوان لیکوال عبدالغفار جُبیر د بایبل پر هر څه باندی رڼا اچولې ده،زه دا په یقیني ډول سره درته ویلای شم چي ددې کتاب په لوستلوسره به  هیڅوک هم مرتد نشي،که ئې یوڅه ماغزه په سرکي وه، مګر که یو څوک د روپو او یاهم د ښځو په جال کي راګیرشو نو بیاکيدای شي چي  د اسلام د مبارک دین له کړۍ څخه ووځي؛او پاتي دی نه وي چي عیسایی نړي تل د عیسائیت په خپرولو کي د همدغو دوو لارو (ډالرو+ښځو) څخه کار اخلي، خو که په حقیقت کي رښتنی اسلام او ایمان شتون ولري نو بیا دا هرڅه (ډالر+ښځه) هیڅ ارزښت نلري،او که بیا هم مرتد شي نو  په اسلام کي د مرتدژوند (خسرالدنیاوالاخره) ده،موږ خو دلته په لیبیا او نورو عربي هیوادونو کي د مرتد په هکله هیڅ نشو ویلای، او تل د مرتد په هکله تأویلونه کوو، چي دا د قرآن او احادیثو سره په ټکر کي دي.

زه د قرآن عزیز ددې ایات (واعدوالهم مااستطعتم من قوة) په دایره کي قلمي جهاد هم داخل بولم،دا چي زما سره به د امت مسلمه مرحومه علماء کرام موافق وي که یا،دابه وواحد احد الصمد جل جلاله ته معلومه وي،خو دا په ډاډ سره ویلای شم چي د امت مسلمه مرحومه د علماء مشر استاد قرضاوي دام ظله او نړیوال استاد وهب الزحیلی دامت برکاته زما سره هم فکره دي،دوی په دې  آند دی چي د اسلام ددین د ژغورلو په موخه هرتکل، هوډ او حرکت ددې ایات تر سیوری لاندی دی، لله الحمد.

عبدالغفار جُبیر صاحب پرښه وخت باندی دا کتاب ولیکي،دا چي په افغاني ټولنه کي عیسائیت صفر دی او اوس ځینی عیسایی کړي دا کوښښ کوي چي دا منسوخ او متروک دین خپور کړی نو دا لازمه ده چي ټولنه او اولس پر وخت باندی ورته مسلح شي (فکري روزنه ولری)، زه و افغاني ټولنې ته دا زیری ورکوم چي که دا کتاب په افغاني ټولنه کي شتون ولری نوعیسائیت به له صفره څخه هم کم شي،زه ددې کتاب مبارکي ترهرڅه نه مخکي وځوان لیکوال عبدالغفارجُبیر ته او بیا په مجموع کي وټول افغاني اولس ته ورکوم.

مننه:

زه د فاطمه عُمرخور څخه مننه کوم چي زما دایوڅو کرښې ئې وژباړلې  او کله ئې هم د عبدالغفار جُبیر صاحب څه لیکنې په عربي او یا انګلیسي  ژبو سره رالیږلې دي. همدارنګه دې خور د عبدالغفار جُبیر(زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره، سوال ځواب،ماولی اسلام قبول کړ؟، اسلام اونوي ساینسي څېړنې ۱، ۲، ۳ ټوکونه) ئې راولیږل زه ډیر ورڅخه خوشحال شوم که څه هم دا کتابونه په پښتو باندی دی خوزماکتابتون ورباندی ښکلی ښکاری، خوچي کله مي اراده شي چي داکتابونه ولولم نوفاطمه عُمرخور ددې کتابونو یوه یوه برخه راته ژباړی،لله الحمد، او بیائې زه ګورم.

غوښتنه:

۱- له ټولو مسلمانانو څخه مو په کلکه سره دا غوښتنه ده چي ددې کتاب په خپرلو کي پوره ونډه واخلی، دا ښکلی کتاب باید ونورو ژبوته وژباړل شي، په ویب پاڼوکي خپورشي،په مجلوکي کي خپورشي، په ورځپاڼو کي خپورشي، پر انټرنیټ باندی انلاین خپور شي.

۲- دځوان تکړه لیکوال عبدالغفار جُبیر سره هر ډول مرسته باید وشي ، ترڅو دی وکولای شي چي په دې اړوند نورې لیکنې هم وکړی، د کفري نړۍ عادت وموږ ته معلوم دی که چیری په غربي نړۍ کي دمستشرقینوله لوری یو کتاب د اسلام په خلاف ولیکل شي نو په زرهاو خپرندویې ټولنې ورته په انتظاروي، اوکله چي ئې ویوې خپرندویې ټولنې ته ورکړی هغه ټولنه بیا دا کتاب په ډیرو ژبو سره په میلیونهاو ټوکه چاپوي او په نړۍ کي ئې خپروي نو موږته هم پکارده چي د اسلام لپاره وهرڅه ته چمتوشواو داد دارینو سعادت وګڼو.

یامسبب الاسباب یاحی یاقیوم

اهدناالصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم غیرالمغضوب علیهم ولاالضالین.

۳- د اسلامي نړۍ د متدینوعلماء او لیکوالانو څخه می دا غوښتنه ده چي په هرځای کي د عیسائیت په خلاف قلم او چت کړي،په ځانګړي ډول سره وافغاني ټولنې ته دا ویل غواړم چي ددې مهلک سرطان (عیسائیت) په مقابل کي قلم او قدم پورته کړی،او خپل اولس ددې وایروس (عیسائیت) څخه وژغوري، داځکه اوس ئې لادرملنه شونې ده، اوکه مووخت ورکړی !!! نوبرخلیک به مودعربي نړۍ په شان شي.

۴- زموږپه تاریخ کي داسی مجاهدین وه چي ترمرګه پوری ئې  وصلیب ته ځانونه تسلیم نکړل، لکه عمر مختار (السید عمر بن مختار بن عمر المنفی الهلالی ۱۸۵۸- ۱۹۳۱ میلادی) چي ورته دصحرا زمری هم وایی،هغه ترهغه مهاله پوری چي ونیول شو ،شهیدشو(په دار وځړول شو)، د اسلام له دین څخه تیرنشو، او حتی وصلیبیانوته ئې نرمه خبره هم جرم ګاڼه،هغه به تل ویل داسلام روح په جهادکي دی،هلال باید د صلیب څخه پورته وي،صلیب باید تل تعقیب او تذلیل شي، د اسلام په لاره کي کوښښ زما روحي غذاده ،د توری ترسیوري لاندی ژوندراته ځړورتیا او لوړتیا ده،د اسلام و دښمنانوته تل په مورچل کي اوسی ترڅودوی ستاسو دروازه ونه ټکوي او داسی نور…

وما توفیقی الا باالله، علیک توکلت

اخوکم فی الدین

شیخ دوکتور اکرام الدین الحاج – طرابلس لیبیا
‏السبت‏، ۱۵‏ شعبان‏، ۱۴۳۵

نور بیا…

About admin