سپتمبر 19, 2020

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۳)

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۳)
لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

ایا کفري نړۍ کولای شي چي قرآن کریم له منځه یوسي؟؟؟؟
نه! هیڅکله نه!!!
الله جل جلاله فرمایي:
۱: يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿٨﴾ سورت الصف
ژباړه: دوی غواړي چي دالله رڼا پخپلو خولو سره مړه کړي، خو الله د خپلې رڼا بشپړ وونکی دی ، که څه هم کافران ( له دغه کاره) کرکه لري.
۲: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿٩﴾ سورت الحجر
ژباړه:بې شکه موږ (پخپله) قرآن  نازل کړی او بې شکه چي موږ دهغه ساتونکي یو.
الله پاک وایي چي ما دا قرآن کریم نازل کړیدی او زه یې حفاظت کوم، نه ابلیس نه شیطان اونه هم دده معاونین کولای شی چي د قرآن کریم په یوه زبر اویا زیرکي بدلون راولي—دقران کریم دحفاظت لپاره په کروړو انسانان کار کوي دقرآن کریم د هرشی دحفاظت لپاره علوم شتون لري چي دابه ترقیامته پوری باقي وي لکه یوڅوبیلګې:
۱: حفاظ کرام صرف د قرآن کریم الفاظ په یادوي چي دا په کروړو دي  په هروخت اوهره زمانه کي-  صرف یواځی په اندونیزیا کي سږ کال ۲۰۱۵ میلادي کال کي یونیم لک ۱۵۰۰۰۰ حافظانو په یوه ورځ پریوه ځای باندی دقرآن کریم د حفظ د ویاړ تاجونه پرسر کښېښودل.
۲: دقرآن کریم د صرف لفظ دزده  کړي لپاره علم التجوید او قرأت دی چي په زرهاوو قاریانو په دې کي خپل ټول وخت اوعمر تیرکړیدي.
۳: د قرآن کریم د صرف لغت دزده کړي لپاره علم ادب شته چي په زرهاوو علماء کرام په علم الادب کي شتون لري په هره زما نه کي.
۴: دقرآن کریم د اعراب اوترکیب لپاره علم النحوده چي بې شمېره علماء کرام شتون لري  په هره سیمه اوهر وخت کي اوخپل ټول عمر یې په دې فن کي تېرکړیدﺉ.
۵: دقرآن کریم دصیغې دحفاظت اوزده کولو لپاره علم الصرف دي چي په بۍ شمیره علماء کرام شتون لري چي خپل ټول زرین عمریې په دې فن کي تیرکړیدی او تیروي یې.
۶: دقرآن کریم دمعانیو لپاره علم التفسیر دی چي بۍ شمېره تفسیرونه شتون لري اوبۍ شمیره مفسرینو خپل عمرونه په دې فن کي تیروي.
۷: دقرآن دفلسفې اوحکمت دساتلو اوزده کولولپاره علم منطق، حکمت اوساینس دي چي ددې علماء اندازه هروخت په هره اسلامي ټولنه کي تر شمار وتلې ده.
۸: دقرآن کریم داحکامو دساتلو اوزده کولولپاره علم فقه ده چي په ځانګړي ډول سره څلورو امامانورحمة الله علیهم  یې اصول ټاکلی دي او ترقیامته پوری به ددې څلورواصولو (قرآن کریم، احادیث، اجماع اوقیاس) تر سیوری لاندی ټول مسایل حل کیږي چي په امت مسلمه کي دفقهاء علماء  شمار ناشونی دی په هره زمانه اوهروخت کي.
۹: په قرآن کریم کي دعقایدو د ساتلو اوزده کولو لپاره علم الکلام شتون لري چي ددې علماء شمیر هم په هره زمانه اوهره سیمه کي تروس وتلی کاردی.
۱۰: دقرآن کریم دفصاحت اوبلاغت دښکاره کولو لپاره علم معانی دي چي ددې علماء شمیراو هلې ځلې هم ترشمار وتلی دی.
۱۱: دقرآن کریم دصحیح املاء دلیکلو لپاره علم خطاطی شتون لري چي په هردور کي په زرهاوو خطاطانو د قرآن کریم په لیکلوکي برخه اخیستې ده اودالړ ۍ لاهم جاري ده.
اوداسی نور….. ترشمار وتلی علوم اواشخاص شته چي ددې الهي کلام (قرآن کریم) په چوپړ کي تل ولاړ دي.
دادکفري نړۍ لومړی کتاب نه دی چي دوی یې لیکي بلکې په  زرهاوو دي، دوی هرکال په هره میاشت کي داسی په زرهاووکتابونه لیکي اوخپروي یې ترڅومسلمانان دنړۍ په مختلفو سیموکي مرتدکړي اوله خپله دینه څخه یې واړوي، چي زه دلته دځینوکتابونو نومونه اخلم:

۱: سیرة المسیح بلسان عربی فصیح
دا کتاب دوی دقرآن داعلان (سورت البقره : ۲۳، ۲۴) په مقابل کي ولیکی، دوی ورباندی لیکلی دي چي قرآن وایي چي هیڅوک نشی کولای چي دقرآن په شان کتاب ولیکل شي خوموږ دادی ولیکی اوس به داکتاب وګورو:
باب السکینة: ۲۷ المقدسیه
بسم الله الرحمن الرحیم
قُل یاایهاالذین امنوآ انکنتم تؤمنون بالله حقاً فامنوابی ولاتخافون ان لک عندالله جنات نزلاً.
ددې کتاب په هرباب کي بسم الله  الرحمن الرحیم نویشته ده چي دایې له قرآن کریم څخه را اخیستې ده، بل داچي داټوله کتاب له قرآن څخه غلاده له مختلفوایاتونو څخه مختلفې ټوټې رااخیستي دي اوسره یوځای یې کړیدي اوبیا په دې هم نه شرمیږي چي وایي چي  داموږلیکلی دي- کله چي دوی داکتاب چاپ اوخپوریې کړ نوخپله چي کفري نړۍ وکتی هغوی ورته وویل چي داخوموهرڅه له قرآن کریم څخه را اخیستي دي دا اغیزمن نه دی- خوعیسایي مبشرینو بیاویل چي په دې سره موږکولای شوچي ماهیان ونیسو ټوله اسلامي نړۍ نه عربه ده اونه هم سوادلري.
وبل لورته دوی ورته لیکلي دي (المقدسیه) داکفري نړۍ ددې کتاب ولوستونکوته دا په ذهن کي ورکوي چي که په قرآن کریم کي مدني اومکي سورتونه شتون لري نوکیدای شی چي کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک وبیت المقدس ته د معراج په شپه ولاړي دلته هم پرده وحې نازلی شویوي نوځکه دا(المقدسیه) دي اوداسی نورچمونه په دې جعلي کتاب  نغښتي دي.
کله چي دوی داکتاب لیکی دوی دچانوم نه دي پرلیکلی لیکوالان یې مجهوله دي، دوی په دې پوهیدل چي داموله قرآن کریم څخه غلا کړېده نوځکه دلیکوال نوم ورته لیکل شرم دی.
نوربیا….

Related posts