Home » دماشومانو اسلام » دقرآن کریم مورزاده حافظه

دقرآن کریم مورزاده حافظه

 

داعلاء السنن مصنف علامه ظفراحمدعثماني رحمه الله لیکلي : چي یوه واقعه زمادخپلو سترګولیدلي داوه چي کله چي زه په رنګون کي دراندیر په یوه مدرسه کي اوسیدم ، نو له هندوستانه څخه یو تن راغی اوڅلورکنه وړه ماشومه ورسره وه ددغي ماشومي ټول قرآن کریم یادوو ، هغه سړي موږ ته وویل : چي دغه ماشومه مورزاده دقرآن کریم حافظه ده . نه یې له چاڅخه قرآن کریم لوستی اونه اوس په لوست پوهیږي ، که ستاسوزړه ته نه لویږي نو امتحان یې واخلۍ ، او هغه به یې ټیک درته ووایې ، اولا داچي له هغه ځای څخه وړاندي اوورسته به   لس لس آیتونه نور هم درته تلاوت کړي . موږ په رنګون کي له هغي ماشومي څخه ډیرځایونه دامتحان په ډول وپوښتل اوهغي ټیک اوصحیح ځایونه راته وویل ، ددغي نجلۍ پلارته دماشومي په تلاوت خلکوډیري پیسی ورکولي ، اوهغه ته په دي ډول ډیري پیسي په لاس ورتلي ، ما دماشومي پلار ته وویل : چي ددغي ماشومي کمال دپیسو دګټلوزریعه مه ګرزوه ، کنه   دانجلۍ به ډیر ژوند ونه کړي ، زماخبره سمه وخته یوکا ل وروسته چي مادهغي ماشومي په اړه پوښتنه وکړه نوهغي له نړۍ څخه مخه ښه کړي وه . واقعات القرآن ص\۲۴۱

حدیقه ص\ ۷۱

About admin