Home » بېلا بېلي لیکني » بایبل پیژندنه (۳)

بایبل پیژندنه (۳)

بایبل پيزندنهلیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

دقرآن کريم توری په قرآن عزيز کي

وبل لوری ته که موږد الله جل جلاله و اخري کتاب (قرآنکریم) ته راسو، نو دا به و هر چاته معلومه شی چي  دا د بشریت لپاره د سوکالۍ یواځنۍ بېلګه ده، او ددې کتاب نوم الله جل جلاله پر ایښی او په قرآنکریم کي د (قرآن) لفظ (۷۰) ځلی راغلی دی او قرآنکریم ددی تائيد کوی چي دا دالله جل جلاله کتاب دی د بېلګې په ډول سره:
وَمَا كَانَ هَـذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَى مِن دُونِ اللّهِ وَلَـكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لاَ رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ(یونس ۳۷)

ژباړه:
او نه دی دا قرآن(سره له داسی فصاحته ، بلاغته او اعجازه) چي په درواغو جوړ کړ شی غیر له الله نه ولیکن دی تصدیق کوونکي د هغه (کتاب) چي تیرشوی دی په مخکښې دده او دی تفصیل کوونکي د هغه څه چي لیکلی شوی دی(پر تاسو) نشته هیڅ شک په دې کښې (چي راغلی دی) له لوری د رب د عالمیانو.

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (سورت یوسف:۳)

ژباړه:
موږ بیانو و پر تا باندی ډیره ښه کيسه له ټولو کيسوپه سبب د وحی زموږ تاته دغه قرآن او بې شکه شان دادی چي وې ته پخوا(له نزوله) ددې قرآن خامخاله نا خبرو څخه.

الرَّحْمَنُ -عَلَّمَ الْقُرْآنَ (الرحمن ۲)
ژباړه: رحمن (الله) ددې قرآن ښوونه کړېده۔

قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا   (الاسراء ۸۸)
ژباړه: ووایه که انسانان او پېریان (ټول) سره یو ځای شی څو ددې قرآن په څیر راوړی نو هیڅکله (په فصاحت او بلاغت) کي ددې په څیرنه شی راوړی۔

بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَّجِيدٌ  – فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ  (البروج ۲۱،۲۲)
ژباړه: (داسی نه ده چي کافران ئۍ انګیري) بلکې دا پرتمین قرآن دی، په یوه خوندې تخته کي لیکل شوی دی۔

إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ   (یوسف ۲)
ژباړه:
موږ هغه قرآن په عربی ژبه نازل کړیدی ښایی چي تاسی پرې پوه شی۔

وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا (الشوری ۷)
ژباړه: او په دې توګه مو تاته عربی قرآن وحی کړ څو د (مکې) د ښار او د هغه د شا و خوا خلک ووېروې۔

انانحن نزلناعلیک القرآن تنزیلا۔ (الدهر ۲۳)
ژباړه: بې شکه موږ قرآن پر تا په تدریجي توګه نازل کړیدی۔

په بایبل کي دا نشته چي دا کتاب د انسانانو د هدایت یوکتاب دی، برعکس په قرآنکریم  كي دا هرڅه شتون لری د بېلګې په ډول سره قرآن کریم پخپله ددې ګواهی ورکوی:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ َ (البقره ۱۸۵)
ژباړه: د روژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرآن په کښې نازل شوی دی، چي د خلکو لپاره هدایت دی۔

إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا (الاسراء ۹)
ژباړه: بې شکه چي دغه قرآن هغه لارښیی چي هغه سمه سیخه ده او هغو مسلمانانو ته چي ښه کارونه کوی زېری ورکوی، چي ددوی لپاره ډېره لویه بدله ده۔

قرآن حکيم د باطني او ظاهري ناروغیو یواځنی درملنه ده لکه چي قرآن حکيم وایی:

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ (الاسراء ۸۲)
ژباړه: او قرآن، چي د مسلمانانو لپاره شفاء او لورینه ده (پړاو په پړاو) در باندی نازلوو۔

اوس راځو انجیل ته (چي پرعیسی ابن مریم علیه السلام باندی نازل شوی وو) او تورات ته (چي پر سیدنا حضرت موسی علیه السلام باندی نازل شوی وو) چي ددوی پېژندنه وکړو۔

انجيل (Gospel)څه ته وايی؟

انجیل د یوناني ژبې د (انکلیون) څخه اخیستل شوی دی چي د (زیری او پوهی) په معنی سره دی،   یا د انجیل توری د یونانی ژبې د (انګلیلیون) څخه اخیستل شوی دی،  یعنی مطلب دا چي هغه انجیل چي و حضرت عیسی علیه سلام ته ورکول شوی وود الله جل جلاله له لوری هغه و یهودو ته زېری د جنت وو، انجیل سیدنا حضرت عیسی علیه السلام تبلیغاوه، او د هغه لارښوونې ئې و بنی اسرائیلو ته کولې، د هغه احکام ئې و بنی اسرائیلوته بیانول، چي پر دې د ټول امت مسلمه ایمان دی، د انجیل یو توری د حضرت عیسی علیه السلام  په لاس نه دی لیکل شوی، او نه ئی امر کړیدی چي نوشته ئې کړی، او نه هم دده په ټول عمر کي یو ایات نوشته شوی دی، چي عیسایي او یهودي علماء او مؤرخین هم پردې باندی په یوه خوله دي؛ هیڅوک ددې ثبوت نشی وړاندی كولای او نه هم شتون لری ۔

ایا حضرت عیسی علیه السلام د اوسنی بایبل (نوی عهدنامه ) چي (۲۷) کتابونه دي تبلیغول؟ ایا حضرت عیسی علیه السلام د لوقا، متی، یوحنا او مرقوس انجیلونه و خلکو ته تبلیغول؟

نه هیڅکله نه۔ چي پردې باندی هم ټوله عیسایی او یهودي نړۍ په یوه خوله اعتراف کوي چي دا هغه انجیلونه نه دي چي حضرت عیسی علیه السلام و خلکو ته تبلیغول. هغه انجیل عیسی چیری دی؟؟؟ هغه وحی چیری دي چي حضرت عیسی علیه السلام تبلیغولې؟؟ ددې ځواب نه عیسایی نړۍ لري او نه هم ټوله یهودي نړۍ.

خو نن سبا هغه اصلي انجیل نشته او داچي دوی په پښتو، دری، فارسی، اردو،عربی او نورو ژبو کي کوم کتابونه لری چي و هریوه ته (انجیل متی، انجیل لوقا، انجیل مراقس او انجیل یوحنا) لیکل شوی دی، او یا دا چي و دې څلورو کتابونو ته د (زیری) عنوان ورکول شویدی دا ددې لپاره چي عام خلک په وغولوی او پر سترګو ئې د جهالت خاورې و شیندی، ا و دا په ذهن کي ورکړی چي دا هغه انجیل دی چي پر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شوی وو۔ (العیاذ با لله)۔ چي ددې خبرې څیړنه به په راتلونکو پاڼو کي وشی.

دا چي دوی پر نوې عهدنامې باندی انجیل شریف لیکلی دی او دوی یی وړیا تقسیموی دا نوم هم غلط دی دا ځکه چي انجیلونه پکښې څلور دی او دوی د یوه انجیل نوم ور باندی لیکلی دی، دا په دې خاطرچي و مسلمانانو ته وښیی چي دا هغه انجیل دی چي پر حضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شوی دی ، بلکې دا هغه نه دی.

اصلي انجيل څنګه له منځه ولاړی؟؟؟

کله چي و حضرت عیسی علیه السلام ته انجیل ورکړل شو، یهودو له ده سره عناد شروع کړ، او ډول ډول توطئې ئې ورته جوړي کړې،کله به ئې په ډبرو ویشتی، کله به ئې ملنډې په وهلې،  چي بايبل هم پر دې باندی ګواه دی،دا خبره تردې اندازې پوری ورسېده چي یهودو د حضرت عیسی علیه السلام د مرګ لپاره پلان جوړ کړ ،کله چي دوی غوښتل چي حضرت عیسی علیه السلام قتل کړی نو الله جل جلاله هغه و اسمانو ته پورته کړچي قرآن کریم په روښانه ټکو سره دا واقعه بیان کړیده او فرمایی:

وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا -وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا -بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
(سورت النسآء ۱۵۶- ۱۵۹)
ژباړه:او په سبب د کفر د(نیکونو د) دوی (مکرراً) او (په سبب د) ویلو ددوی پر مریمې دروغ ډیر غټ (دزنا) او(په سبب) د ویلو ددوی (داسی چي) بېشکه وژلی دی موږ مسیح عیسی زوی د مریمې رسول د الله (په ګمان خپل)حال داچي نه ؤ وژلی دوی دغه (عیسی) واقعاً نه په دار کړی و دغه (یقینا) لیکن مشتبه کړی شو دوی ته او بې شکه هغه کسان چي اختلاف کړی دی دوی  په (حق د) عیسی کښې خامخا په شک کښې دی په شان دده کښې نشته دوی ته په هکله دده کښې هیڅ علم مګرتش متابعت د ګومان کوی او نه ؤ وژلی دوی عیسی بلکې پورته کړو دی الله طرف ته خپل او دی الله ښه قوی غالب ښه حکمت والا.

له دې څخه وروسته یهود په مجموع کي په دې تکل کي شول چي هغه انجیل چي حضرت عیسی علیه السلام تبلیغاوه، او یانورو حواریینو په خلکو کي عام کړی ؤیهودو دا ټول (اصل انجیل) په ۶۰ کلونو کي له منځه یو وړ؛ حواریین ئې یا شهیدان کړل او یایی و هجرت ته مجبوره کړل، پولس هغه څوک ؤچي خپل له ځانه څخه ئې د عیسائیت بنسټ کښېښود او دائې وویل چي زه هر څه وایم هغه و ماته کشف شوی دی یعنی هرڅه ئې له ځانه لیکل او بیایی ویل چي دا الهی دي لکه:
زماوروڼو! زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زیری چي ما درته او رولی دی هغه د بنی آدم جوړ کړی نه  دی ځکه چي هغه ماته د یو انسان له لوری نه دی را رسیدلی او نه چا بنی ادم و ماته ښو ولی دی بلکې  د کشف په معرفت د عیسی مسیح د طرف نه شوی دی.
(دګلتیانوپه نوم دپولس خط۱: ۱۱-۱۳)

له دې څخه ورسته بیا دنوی انجیلونو لړۍ پیل شول، هرچا کوښښ کاوه چي یو څه ولیکي او د اصل انجیل په نامه سره ئې خپور کړی، دا ځکه چي حضرت عیسی علیه السلام و عامو یهودو ته ځکه ښه د قبول وړو چي دده معجزې ئې لیدلی وی، د مور زاده ړاندو بینا کول، د پیس ناروغانو سمول، د مړو ژوندی کول او داسی نور چي قرآن عزیز او بایبل ورباندی ګواه دی، یهود په دې کي کامیابه شول او نوی انجیلونه ئې ولیکل او په خلکوکې ددې لپاره د حواریینو په نامه سره کړل چي خلک ور څخه کرکه ونکړی او خلک ور باندی عمل وکړی، په سلهاوو انجیلونه ولیکل شول هغه چي و یهودو ته ډیرمحبوب وه هغه ئې معلوم کړل او پر نورو انجیلونو باندی ئې بندیز ولګاوه ،دا اوسنی انجیلونه نه د حضرت عیسی علیه السلام دی او نه هم حضرت عیسی علیه السلام پخپل عمر کي وچاته ویلی دی چي یوه کرښه ولیکه او نه د حواریینو دی او نه هم دا کومې الهي وحی دی زه به د لوقا انجیل ته راشم:
ای خوږه تیوفیلوسه! ډېرو خلکو په دې لا س پوری کړی دی چي د هغه واقعات ترتیب واره بیان کړی چي کوم چي زموږ په منځ کي تیری شوی دي؛بلکې هغوی موږ ته خبرې حواله کړی دی او چاچي دا واقعات د سر نه پخپلو سترګو لیدلی وې او د زیری خادمان وه نو زه هم په خپل وار سره ای خوږه تیوفیلوسه! ستا دپاره د پوره تحقیق نه وروسته دا ټولې خبرې په ترتیب سره نقل کوم، دا ددې لپاره چي تاته د هغه خبرو په هکله صحیح معلومات در کړم د کومو نه چي ته خبر کړی شوی ئې.
(د لوقا انجیل لومړی باب: ۱- ۵)

دلته څو مهم ټکي اړین دي، هغه دا چي هرچا کوښښ کاوه چي د حضرت عیسی علیه السلام په هکله او هغه څه چي هغه تبلیغول د هغه په هکله یوڅه ولیکي،بل دا چي په دې کي احکام نشته یواځی او یواځی واقعات دي پیښي دي،نو لوقا وایی چي زه د هغو پیښو شاهد وم او دی و تیوفیلوس ته وایی چي زما لیکنه د پیښو رښتنی دی او بس،او دی وایی چي زه هر څه لیکم هغه له خپله ځانه څخه لیکم نه د روح ا لقدس نوم شته او نه هم وایی چي ماته الهام یا وحی شوی دی او یا ما ته کشف شوی دی ؛ چي په ښکاره له دې څخه جوتیږی چي دوی له خپله ځانه څخه لیکلی دی او بیایی و نورو ته منسوب کړی دی. ټول هغه عیسایی علماء چي وحدانیت ته قایل وه پر هغو ئې د بدعتیانو مهر ولګاوه او هغه انجیلونه چي د یهودو خوښ نه وه هغه ئې لغو او باطل اعلان کړل.

حتی هغو  کسانو چي د یهودو د خوښې ماسوا نور انجیلونه درلودل د هغو سزا په اور کي سوځل وه.چي عیسایي علماء یې همداسی له منځه یو وړل.

تورات (Pentateuch) څه ته وايي؟:

تورات د عبراني ژبې  لفظ دی چي معنی ئی ده (شریعت،قانون او تعلیم)۔

تورات یعنی قانون ، يا تورات د عبراني ژبې له (توره) څخه اخیستل شوی دی  چي مراد ور څخه هغه احکام او قوانین دي چي الله جل جلاله و سیدنا حضرت موسی علیه السلام ته د بنی اسرائيلو د لارښوونې او هدایت د موندلو لپاره نازل کړی وو،د اوسني تورات یو توری لا هم  د سیدنا حضر ت موسی علیه السلام په لاس نه دی نوشته شوی ، او نه هم ده پخپل ټول ژوند کي و یو چاته حکم کړیدی چي یو توری نوشته که، دا چي یهود او عیسايان وایی او د(عهد نامه قدیم) پنځه لومړي کتابونه و حضرت موسی علیه السلام ته منسوبوی؛ دا هرڅه بې بنسټه دي او دوی هم ور باندی هیڅ کره شواهد او ثبوت نلری۔ نه د حضرت موسی علیه السلام لاسلیک ورباندی شته او نه هم حضرت موسی علیه السلام یو توری لیکلی دی او نه هم بل صحابی۔

هر هغه څه چي و حضرت موسی علیه السلام ته د لوی الله جل جلاله له لوری ورکول شوی وه، هغه حق ، رېښتنی او دپوره لارښوونې روڼاوه، چي عبارت ور څخه تورات دی، او موږ ور باندی ایمان او باور لرو۔

اصل تورات څنګه له منځه ولاړی؟؟؟

د حضرت سلیمان علیه السلام د اولادې په وخت کي دیهودو۱۲ مشهورو قبیلو څخه ۱۰ قبیلو بغاوت وکي ټوله سره بیلې  شوې، او دیهودو دوې پاچایانې جوړې شوې چي یو د بله سره په ټکرکي وې،یهودا(Judah) او اسرائیل،په ۷۲۲ ق م کي اسویریانو د اسرائیلو پرشمالی سلطنت چي پلازمینه ئې سامریه وه،یرغل ئې پر وکړ چي اسرائیل ئې له منځه یو وړل؛او د اسرائیلو ټولې قبیلې ئې په قید کي واچولې،مطلب دا چي هغه اسرائېل چي پاتې شوی وه هغه یا له منځه ولاړل او یائې ځانونه په نورو قومونو ګډ کړ ل او د اسرائیلو نښان او نوم ورک شو،د اسرائیلو هغه دوې قبیلې چي پاتي وې د بابل پاچاه بخت نصر(بنوکدنضر)دوه ځلی په ۵۸۶ ق م کي تباه کړلې په همدې حملو کي مقدس هیکل سلیماني له منځه و لاړی د یهودو مقدس  ټول کتابونه له منځه ولاړل او وسوځول شول، د دغو دوو قبیلو څخه چي څوک ژوندی پاته شول هغه ئې و بابل ته بوتلل اوهلته د(۵۰) کلونو لپاره بندیان وه، ډیر پکښې مړه شول د پنځوسو(۵۰)کالو بند وروسته د ایران پاچا کيخسرو(سائرس) دوی خوشی کړل او دوی و خپل وطن فلسطین ته راغلل،زیات اسرائیل و مصراو بابل ته ولاړل په همدې بند کي هغه د مقدسو نسخو څه چي ئې په ذهنو کي وه هغه هم له منځه ولاړل او ضایع شول،کله چي اسرائیل و فلسطین ته راغلل پوره (۱۰۰) کاله وروسته د تورات عبرانی نسخه یهودی عالم عزراپه (۴۵۸) ق م کي ولیکل نو ځکه و اوسنی عهدنامه عتیق ته خلک دیوه افسانوي کتاب په سترګه ګوري

د عزر ا د تورات لیکلو څخه وروسته بل ناورین و اسرائیلوته راغی هغه دا چي په (۱۶۱) ق م کي یو ظالم پاچا انطیوکس (Antiochus) پر بیت المقدس باندی حمله وکړل د یهودو مقدس کتابونه او د عبادت  ځایونه ئې ټول وروسوځول، له دې څخه ورسته بیا د حضرت عیسی علیه السلام دپیدایښت څخه (۷۰) کاله وروسته هغه څه چي یهودو مقدس درلودل طیطس (Titus) پاچا وسوځول، په زرها و و یهودان ئې ووژل چي له دې پیښې څخه وروسته د یهودو ټولې مقدسې نسخې له منځه ولاړی

زبور:(Psalm)څه ته وايي؟

په عبراني ژبه کي ودې ته (تحلیم) یعنی د یو چا ستاینه او مدح کول دی،  دا هغه کتاب وو، چي وحضرت داودعلیه السلام ته د الله جل جلاله له لوری ورکول شوی وو، هرهغه څه چي حضرت داودعلیه السلام تبلیغول هغه پرحق او رېښتنی وه، د حضرت داودعلیه السلام هر څه دالله جل جلاله له لوری وه، او د الله جل جلاله په امر سره ئې تبلیغول او خلک ئې وهدایت ته رابلل، چي پرهغه زموږ ایمان او یقین دی؛ او دا چي په اوسنی بایبل په (عهدنامه قدیم /عهدنامه عتیق) کي د زبور په نامه څه شتون لری، دا هغه زبور نه دی، او نه حضرت داودعلیه السلام یو توری لیکلی دی او نه ئی هم و چاته امر کړی دی چي یو توری ولیکي۔

نور بیا…

About admin