سپتمبر 19, 2020

بایبل پیژنده (۴)

بایبل پیژنده (۴)

لیکنه او څېړنه: عبد الغبایبل پيزندنهفار جُبیر

بايبل پر دوو برخو وېشل شوی دی

بایبل په عمومي ډول سره پر دوو برخو ویشل شوی دی لومړی برخه یی زړه عهد نامه (عهدنامه قدیم/عهدنامه عتیق)پخوانی تړون (Old Testament) چي ترحضرت عیسی علیه السلام مخکي لیکل شوی دی، او دوهمه برخه ئې نوې عهدنامه (عهدنامه جدید)یا نوی تړون (New Testament) چي ترعیسی علیه السلام وروسته لیکل شوی دی،چي پر هري یوې باندی به رڼا واچوو انشاء الله.

عهدنامه قديم ياعهدنامه عتيق (Old Testament) چي (۴۶) کتابونه لری:

عهدنامه قدیم، ددوی په اند دا هغه کتابونه او لیکنې دي چي د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام څخه مخکي په مختلفو وختو کي د مختلفو خلکو له خوا څخه لیکل شوي دي۔

و قدیم عهدنامې ته عهد عتیق هم وایی، دا عهد نامه ودواړو یهودو او عیسایانو ته د منلو وړ او مقدسه ئې بولی؛ او دوی اوس ددې عهدنامې و لومړیو پنځو کتابونو(پیدایښت، خروج، احبار، اعداد، استثناء) ته تورات (Pentateuch)وایی

د یهودو مطابق د تورات یونانی ژباړه د مصر د پاچا په فرمایش سره په دریمه قبل المیلاد پېړۍ کي د یهودی علماوو په وسیله سره تر سره شوله،چي ددی تورات سره د عبرانی څخه نور ژباړل شوی کتابونه او څه نورمذهبی کتابونه چي وفلسطینی یهودو ته د اعتبار وړ او سپیڅلی نه و ورسره یوځای شول۔

چي همدغې نسخې تر میلاد نه یوه پېړۍ مخکي رواج درلودی، چي له دی څخه وروسته عیسایی کلیسا هم دا کتابونه د خپلوکتابو یوه برخه وګرځول، په څلورمی میلادی پېړۍ کي جیروم (St. Jerome) د بایبل لاتینی ژباړه وکړل، چي د بایبل د بنسټ خښته ئې کښېښودل۔ چي همدا اوس و کاتولیکانو ته تر هر بایبل د (Vulgate) یعنی د اصلی لاتینی ژبې بایبل تر ټولو مقدس دی چي په دې بایبل کي هغه مشکوک او متروک ټول کتابونه شتون لری۔

چي ددې په مقابل کي فلسطینی یهودو بیا وعبرانی بایبل ته ارزښت ورکي، او ودې لاتینی ته ئې هیڅ ارزښت ورنه کړ، او هغه مشکوک کتابونه ئې ور څخه و غورځول او پاته ئې په عهد عتیق کي شامل کړل۔

په (۳۲۵) میلادی كال کي د قسطنطنېن پاچا د حکم مطابق عیسایی علماوو یوه لویه غونډه د(نائس) په ښار کي، چي د هغه ښارمشهورنوم (نیقیه) ده، جوړه کړه ؛ چي د شکمنو کتابو په هکله یوه رېښتنې فیصله وکړی، چي د عیسایی علماوو په دې غونډه کي دا پرېکړه وشوه چي (یهودیت) کتاب الهامی او مقدس دی۔ له دی څخه وروسته بل مجلس د(لوډیشیا) په نامه سره په (۳۶۴) میلادی كال کي دایر شو، چي په دې غونډه کي د مخکنۍ پرېکړی تاید وشو او دا لاندنی کتابونه هم واجب التسلیم، الهامی شول:

کتاب استیر، د یعقوب خط، د پطرس دوهم خط، د یوحنادوهم او دریم خط، د یهود ا خط، او دپولس خط د عبرانیا نوپه نامه۔

په پورتنیو دواړو مجلسوکي د (یوحنا مکاشفات) مشکوک او د الهامی کتابوله فهرست څخه ویستل شو۔

له دې څخه وروسته بل لوی مجلس دعیسایی علماوو دکارټیج (Carthage) تر سرلیک لاندی په (۳۹۷) میلادی کال کي جوړ شو، چي په دې لوی مجلس کي د عیسایی نړۍ یو لوی مشهورعالم (اګسټاین) او نور(۱۲۴) علماء شامل وه، چي دې علماوو د مخکنیو پرېکړو تصدیق وکي او لاندني کتابونه ئې هم د مخکنیو کتابو سره یوځای کړل:

کتاب دانش(عقل او پوهه)، کتاب طوبیاه، کتاب باروک(باروخ)، واعظ، لومړی مقابین، دوهم مقابین او دیوحنا مکاشفات۔

په دې مجلس کي دا پرېکړه هم وشوه چي (کتاب باروک) د(کتاب یرمیاه) یوه برخه ده، دا ځکه چي باروخ (باروك)علیه السلام د یرمیاه علیه السلام نائي او ځای ناستی وو۔

چي له دی څخه وروسته بیا درې نور لوی مجلسونه جوړ شول لکه د(ټرلو مجلس، د فلورنس مجلس او دټرنټ مجلس)، چي هغه ټول کتابونه چي مخکي شک پکښې ووهغه ئې په مقدسو کتابو کي ور داخل کړل، او په دې درو مجلسو کي یوه بله پرېکړه دا هم وشوه چي (کتاب باروک) ئۍ بېل ولیکي۔

تر (۱۲۰۰) کلونو پوری همدا کتابونه درست وه،الهامی وه ،او سپېڅلی وه، چي په دې ترڅ کي د پروټسټانو ډله راښکاره شول د(اصلاح کلیسا) تر سرلیک لاندی ئې هلی ځلې پیل کړی او دا دعوه ئې وکړه چي (باروک، طوبیا، یهودیت، دانش، واعظ، لومړی مقابین او دوهم مقابین)دا ټوله واجب الرد، مشکوک، او غیرالهی او غیر مقدس دی۔

د کلیسا د اصلاح د ډلې مشر مارټن لوتهر، په (۱۵۳۴)میلادي کال کي د بایبل پخوانۍ عبراني او یوناني نسخې و جرمنی ژبې ته وژباړلې، او دائې وویل چي دا کتابونه الهی نه دي او یواځی د لوستلو لپاره ښه دي او بس، چي (Roman Church) رومن کلیسا ددې برخلاف په (۱۵۴۶) میلادی کال کي او په (۱۸۷۰) میلادي کي همدا کتابونه مقدس او الهامی و بلل۔

پر عهدنامه قدیم باندی ټول عیسایان لکه چي مخکي رڼا ورباندی واچول شوه په یوه خوله نه دي،د مشرقی ارتودوکس عهدنامه قدیم (۵۱) کتابه دي، چي کاتولیکان بیا په دې کتابونوکي (لومړی اسدارس، دوهم اسدراس، درهم مکابین، څلورم مکابین او۱۲ واړه پیغمبران ) نه منی، له دې څخه وروسته بیا د کاتولیکانو عهدنامه قدیم چي (۴۵یا ۴۶) کتابونه لری پروټسټان په دې عهدنامه کي (۳۸) کتابونه مقدس بولی او پاته اووه کتابونه غیر مقدس ګڼی، او ودې کتابوته دوی د(اپوکریفه، Apocrypha ) استعمالوی .

اپو کريفه، Apocrypha و څه شی ته وايی؟

،همدا توری (اپوکریفه، Apocrypha ) د لاتیني ژبې د صفت (Apocryphus) اپوکریفس څخه چي معنا ئې ده پټ او غیرقانوني، او همدغه توری په اصل کي د یوناني ژبې د صفت د (Apocryptein) اپوکریپټېن څخه اخیستل شوی دی چي معنایی ده (پټ یی که، ایسته ئې که) چي د اپوکریفه معنا په مجموع کي دا شوه چي د خلکو څخه پټې نسخې،مشکوکې نسخې، غیر صحیح نسخې یا په دې مطلب چي دا باید د خلکو څخه پټې کړل شی دا ځکه چي دا الهامي کتابونه نه دي۔ او وبل لورته کاتولیکان، اینګلیکن او مشرقی کلیسا دا ټول (۴۶) کتابونه مقدس او الهامی بولی۔

خو په دې درو ډلو کي هم ژور اختلاف شتون لری، مشرقی کلیسا

(Eastern Orthodox Church)په (۱۶۷۲) میلادی کال کي یوه غونډه جوړه کړه چي دا فیصله ئې وکړه چي (باروک او دواړه مقابین ) الهی کتابونه نه دي. ، هغه کتابونه چي الهي نه دي ددې کتابو په شمېرکي هم لوړ توپیر او ژور اختلاف شته دی، عموما دوی اوس وایی چي ددې کتابو شمېر (۷) دی، خو په اظهارالحق کي ددې شمېر(۹) ښودل شویدی چي هغه دادي:

استر، باروک، د دانیال یوه برخه، طوبیا، یهودیت، پوهه، واعظ، لومړی مقابین، دوهم مقابین۔ ، خو وبل لورته په مجموع کي مشکوک او غیرالهامي کتابونه د عیسایی علماء په آند ټول دادي:

(استر، باروک، ددانیال یوه برخه، طوبیا،یهودیت، پوهه، واعظ، لومړی مقابین، دوهم مقابین، دریم مقابین، څلورم مقابین،لومړی اسدراس، دوهم اسدراس، ۱۲ واړه پیغمبران) چي ټول ۱۴ کتابونه کيږی، چي ددې پر صحت باندی د عیسایی علماء پوره اختلاف شته تر اوسه پوری.

و بل لور ته د بایبل په پخوانیو نسخو کي ددې کتابو شمېر ددې څخه زیات دی، لکه د بایبل په اسکندریه نسخه (Codex Alexanadrinus) کي د عهدنامه قدیم د کتابو شمېر (۵۰) دی، چي د غیر الهامی کتابو شمېر ددې څخه هم زیاتیږی؛ د کاتوليکانو او د پروتستانو د بایبل په ایاتو کي هم ډېر توپیر له ورایه جوتیږی، د بېلګې په ډول سره د پروتستانو په بایبل کي لومړی او دوهم پاچایان شته خو د کاتولیکانو په بایبل کي دریم او څلورم پاچایان هم شته، یالکه (استر) کتاب چي هم د کاتولیکانو او هم د پروتستانو په بایبل کي شتون لری، او د کاتولیکانو د بایبل د (استر) تقریبا (۱۰۰) ایاتونه د پروتستانو د بایبل د (استر) څخه اضافه دی، چي دا توپیر په ډېرو کتابو کي شته۔

څنګه به سړی له خپل وجدان او ضمیرسره دا پرېکړه وکړی چي دا دی الهامي کتابونه وی، ددې دومرو اختلافاتو په درلودلو سره او حال دا چي دوی پر دې اختلافاتو باندی اعتراف کوي او هم ئې منی لکه په انسایکلوپیډیا کي چي راغلی دي:

د عهدنامه قدیم د مستندو نسخو په هکله هیڅ د اعتماد او باور ثبوت نشته۔

د عهدنامه قديم کتابونه په پښتو، عربي، اردو او انګليسي ژبو کي:

پښتو عربی اردو کاتولیک/

پروتستان انګلیسی

۱ پیدایښت التکوین تکوین/پیدایش Genesis

۲ وتل(خروج) الخروج خروج Exodus

۳ لاویان اللاوبین احبار Leviticus

۴ اعداد العدد عدد/ګنتی Numbers

۵ تثنیه التثنیة تثنیه/استثنا Deuteronomy

۶ یوشع یشوع یوشع Joshua

۷ قاضیان قضاة قضات Judges

۸ روت راعوت راعوت/رُوت Ruth

۹ لومړی سموئیل صموئیل الاول ۱ سموئیل 1 Samuel

۱۰ دوهم سموئیل صموئیل الثانی ۲سموئیل 2 Samuel

۱۱ لومړی پاچایان الموک الاول ۱ملوک/۱ سلاطین 1 Kings

۱۲ دوهم پاچایان الموک الثانی ۲ملوک/۲ سلاطین 2 Kings

۱۳ دلومړیوورځوتاریخ اخبارالایام الاول ۱اخبار/۱توایخ 1 Chronicles

۱۴ دوهم تاریخ اخبار الایام الثانی ۲اخبار/۲تواریخ 2 Chronicles

۱۵ عزرا عزرا عزرا Ezra

۱۶ نحمیا(نحمیه) نحمیا نحم یاه Nehemiah

۱۷ آستر أستیر استیر/آستر Esther

۱۸ ایوب ایوب ایوب Job

۱۹ مزامیر المزامیر مزامیر/زبور Psalms

۲۰ امثال الامثال امثال Proverbs

۲۱ ټولنه (جامعه) الجامعه جامع/واعظ Ecclesiastes

۲۲ دسلیمان غزلونه نشیدا لانشاد نشیدا لاناشید/غزل الغزلات Song of Solomon

۲۳ حکمت الحکمة حکمت Wisdom

۲۴ یشوع د سیراخ ځوی یشوع ین سیراخ یشوع ین سیراخ Jesus son of Sirach

۲۵ اشعیا اشعیا اشعیا/یسعیاه Isaiah

۲۶ ارمیا ارمیا ارمیا/یرمیاه Jeremiah

۲۷ حزقیل حزقیال حزقیال/حزقی ایل Ezekiel

۲۸ دانیال دانیال دانیال/داني ایل Daniel

۲۹ هوشع هوشع هوشیع/یوسیع Hosea

۳۰ یوئیل یوئیل یوئیل/یوایل Joel

۳۱ عاموس عاموس عاموس Amos

۳۲ عوبدیا عوبدیا عوبدیاه/عبدیاه Obadiah

۳۳ یونس یونان یونس/یوناه Jonah

۳۴ میکاه میخا میکا/میکاه Micah

۳۵ ناحوم ناحوم نحوم/ناحوم Nahum

۳۶ حبقوق حبقوق حبقوق Habakkuk

۳۷ صفنیا صفنیا صفن یاه/صفنیاه Zephaniah

۳۸ حجی حجای حجایی/حجی Haggai

۳۹ زکریا زکریا زکریاه Zechariah

۴۰ ملاکي ملاخی ملاکي Malachi

۴۱ طوبیا طوبیا طوبیا Tobit

۴۲ باروک باروخ باروک Baruch

۴۳ یهودیت یهودیة یهودیت Judith

۴۴ لومړی مقابین مکابین الاول ۱ مکابین 1 Maccabees

۴۵ دوهم مقابین مکابین الثانی ۲ مکابین 2 Maccabees

۴۶ د کلیسا نصیحتونه النصایح پند اور نصایح The Prayer

ددې کتابونو شمېر په ځینوبایبلو کي (۴۵) په ځینو کي (۴۶) او په ځینوکي (۴۷)دي، د ا ځکه چي په ځینو بایبلو کي د(یرمیاه لیکونه-مرثې) بېل کتاب دی او په ځینو کې د یرمیاه د کتاب سره یوځای دي. ما چي د کومو بایبلو څخه دا نومونه را اخیستی دی هغه دادي.

وبل لور ته مشرقي ارتودوکس (Eastern Orthodox Church) کلیسا بیا دا عهدنامه پر(۵۱) کتابونو باندی مشتمله بولی ددوی په بایبلو کي ئې شمېر همدا دی، مشرقي ارتودوکس کلیسا پخپلو بایبلو کي (۱اسدراس1Esdras ، ۲ اسدراس 2Esdras، ۳مکابین 3 Maccabees ، ۴مکابین 4 Maccabees او۱۲ کوچنی پیغمبران 12 Minor Prophets) اضافه لري؛ همدارنګه کاتولیکان بیا دا عهدنامه قدیم (۴۶،۴۵) کتابونه بولی لکه چي پور ته لیکل شوی دی او پروتستان بیا همدا کتابونه (۳۹،۳۸) بولی چي ددې څخه مطلب او موخه داده چي پروتستان پخپلو بایبلو کي (باروک، طوبیا، یهودیت، دانش، واعظ، لومړی مقابین او دوهم مقابین، دریم مقابین، څلورم مقابین،لومړی اسدراس، دوهم اسدارس، او۱۲ واړه پیغمبران) نلري.

و ټولو عیسایانو ته (۳۸) کتابونه د عهدنامه قدیم مسلم او د منلو وړ دي، په دې کي (استیر) هم مشکوک دی، پر دې د ټولې عیسایی نړۍ اتفاق دی.

په عمومي ډول سره هغه کتابونه چي د عیسایانو ور باندی اختلاف دی هغه ۱۴ کتابونه دي چي پورته ذکرشول.

سامري فرقه (Somarians) چي د فلسطین د سامره و ښار ته منسوبه ده او اوس ودې ښارته (نابلس) ویل کيږی، دا فرقه د عهدنامه قدیم صرف لومړی ۷ کتابونه تسلیموی او نور ټول غلط بولی هغه ۷ کتابونه دادي:

( پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، تثنیه، یوشع، قاضیان)

وبل لورته خپله عیسایی علماء وایی چي د ا ډله یواځی د بایبل پنځه کتابونه (پیدایښت،خروج،لاویان،اعداد،تثنیه) الهامي بولی او بس. په بایبل کي ودې پنځوکتابو (پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، استثناء) ته تورات ویل کيږی، او دوی دا کتابونه و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب کړیدي۔ چي په دې خپله عیسایی نړۍ د ډېرو اختلافاتو ښکارده۔

که یوعالم خپل ټول عمر د بایبل په اختلافاتو کي صرف او تېر کړی بیا هم امکان نلری چي ټول اختلافونه سره راټول کړي، د یوه عیسایی مرکز څخه بایبلونه چاپ شوی دي په یوه کال ئې یوبایبل یو شانته وي او په بل کال هغه بایبل و بل شانته وي، کله د بایبل یوکتاب یوځای وي او کله بیا بل ځای وي ، داسی خو ډېر شته چي کله یوه فقره یاډیري فقرې په یوه کتاب کي وي او کله بیانه وي، همدا اختلافات او ناورین به ترقیامته پوری دوام ولري دا ځکه چي د بایبل په تعریفونو کي موږ وویل چي دا کوم الهامي او الهي کتابونه نه دي بلکې دا د انسانانو په لاسونو لیکل شوي کتابونه دي نو ځکه د خرافاتو،ټکرنو،غلطیانو، پوچوخبرو، فحشا او داسی نورو…. څخه ډک دي او هیڅکله به عیسایی نړۍ په دې ونه توانیږی چي له دې مشکلاتواو سرګردانۍ څخه خلاصون و مومي.

نوربیا…

Related posts