سپتمبر 19, 2020

بایبل پیژنده (۵)

بایبل پیژنده (۵)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیربایبل پيزندنه

د عهد نامه قديم ليکوالان څوک دي؟؟؟

۱: د اوسنی تورات  (Pentateuch)ليکوال څوک دی؟

عیسایی نړۍ په دې آند دی چي د عهدنامه قدیم دا پنځه کتابونه ئې و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب کړی دي او حال داچي ددوی دا ادعا ددې پنځوکتابونو د هرې فقرې په هکله غلطه ده، لکه چي رڼا به ورباندی واچول شي.

يوسی بېس(Eusebeus)  چي یو یهودي مشهور مؤرخ دی او ورسره نور څېړونکي دا وایی چي کتاب پیدایښت حضرت موسی علیه السلام هغه وخت ولیکي چي کله دی له خپل خسر(حضرت شعیب علیه السلام )سره په مدین کي ؤ، او تيوډورټ (Theodoret) چي یو مشهور عیسایی مؤرخ او راهب ؤپه دې آند دی چي حضرت موسی علیه السلام دا کتابونه هغه وخت لیکلی دي چي کله ئې د مصرڅخه بنی اسرائیل ایستله،او د یوه یهودی عالم موسی بن نکمان دا خیال دی چي دا هغه وخت لیکل شوی دي چي کله حضرت موسی علیه السلام ۴۰ ورځي په کوه طورکي ؤ؛ زیات په دې عقیده دي چي دا حضرت موسی علیه السلام هغه وخت لیکلی دی چي دی په مدین کي د حضرت شعیب علیه السلام سره ؤ، او حال داچي په دغه وخت کي حضرت موسی علیه السلام ته نبوت نه و ورکول شوی، نو ځکه دا کتابونه الهامي او الهي  نه دي.

او د کتاب خروج په هکله ګمان دادی چي دا هغه وخت لیکل شوی دی چي کله حضرت موسی علیه السلام د طور د غره څخه لوحې راوړلی او صندوق یی تیارکړ.
او د کتاب اعداد په هکله دا ګمان دی چي دا د مواب په دښته کي لیکل شوی دی، او د کتاب استثناء په هکله دا خیال دی چي دا هم د مواب په دښته کي د حضرت موسی علیه السلام د وفات څخه لږ مخکي لیکل شوی دی.

۲: دکتاب يوشع ليکوال:

ددې کتاب په لیکوال کي ډیر قولونه دي، حبرهارډ،ډیوډ ینی، هیوټ،بشپ پیټرک او ټاملائن او ډاکتر ګری په دې آند دی چي د ا حضرت یوشع علیه السلام لیکلی دی،د ډاکترلائټ فټ په آند دا فینخاس لیکلی دی،د کالون په آند دا کتاب العاذر لیکلی دی،د هنری په آندداکتاب یرمیاه علیه السلام لیکلی دی،د وانټل په آند دا کتاب سموئیل علیه السلام لیکلی دی.

۳: دقاضيانو ليکوال:

په دې کتاب کي هم ژور اختلافات شتون لری، ځینی علماء وایی چي دا فینخاس لیکلی دی،ځینی بیا وایی چي حزقیاه لیکلی دی، ځینی مؤرخین وایی چي یرمیاه علیه السلام لیکلی دی، ځینی وایی چي حضرت حزقیل علیه السلام لیکلی دی او ځینی وایی چي عزراعلیه السلام لیکلی دی، خو کره خبره داده چي دا کتاب حزقیاه لیکلی دی دا ځکه الهامي نه دی چي هغه نبی نه ؤ بلکې یو پاچا ؤ.

د قاضیانو د لیکلوکره نېټه معلومه نه ده،او په لیکوال کي ئې هم اختلاف دي دا کيدای شی چي سموئیل دي لیکلی وي،او درسته خبره به داوي چي د سموئیل نبی د دایرې یو کس لیکلی دی.

۴: د کتاب روت (راعوت) ليکوال:

ددې کتاب لیکوال یوه معما ګرځېدلې ده،ددې کتاب لیکوال هم معلوم نه دی خو داسی ویل کيږی چي ددې کتاب لیکوال به سموئیل وي.

ځینی وایی دا د حزقیاه لیکنه ده، ځینی وایی دا د عزراعلیه السلام لیکنه ده، ، په هر صورت په دې کي هم ژور اختلاف شته او محققین وایی چي دا کتاب حزقیاه لیکلی دی نو ځکه دا الهامي نه دی.

۵: د کتاب سموئيل ليکوال:

داسی ویل کيږی چي د لومړی سموئیل ۲۴ بابونه حضرت سموئیل علیه السلام لیکلی دي،نور پاتی بابونه او دوهم سموئیل بیا ګاډ او نتهان لیکلی دی دا تر اوسه نه ده معلومه چي څومری ګاډ او څومری نتهان لیکلی دي.

دلته موږ نشو کولای چي د سموئیل لیکوالان معلوم کړو د تاریخ څخه دا څرګندیږی چي کيدای شی دا کتاب سموئیل، ناتنا او جاد په ګډه سره لیکلی وي. دا هم ویل کيږی چي دا کتاب د رجعام پاچاه په وخت کي لیکل شوی دي.

۶: د پاچايان او تواريخ ليکوالان:

په لومړی او دوهم پاچایانو کي هم ژور اختلافات تر سترګو کيږی ،ځینی وایی چي دا حضرت داؤدعلیه السلام، حضرت سلیمان علیه السلام او حزقیاه لیکلی دی او د خپلو پاچاهیو حال ئې پکښې لیکلی دي، او ځینی بیاپه دې آند دي چي دا کتابونه ګاډ، نتهان، اشعیاعلیه السلام، یرمیاه علیه السلام او په یهودو کي نورو مبعوث شوو پیغمبرانو لیکلی دي.

د لومړیو ورځو تاریخ او دوهم تاریخ، ځینی خلک په دې ګمان دي چي حضرت عزرا علیه السلام لیکلی دي،او دایی د حضرت حجی علیه السلام او حضرت زکریا علیه السلام په مرسته سره لیکلی دي، ځینی بیا په دې آند دي چي ددې لیکوال هم هغه څوک دی چي پاچایان یی لیکلی دي.

د یهودو په سپیڅلي کتاب مشنا کي راغلی دي چي ددې کتاب لیکوال یرمیاه دی،لیکن دا د امکان څخه وتلې خبره ده،اصل خبره داده چي ددې کتاب لیکوال یو نوم ورکي کس دی او ضرور به د یرمیاه علیه السلام هم عصره ؤ

تواریخ د یهودو په آند عزرا به لیکلی وي په ۴۵۰ قبل المیلاد کي.

۷: د کتاب نحمياه ليکوال:

انهانیشیس، اپی نی نیس او کریزاسټم او نور په دې فکردي چي ددې کتاب لیکوال حضرت عزرا علیه السلام دی، او ځینی بیا وایی چي دا د نحمیاه لیکنه ده،او اکثره په دوهم قول باندی اتفاق لري.

و بل لورته د نحمیاه د حکلیاه د زوی په هکله هیڅ معلومات نشته.

۸: د کتاب ايوب ليکوال:

د ایوب د کتاب حالت ډیر بد دی،یهودي علماء لکه ممانی ډیر، لیکلرک، هیکالس، سملر او بشپ اسټاک او نور وایی چي ایوب محض یو فرضی  او افسانوی نوم دی او کوم کتاب چي ده ته منسوب دی دا صرف یوه افسانه ا ودرواغ دي؛ او بل لورته کامټ، کانټل او نور بیا وایی چي یا ایوب علیه السلام په واقعیت کي یو شخصیت ؤ.

هغه علماء چي په دې قایل دي چي حضرت ایوب علیه السلام یو واقعی کس ؤ ددوی تر منځ بیا اختلاف شتون لري څوک وایی چي دی د حضرت موسی علیه السلام همعصره ؤ، ځینی وایی چي دی د یوشع علیه السلام څخه وروسته د قاضیانو په دوره کي ؤ،ځینی په دې آند دي چي دی داهاسی رُوس یا د ایران د پاچاه د اردشیر په وخت کي ؤ،او ځینی بیا په دې خیال دي چي دی د حضرت سلیمان علیه السلام هم عصره ؤ، ځینو د بخت نصر ځینو د حضرت یعقوب علیه السلام ددورې کس بللی دی؛ځینی په دې عقیده هم دي چي دی د حضرت ابراهیم علیه السلام و کنعان ته تر راتګ مخکي ؤ.

بل اختلاف په دې کي دی چي په کتاب ایوب کي په لومړۍ فقره کي د(عُوص) نوم راغلی دی ، دا نه ده جوته چي دی د کوم ځای ؤ؟ بوچارټ، سپاټهم، کامټ او نور په دې باور دي چي دی د عربو په یوه ریګستاني سیمه کي واقع ؤ؛مکالس او الجن بیا دده ځای دمشق بولی،بشپ لوړ،ارچ بشپ ماجی،ډاکټرهیلز، ډاکټر ګوډ او نور متاخرین په دې عقیده دي چي دی د غوط او د ادومیه دی.

بل غټ اختلاف په دې کي دی چي ددې کتاب لیکوال الیهو دی ،ځینی وایی حضرت ایوب علیه السلام دی،ځینی وایی لیکوال ئې حضرت موسی علیه السلام دی، ځینی په دې باور دي چي لیکوال ئې حضرت سلیمان علیه السلام دی، ځینی وایی چي اشعیاعلیه السلام یی لیکوال دی، ځینی په دې عقیده دي چي ددې لیکوال د پاچامنسی د زمانې یو نوم ورکي کس دی،ځینی بیا وایی چي لیکوال یی حزقیل علیه السلام دی، ځینی په دې آند دي چي لیکوال ئې عزراعلیه السلام دی او الجن بیاپه دې یقین سره دی چي ددې کتاب لیکوال د الیهودا د اولادې څخه یو څوک دی.

اوسنیو څېړنو دا ثابته کړیده چي دا کتاب د یوه لیکوال لیکنه نه ده، بلکې ډیرو لیکوالانو لیکلی دی، چي دا ددې کتاب له متن او بطن څخه معلومیږی.

ددې کتاب لیکوال نامعلوم دی،خویهودي ثقه معلومات وایی چي دا د موسی لیکنه ده،خو دا د امکانه څخه لیری ده،کره خبره داده چي ددې کتاب لیکوال نامعلوم دی، او دا کتاب غالباً د سلیمان علیه السلام په وخت کي لیکل شوی دی.

۹: د زبور ليکوالان:

اوریجن، کریزاسټم، آګسټاین،انبروس، یوتهیمیس او نور په دې آند دي چي ددې کتاب لیکوال حضرت داؤدعلیه السلام دی،و بل لور ته هیلری، اتهانیشیس، جیروم، یوسی بیس او نورپه دې باور دي چي ددې لیکوال حضرت داؤدعلیه السلام نه دی، هارن صاحب وایی چي لومړی قول په دې غلط دی چي ددې کتاب ځینی برخې د حضرت داؤدعلیه السلام څخه مخکي لیکل شوي دي او ځینی برخې ئې وروسته لیکلی شویدي،د بایبل ځینی مفسرین په دې عقیده دي چي د ازبور د مکابینو په زمانه کي لیکل شویدی، ځینی بیا وایی:

– هغه زبورونه چي لیکوال یی معلوم نه دی هغه ټول ۳۰ دي.

– هغه زبورونه چي حضرت موسی علیه السلام لیکلی دي ټوله ۱۰ دي.

– هغه زبورونه چي حضرت داؤدعلیه السلام لیکلی دي هغه ټوله ۷۱ دي.

– هغه زبورونه چي اساف لیکلی دي هغه ټول ۱۲ دي.

ځینی څېړونکي بیاوایی چي اساف هیڅ زبورنه دی لیکلی.

– هغه زبورونه چي د قورح درې زامنو لیکلی دي هغه ټول ۱۱ دي.

– هغه زبور چي هیمان لیکلی دی هغه یودی (۸۸ زبور).

– هغه زبورچي اتهان لیکلی دی هغه یودی (۸۹ زبور).

– هغه زبورونه چي حضرت سلیمان علیه السلام لیکلی دي هغه ۲ دي (۷۲،۱۲۷زبورونه)

– هغه زبورونه چي جدوتهن لیکلی دي هغه ۳ زبورونه دي.

لنډه دا چي د(۳۰) زبورو هیڅ لیکوال معلوم نه دی،ځینی په دې آند دي چي زبور نورو لیکلی دي او یوځای کړی داؤدعلیه السلام  دي،بیا دا د زبورونو یوځای کيدل ددې په وخت کي هم کافی اختلاف شتون لري، ځینی وایی چي دا د حضرت داؤدعلیه السلام په زمانه کي سره یوځای شوي دي، ځینی بیاوایی چي د حزقیا په زمانه کي سره یو ځای شوي دي او ځینی بل څه وایی.

د زبورو په نومونو باندی هم ژور اختلاف شته،اکثره په دې عقیده دي چي د زبورو چي کوم نومونه دي دا د نوم ورکو کسانو نومونه دي . او دوی نبیان نه وه، چي له پورتنیو څیړنو څخه دا جوته شول چي زبور کوم الهامي او الهي کتاب نه دی.

۷۳ زبورونه و داؤدعلیه السلام ته منسوب شوي دي،ددې نور لیکوالان دادي: آسف،بنی قورح،سلیمان،ایتان،او په ډیرو زبوروکي شک شته، ا ودا د داؤد نه  دي چي دا کره خبره ده،دا د داؤد سره هیڅ تعلق نلری.

۱۰: د امثال ليکوال:

ځینی په دې باور دي چي ددې لیکوال حضرت سلیمان علیه السلام دی،دا قول په دې باندی غلط دی چي د جملو د تکرار او اختلاف څخه معلومیږی چي دا د حضرت سلیمان علیه السلام لیکنه نه ده ،او همدارنګه (۳۰او۳۱ بابو) څخه دا پوره معلومیږی چي دا د حضرت سلیمان علیه السلام لیکنه بلکل نه ده،و بل لور ته جمهورعلماء په دې یقین سره دي چي د حزقیاه،اشعیا، عزرا او نورو سره راټول کړیدي.

۱۱: د کتاب جامعه (ټولنه) ليکوال:

څه علماء په دې باور دي چي دا د حضرت سلیمان علیه السلام کتاب دی، مشهور یهودی عالم رب قمچی بیا وایی چي د اشعیاعلیه السلام کتاب دی،د تلمود علماء وایی چي د حزقیاه کتاب دی ،مشهور عیسایی عالم جهان او د جرمنی ځینی علماء بیا وایی چي دا هغه وخت لیکل شوي دي چي کله یهود د بابل د قید څخه خلاص شول؛زرقیل بیا وایی چي د اد انتیوکس ایپی فانس په زمانه کي لیکل شوی دی، کله چي یهود له بابل څخه خلاص شول ، دی زیاتوي چي  ددې کتاب ټوله مضامین له مقدسو کتابو د فهرست څخه وغورځوی او ویل یی چي دا د بدو عاتو او خرافاتو څخه ډک کتاب دی،چي بیا وروسته بیرته د مقدسو کتابو په لړکي راغلی.

۱۲: د غزل الغزلات (نشيدا لانشاد) ليکوال:

ددې کتاب نسبت ځینی و حضرت سلیمان علیه السلام ته کوي ،ډاکټر کنی کاټ او ځینی متاخرین علماء په دې باور دي چي داځکه د حضرت سلیمان علیه السلام لیکنه نه ده چي دا د حضرت سلیمان علیه السلام د وفات څخه وروسته لیکل شویدی ؛ د سوشیابشپ پادری تهیوډور چي په پنځمه پیړۍ کي تیرشوی دی پر دې کتاب او پرکتاب ایوب باندی ډیر بد ویله،سیمن او لیکلرک خو بیا ددې دوو کتابونو رښتیولی په هیڅ ډول سره نه تصدیقول،وشتن بیا په دې نظر ؤچي دا بې ځایه او ناجایزه غزلې دي او دا باید له مقدسو کتابو څخه وایستل شي،د سیملر قول دی چي دا کتابونه جعلی دي، وارډکيتهوليک پخپل کتاب اغلاطنامه کي لیکلی دي چي دا حکم صادر شوچي باید دا کتاب له عهدعتیق څخه خارج شی دا ځکه چي په دې کي ناجایزه غزلی دي.

دا نظمونه زیات خلک و سلیمان علیه السلام  ته منسوبوی ،بابابتهرا په دې آند دی چي غزل الغزلات د حزقیاه کاتبانو لیکلی دي.

۱۳: د کتاب حزقی ايل ليکوال:

د یهودو د علماء په دې کتاب کي زښته ډیر اختلاف دی، چي ایا موږ دا کتاب په مقدسو کتابو کي شامل کړو که یا؟ ځیني وایی چي ددې لیکوال یشوع بن سیراخ دی.

۱۴: دکتاب داني ايل (دانيال) ليکوال:

زیات یهودي علماء په دې باو ر دي چي  که دا کتاب به دانیال لیکلی وي نو هغه خو نبی نه ؤ او هغه د بابل د پاچاه یوملازم ؤ نو ځکه دا نشو ویلای چي دا کتاب دی الهامي وي؛ نور بیا وايي چي

دا کتاب په ۱۶۵ ق م کي یوه نوم ورکي کس لیکلی دی،یا ددې لیکوال یو یهودي مدیرؤ.

۱۵: د کتاب يوئيل ليکوال:

د انه ده جوته چي دا کتاب کله لیکل شویدی؟او همدارنګه د یوئیل علیه السلام په هکله هم معلومات نشته چي چیری او کله تیر شویدی؟ کله چي د یوه کتاب لیکوال نامعلوم وي نو کتاب به ئې هم بې درکه وي،رب قمچی او نور وایی چي یوایل د یورام د پاچاهۍ په دوره کي ؤ،ارچ بشپ نیوکم،او لام جارچی او نور یهودی علماء بیا وایی چي یوایل د منسامین په دوره کي ؤ،و بل لورته ټارنوویس، اکرمن، کامټ او نور بیا وایی چي یوایل د یوسیا د حکومت په دوره کي تیر شویدی؛ او روټ، رنکامولډن، هور، روزن ملر، ابارنبل او نور په دې یقین سره دي چي یوایل د عزیا د حکومت په دوره کي تیر شویدی.

ددې کتاب د لیکلواټکل کول محاله دی،ددې کتاب لیکوال کيدای شی د عاموس او هوسیع هم عصره شوی وي، یا ددې کتاب لیکوال یو نبی ؤچي د فتوایل زوی ؤ.

۱۶: د کتاب عوبديا ليکوال:

و هیچاته معلومه نه ده چي دا کتاب کله لیکل شویدی؟ جیروم او نور یهودي علماء په دې باوردي چي  دا کتاب عبدیا لیکلی دی او دا هغه عوبدیا دی چي د اچاټ د پاچاه په زمانه کي د یوه ولایت والي ؤ، نور څیړونکي بیا وایی دی د یوسیاله لوری د بیت المقدس لپاره مقرر کړل شوی ؤ،د ډیوپن وینا ده چي دا کتاب د احاز د حکومت په دوره کي لیکل شویدی،و بل لورته کروټیس، هیوټ، ډاکترلائټ فټ او نور مفسرین بیا وایی چي د هوشیع، یوایل او عاموس په زمانه کي لیکل شویدی، د لوی بشپ نیوکم دا خیال دی چي دا کتاب د یرمیاه علیه السلام په زمانه کي لیکل شویدی.

ددې کتاب لیکوال په۵ ق م پیړۍ کي ژوند کاوه،او دی د پاچا اخی اب خدمت ګا ر نه ؤ،او نه هم د عزرا سالار ؤ دا کتاب عبدیاه نبی ته منسوب دی.

۱۷: د کتاب ناحوم (نحمياه) ليکوال:

ددې کتاب زمانه هم معلومه نه ده، څوک وایی چي دا نحمیاه علیه السلام د یو تام د حکومت په دوره کي لیکلی دی، او ځینی بیا په دې نظر دي چي دا کتاب د۷۱۵ ق م په شاوخوا کي لیکل شویدی.

ناحوم نبی د(القوش) اوسېدونکي ؤچي ګمان داسی کيږی چي دی په یهوداکي ؤ،دده د نبوت درسته نېټه وچا ته معلومه نه ده؛ لیکن کيدای سي چي دی په ۶۶۴ ق م، یا۶۶۳ ق م کي ؤ.

۱۸: د کتاب حبقوق ليکوال:

دا هم د نورو کتابونو په شان نامعلوم او سرګردانه  دی، ځیني په دې فکر او آند دي چي دا کتاب د منسامین د حکومت په دوره کي لیکل شویدی،لوی بشپ اشریهویاقیم بیا وایی چي دا د یرمیاه علیه السلام په دوره کي لیکل شویدی،او دلیکوال دا هم نه ده معلومه چي دی په کوم قوم او ټبرپوری تړلی ؤاو په کومه علاقه کي ؤ.

د حبقوق نبی په هکله معلومات چي خپاره شويدي دا ټول اټکل او ګمان دی،ددې کتاب د لیکوال او د لیکلو نېټه هیڅ نه ده معلومه، داسي معلومیږي چي دا به په(۶۰۵) ق م کي لیکل شوی وي.

۱۹: د کتاب ملاخيا، ملاخی (ملاکي) ليکوال:

د ارجن وینا ده چي په اصل کي ملاکي د انسان د نسل څخه نه ؤ بلکې هغه یوه فرشته وه او د انسان په شان ئې  ځان تراشلی ؤ،کامټ، جیروم او نور بیا وایی چي  ملاکي په اصل کي دا د عزر ا دوهم نوم دی،البته روزن ملر بیا وایی چي دا کس د عزرا څخه بېل کس دی،ارچ بشپ نیوکم بیا وایی چي داکس په ۴۳۶ ق م کي تېر شویدی ،ډاکټرکنی کاټ بیا وایی چي دا شخص په ۴۲۰ ق م کي تېرشویدی.

دا هغه کتابونه ؤه چي دټولومسيحی علماءورباندی اتفاق دی.

نور بیا…

Related posts