Home » دماشومانو اسلام » . په ذده کړه دماشومانو وهل؟؟

. په ذده کړه دماشومانو وهل؟؟

ژ: فرهاد اتل

دماشومانو د ذده کړو په اړه دا انګېرنه عام ده چې له وهلو اوډارولو پرته په سمه توګه ذده کړې نه کوي ، خو دا ناسمه ده ځکه تجربې ښودلي چې په وهلو او ډارولو ماشوم زړه تورن او د سبق نه په متنفر کېدو ذده کړې نیمګړې پریږدي او له مدرسې یا ښوونځي نه تښتي.

د درس و تدریس باره کې اسلامې لار ښوونې دادي:

* چې ښوونکی ـ مدرس به له زیاتې نرمۍ کار اخلي او هیڅ سخت مزاجې به نه کوي الله  (جل جلاله ) رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته وایي:

فَبِمَا رَ حمّةِ مِنَ اللهِ لِنتَ لَهُم وَ لَو کُنتَ فَظَاً غَلِظَ القَلبِ لَا نفَضُوا مِن حَولِکَ (۱)

پس دالله (جل جلاله ) د رحمت په وجه ته دخلکو لپاره نرم خویه شوي که ته بدخویه او سخت زړی وي نو داخلک به له تا تیت شوي وو

هم درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ارشاد دی:

زه په هره معامله اسانې کونکی معلم را لیږل شوی یم.(۲)

ددې ارشاداتو په رڼا کې معلومه شوه چې   ذده کړه په وهلو نه بلکې په مینه او محبت مندل کېږي، غمیزه داده چې نن سبا ځيني استادان ماشومان په بې رحمانه ډول وهي، کله چې په ماشوم زده کونکي په لښته یا چوکه وهي ته به وایي مالوچ وهي! دغه مهالهغه دیته فکر نکوي چې لښتنه یاچوکه د ماشوم پر کوم ځای نښلي، او له امله یې هغه ته دڅومره زیان اوښتو اندیښنه ده؟ ځیني استادان لیدل کېږي چې ماشومان په هډو کوسخت،سخت وهي؛ په لغتو اوسو کونویې وهي، ماشومان سوک پوک له لاسو اوپښونه وتړي او بیا یې په ډېره بې رحمۍ سره په چوکو اولښتو وهي. چې داټول داسلامي لارښوونو مخالف وهل دي دقرآن و سنت، دسلفو او خلفو له افکارو سره سمون نلري.

دلته د دې خبرې سپیناوی هم ضروري دی چې ذده کونکو ته دجرمونو له امله سزاورکول باک نلري، هم دعلم او ادب ښودو په نیت دضرورت په اندازه سزا ورکول جواز لري، چې په اړه یې شریعت حدود ټاکلي دي، په جرمونو سزا ورکول خو قرآن ټاکلې ده، مثلاً میړه اجازه لري چې هغه ددې لپاره څو خپله میرمن د تعظیم دایرې ته راولي د روحې او رواني سزا په ډول له هغې خپله بستره جلا کړي که روحي او رواني سزا په هغه تاثیر ونلري نو معمولي جسماني سزا هم ورکولي شي.پلار هم حق لري چې هغه ددي لپاره چې خپل بچی سهي لارې ته کړي ووهي په دې اړه چې دکوم حدیث حواله راوړل کېږي دهغه له مخې ماشوم ته په اووه کلنۍ کې دلمانځه حکم پکاردی، او په لس کلنۍ کې چې هغه لمونځ نکوي نو وهي به یي ،دحدیثو شارحین په دې حدیث سره استدلال کوي چې په تعلیمي او ښوونیزو ادارو کې د ماشومانو وهل یومخ ناروا نه دي   البته سخته سزا ورکول او ددډارولو لپاره هغه په کوتک وهل مضر او داسلامي شریعت له لارښوونو څخه سرغړونه ده.

ماشومان وهل! داسلامي فقهې په رڼا کې :

په اسلامي فقه کې دا تصریح شته چې دښوونکو( استادانو) لومړی مسؤلیت دا دی چې خپلو شاګردانوته په شفقت او محبت سره د درس ویلو اهتمام وکړي وخت په وخت هغوی ترغیب او تشویق کړي که کله دکوم شاګرد څخه تیروتنه وشي دوینا له لارې باید پوی کړي که په دي پوی شو چې وینا ګټه نلري بیا دې ورته سرزنښت ورکړي خو په دغه دوران کې دې د نامناسبو کلمو کارولو نه ډډه وکړي، که دي هم ګټه ورنکړه نوبیا دضرورت په اندازه سزا ورکول هم باک نلري خو په سزا ورکولو کې به څو خبرو ته پام لري:

۱…. دومره به یې نه وهي چې له امله یې دهغه په جسم کې کوم ژور زخم جوړشي علامه حفصکي ( رحمه الله ) وایی:

اذا ضرب المعلم الصبی ضرباً فاحشاً فِانه یعزر ویضمنه لومات(۳)

کله چې استاد ماشوم سخت وواهه! استاد ته به تعزیر ورکولی کېږي اوکه ماشوم مړشوپه هغه یې ضمان دی.

علامه ابن عابدین (رحمه الله ) وایي

لیس له أ ن یضربها فی التأ دیب ضرباً فاحشاً وهوالذی یکسر العظم أو یحرق الجلد أویسوده.(۴)

داستاد لپاره نده روا چې شاګرد ته دادب ښودو په غرض دومره سخت ووهي چې آن هډوکي یې مات شي څرمنه ډاډه شي یا پوستکی یې تور شي.

۲…. ماشوم دسزا زغملو تحمل ډېر لږ لري رسول الله (2) یوه معلم ته وفرمایل:

اِیّاکَ أن تضرب فَوقَ الثلاث فاِنک اِذا ضربتَ فوق الثالث اقتص الله منک (۵)

له درې ګذارویې زیات مه وهه، که تا د دینه زیات وواهه الله (‘) به یې تانه قصاص اخلي.

۳…. په مخ به یې نه وهي، رسول الله(2) په مخ باندې له وهلو څخه منع کړیده، ملا علي قاري (F) وایي چې په مخ له وهلو څخه د ممانعت وجه داده چې مخ [اعظم الاعضاء] دی او دبدن دلطیفو او شریفو غړو ځای دی، که چا څوک په مخ وواهه نو ورباندې ضمان واجب دی څنګه چې علامه ابن عابد ین (F) وایي:

فلوضربه علی الوجه أو علی المذاکیر یجب الضمان بلا خلاف(۶)

که څوک یوتن په مخ ووهي یا دبدن په خاصو اندامونو یې ووهي نو داختلاف پرته په هغه یې ضما واجب دی.

په شامي کې دي:

اِذاضربها بغیر حق وجب علیه التعزیر واِن لم یکن فاحشا.(۷)

کله چې یوماشوم دقصور پرته ووهل شي نو په دې تعزیر ورکول واجب دی اګرکه ډېر یې نه وي وهلی.

د درمختار له دي قول [له اِکراه طفله علی تعلیم القرآن وأدب وعلم]   څخه معلومیږي چې بد چلند کول اوپه سبق کې کوتاهې کول دواړه جرمونه دي چې په سبب یې ماشوم ته سزا پکارده.

۵…. سزا ورکول به د معتاد ضرب نه زیاته نه وي، که هغه کیفاً وي (لکه ماشوم پړمخ څملول او وهل)که کماً ( لکه د درې ګذارونو څخه زیات نه وهل)که محلاً وي ( لکه په مخ او مخصوص اندام وهل)په شامي کې راغلي که هرچا دمعتاد ضرب نه زیات وهل وکړل ورباندې ضمان واجب دی.

سزا! اونوي رواني ښوونیز تحقیقات:

له نویو ښوونیزو رواني څېړنو ثابیتږي چې طالبانو ته داخلاقي جرمونو له کبله سزا ورکول پکاردي، ددې پرته نوري جسماني سزاګاني د ذده کونکو په ښوونیز عمل ناوړه اغیز فریباسي، نو له دې دامکان تر حده معلم او ښوونکي ته پکاردي چې دجسماني سزا ورکولو ډ ده وکړي ځکه سزا دذ ده کونکي وقار او خپلواکې مجروحوي او د استاد سره دهغه کینه پیدا کوي او ډېر خلي زده کونکی خپله تعلیمي سلسله پخپله پای ته ورسوي نو اړتیا ده چې استاد باید دماشومانو دارواپوهنې په اړه علم ولري امام غزالي (F) وایي:چې دتدریس پرمهال دطالب رواني حالت ته په پام خپلې تدریسې چارې تنظیم کړي.

مسلمان مفکران : تعلیم او سزا

۱…..ابن خلدون  رحمه الله

ښه په یاد ولرئ چې دذ ده کړو په لړ کې بې ځایه وهل ټکول مضردي په خاصه توګه دماشومانو په حق کې، ځکه چې دا د استاد دناسمې روزنې او غلط تربیت نښه ده، چې هغه یې پالنه په وهلو اوغوسې په سړولو کوي که زده کونکی ماشومان وي اوکه وینځې – غلامان – یا نوکران ، دهغوی په زړه او مغزو داستاد قهر نقش جوړوي چې داد هغوی خورانو په ذهن باندې بوج ګرځي په دې سره دهغوی حوصلط ماتې او کمزورې کېږي دعلم دحصول جذبه یې ځي، په طبعیت کې یې مستي او خپلسرې پیدا کېږي بلکې ډېر ځلي یې دماغ له کاره لویږي دتشدد په وجه ماشوم په دروغو روږدی او د بدباطن څښتن ګرځي خپلواکې تري سلبیږي یعنې تشد د ماشوم ته فریب،مکر او دوکه بازۍ تعلیم ورکوي.(۸)

۲…. امام غزالي   رحمه الله تعالی

کله چې استاد دماشومانو سره بد سلوک کوي ورته نصیحت پکاردی خو ورته دسزا ورکولو په صورت کې هغه په ښکاره اړکول پکاردي چې له تشدد ډ ډه وکړي، ځکه په دې سره دذ ده کونکي او استاد ترمنځ داحترام پرده لري کېږي (۹)

۳…. ابن حجر رحمه الله

استاد حق نلري چې ماشوم ته سخته سزا ورکړي څو چې دپلار یا کوبل سرپرست څخه اجازت نه وي ترلاسه کړی(۱۰)

۴…. معلم تیونس AI.Qaliahi

که استاد صاحب ناراض و،په دې صورت کې وهل پکاردي ولې چې په دغسي وخت کې دهغه ذاتي احساسات حالات مسخ کولی شي همدې معلم په یو بل اصل ټینګار کړی دی هغه دادی چې استاد دخپلو شخصي وجوهاتو له کبله سزا ندي ورکول پکار(۱۱)

……………………………………………………………….

۱…. آل عمران: ۱۵۹     ۲….. مسلم ۲ټوک ۱۱۰۴مخ.     ۳….. الدر المختار ۴ټوک ۷۹مخ دارلفکربیروت

۴ردالمختار۴ټوک ۷۹مخ.   ۵…. دردالمختار په حواله ۶ټوک ۴۲۶مخ. ۶…. ردالمختار۶ټوک ۵۶۶مخ. ۷….فتاوی شامیه ۴ټوک ۷۹مخ.     ۸…. د ابن خلدون مقدمه ۲برخه ۴۶۵مخ.     ۹….اردو ترجمه اسلامک سسټم آف ایجوکیشن، چاپ مجید بک ډپو لاهور له ۳۷۳ـــ۴۲۳ مخ     ۱۰…. یاد اخذ لیک     ۱۱…. یاد اخذلیک

About admin