Home » بېلا بېلي لیکني » اسلامي امت ته له ورپېښو مشکلاتو نه د وتلو لار!

اسلامي امت ته له ورپېښو مشکلاتو نه د وتلو لار!

 

م . احمدګل ريان

د يويشتمې پېړۍ د لومړي سهار لمر د ختيځ په هسکو څرک وواهه او ژيړي وړانګې يې په درو او ځنګلونو خورې شوې، هماغه وو، چې د لويديځ تورې شپې ته په ختيځ کې روان حالت له برداشت ووت او په دې هڅه کې شو، چې خپل تورتم يو ځل بيا په شرقي څوکو او لمنو وغوړوي، خپل له وحشت ډک زړه د ختيځوالو د وينو په تويولو تش کړي او له دې لارې په ګرده اسلامي نړۍ د واک چلولو تنده خړوب کړي، دغې ورځې داسي ښکاروله چې غرب په شرق باندې د يرغل لپاره همدا ورځ ټاکلې وه او راتلو ته يې انتظار و.

دې ورځې د قيامت يوه ليوه نښه ښکاره کړه، د قيامت د رانژدې کېدو او اخري زمانې په لويو نښو کې دا هم يادېږي ،چې کفار به په مسلمانانو داسي حمله وکړي، لکه په دستارخوان باندې چې وږي انسانان له يوې او بلې خواراټول شي، دا په داسې حال کې چې د مسلمانانو تعداد به ډير شوی وي ( لکه همدا نن چې ده )؛ داسي به ځکه کيږي، چې د مسلمانانو په زړونو کې به د دنيا محبت محکم ځای نيولی وي، نن بالکل همدا حالات وينو.

د اسلام دښمنانو د يويشتمې پېړۍ په راتلو سره په اسلامي هيوادونو يرغلونه پيل کړل، دا يرغلونه يا مخامخ او يا هم په غير مستقيم شکل په مخ روان شول، په عراق او افغانستا مخامخ بريدونه، د مسلمانانو په بنديخانو کې شکنجه کول، د ديني شعايرو سپکاوی او په ځينو هيوادونو کې د مسلمانانو حکومتونو د ړنګولو لپاره د پيسو په بدل کې له يو شمېر منافقو او په نوم مسلمانو وګړو څخه استفاده کول او د دوی له لارې د مسلمانانو تحقير او زورول او دغه راز د ميډيا له لاري مسلمانانو ته روحاً تکليف رسول، دا ټول هغه څه وو، چې د دې پېړۍ له راتلو سره سم پيل شول، مغرب که څه هم نن سبا د مجاهدينو له لاسه يو دردونکی خجالت زغمي، خو بيا يې هم لاس، پښې او خوله له حرکته نه دي غورځېدلي او په دې فکر کې دی ،چې د اسلامي نړۍ نژدې( ۶۰ )هيوادونه نور هم په تکړو وويشي، دې فکر ته لومړی په افغانستان او عراق کې د عمل جامه اغوندي، چې کيدای شي وروسته يې په نوره اسلامي نړۍ هم په عمل کې پلی کړي، په يادو دوو او نورو اسلامي هيوادونو کې به دوی ته لویه موقع لساني او مذهبي تعصب او اختلاف په لاس ورکوي.

آخر دا هرڅه ولي؟، مسلمانان چې ترڅو په دنيا کې د ترقي او تکاثر د مغربي سراب تر شا منډي ترړي وهي؛ همداسي به د دوی تحقير او تذليل جاري وي او د دين او عقيدې توهين به يې کيږي، دوی که غواړي له ورپېښو ناخوالو ځان خلاص کړي او له دنياوي ترقي علاوه اخروي کاميابي هم ترلاسه کړي؛ نو بايد خپلو اعمالو، قيادت، سمع و الطاعة، تعليم او تربية، کورنۍ او ټولنې او دغه راز ځينو نورو مهمو امورو ته توجه زياته کړي، دغه امور په لاندي کرښو کې په لنډ ډول يادوو.

۱ – په صادقه او کامله توګه په اسلام کې داخلېدل:

موږ په خپل تخلف او راپيښو مشکلاتو اعتراف کوو؛ نو له دې مشکلاتو او امراضو څخه د ځان خلاصولو لپاره تر ټولو لومړی بايد په رښتينې توګه د الله تعالی لور ته وګرځو، په اوامرو عمل وکړو او له هغه څه ځان وژغورو چې شريعت کې ترې منع شوي يو، الله جل جلاله فرمايي چې: تر هغو د يو قوم حالت نه بدلوي، تر څو يې هغوی په خپله بدل نه کړي، نو مسلمان بايد خپل اعمال احسن، اسلم او احوط ته بدل کړي، ترڅو يې الله تعالی وضعيت په ښه واړوي، که داسي ونه کړي؛ الله تعالی به يې په همدې تذليل او تحقير کې د زمکې له سره واخلي او په ځای به يې داسي قوم پيدا کړي چې د الله تعالی رښتنيني بندګي وکړي.

۲ – جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر:

مسلمان بايد خپل اولاد ته جهادي تربيه ورکړي، له جهاد سره يې مينه پيدا کړي او موت في سبيل الله ورزده کړي؛ ځکه چې همدا جهادي هڅي به يې له دښمنانو ژغوري، نبي عليه السلام فرمايي چې: ولن يصلح حال آخر هذه الأمة الا بما صلح به حال اولها، بالکل همداسي ده، د ننني مسلمان حالت به په جهاد سره سميږي؛ ځکه د امت د اولنيو خلکو وضعيت هم د جهاد په برکت سم او صالح وو، کله چې دښمن له شرق، غرب، شمال او جنوب نه په مسلمانانو يرغلونه پيل کړي نو د حل لاره يوازي او يوازې جهاد دی، نو ففروا الی الله!، خپل اولاد په جهادي تربيه وروزئ او امر بالمعروف او نهي عن المنکر ورزده کړئ؛ که مسلمان داسي ونه کړي او اولادونه يې داسې نرم روږدي شي چې نه د هوا د څپو او نه د لمر د وړانګو تاب ولري نو څنګه به له دښمن سره د مخامخ کيدو استعداد پکې پيدا شي؟.

۳ – اجتماع او خپلمنځي تعاون:

دغه جمله واضحه ده او هيڅ تفصيل ته اړتيا نه لري، يوازي دومره به ووايو چې مسلمان بايد خپله اجتماع ونه پاشي، سره يو شي، خپل دښمن ښه وپېژني او يوې خوا ته يې کړي.

۴ – د تعليمي منهج اصلاح او له فساد نه د رسنيزو وسايلو تصفيه کول:

مسلمانانو ته د ورپيښو مشکلاتو نه د خلاصون له مهمو لارو نه يوه دا هم ده چې خپل تعليمي منهج او په خپلو هيوادونو کې فعالې رسنۍ اصلاح کړي، دوی بايد په خپلو سيمو کې تعليمي نصاب او اموزشي برنامو ته ډيره توجه وکړي او خپل نصاب او تعليمي ادارې له هغو موضوعاتو او خلکو پاکې کړي چې اولادونه يې ورته په داسي تربيه روزي چې په پای کې په اصطلاح د دښمن تبر ته د لاستي کار ورکړي، دغه راز په مسلمانو هيوادونو کې د رسنيو اصلاح هم ډيره اړينه ده، دوی بايد خپلې رسنۍ ژورې مطالعه کړي، په نظر ورغلی فساد پکې له منځه يوسي، رسنۍ د ټولنې د اصلاح ذريعه وګرځوي او ديني او ملي ارزښتونو ته يې وفادارې کړي، که کومه رسنۍ د فساد په خپراوي ټينګار وکړي؛ بايد محو يې کړي.

۵ – پاک او مخلص قيادت:

مسلمانانو ته ضروري ده چې پاک او مخلص قيادت ولري، نن سبا چې مسلمان له کومو دربدريو سره مخ دي، د هغو لوي لامل د صاف او سپين قيادت فقدان دی، دغه جمود له ډيره وخته راروان وينو، زمونږ په هيواد کې د پاک او مخلص قيادت له منځه تلل او تر نن ورځې يې بيا راګرځېدل ځنډېدل دغه احساس راکوي چې دا د الله تعالی له طرفه يو ډول سزا ده؛ ځکه الله تعالی چې کله په يو قوم باندې خپل فضل او مرحمت لوروي نو يو مخلص قيادت يې نصيب کوي، او الله تعالی هغه وخت فضل او رحم کوي کله چې قوم په خپلو اعمالو شرمنده شي، په تيرو وختونو کې د موقع پرست او له اسلام نه بيزاره سياستوالو په برداشت ندامت ښکاره کړي او د زړه له اخلاصه د تبديلي غوښتونکي شي.

له ميلاد نه ۱۱/۱۲ سوه کاله وړاندي د بني اسرائيلو حالت خورا بد او له زغمه وتلی وو، په دوی د عمالقه په نوم يو سخت دريځه کافر قوم مسلط وو، په دې وخت کې بني اسرائل د عمالقه د تسلط او غلبې د ختمېدو او خپل حالت ښه کېدو غوښتونکي شول او له الله تعالی نه يې د شموئيل عليه السلام په توسط د مخلص قيادت تمنا وکړه، هماغه و چې الله تعالی د طالوت غوندې عظيم قايد ورنصيب کړ او په قيادت کې يې دوی په عمالقه غالب شول او د طالوت د لښکر يو ځوان ( داود ع ) د عمالقه سردار ( جالوت ) قتل کړ.

نو ضروري ده چې مسلمان ( هرچيرته چې دي ) په لومړي قدم کې د موجوده بدې اوضاع د تبديلي غوښتنکي شي او د زړه له تله په هغه زغم پښماني څرګنده کړي چې دا څه موده يې ترې کار اخيستی و او په نوم مسلمان قيادتونه يې زغملي وو، له دې وروسته زيات اميد شته چې الله تعالی په خپل فضل او کرم سره دردمند او صالح قيادت پرې ولوروي.

نننی مسلمان بايد د نژدې ماضي اجتماعي تأمين او مساوات ته وګرځي او دا څه سخت کار نه دی بلکې يوازې کلک هوډ ته اړتيا لري، د دې لپاره يوازي د قيادت لپاره د هغو اشخاصو تعين په کار دی چې مخکي تجربه شوي دي، د هغوی په قيادت کې د مسلمان ملت خوښ روح مشاهده شوی او په واک کې يې هغه تأمين او مساوات ليدل شوی چې اوس يې يوازي نوم ياديږي او بس، نو ماضي ته ګرځېدل او د زړه له تله له الله تعالی نه د نيک قيادت غوښتنه او د دې لپاره عملي ګام پورته کول هغه څه دي چې مسلمان له نني مشکل او نادود حالت نه ايستلی شي.

زمونږ هيوادوال بايد د اسلامي امارت دور ته وګرځي، هغه دور چې د اسلام د دوهم خليفه ( حضرت عمر رضی الله عنه ) د خلافت ژوندی مثال وو، هغه دور چې نر اوښځې، مسکين او دولتمند، حکومتي او رعيتي، لوړپوړي او ټيټ پوړي شخص ته پکې خپل حق ورکړل شوی و او له هر ډول فساد او شرعي کمزورۍ پاک قيادت وو، که هيوادوال داسي وکړي؛ نه يوازي به د پرديو د لاسپوڅو له واک نه خلاص شي بلکې يو ځل بيا به په خپل کلي کور او د وطن په لر او بر کې د خوښۍ سا واخلي او يو وار بيا به له هغه امن نه برخمن شي چې له خيرالقرون نه راپه دېخوا يې ( بده نه ده چې ووايو ) بيلګه نه ده ليدل شوې.

۶ – د فساد او افساد له وسايلو نه د ټولنې ساتنه:

وروستۍ لاره دا ذکر کوو، چې مسلمان بايد خپله ټولنه له پامه ونه غورځوي او په ټولنه کې رامنځته شوی فساد بابيزه ونه ګڼي، دا فساد په بيلو بيلو شکلونو په خپله ټولنه کې ليدلی شو، ټولنه مو د فساد او افساد له وسايلو ډکه ده چې بايد ويښ او با احساسه مسلمان وګړي يې د تطهير او تصفيې هڅه وکړي.

دا هغه لارې دي چې که عمل پرې وشي نو مسلمان به يو ځل بيا خپل عزت او مجد تر لاسه کړي او له هغو ناخوالو به په امن شي چې نن سبا ورسره مخ دي.

علامه اقبال او سيد جمال الدين افغان د مسلمانانو د دوباره نشاة لپاره خپلمنځي اتحاد او يو والی تر ټولو ضروري شرط بللی؛ مګر متأسفانه چې د نن زمانې مسلمان په دې خبره عمل نه دی کړی، مسلمان بايد پوه شي چې تر څو يې له ډلو ټپلو او لساني تعصباتو نه ځان نه وي خلاص کړی، تر هغو به يې دښمنان پامال او تبا کوي.

مسلمان بايد دغه دوه آياتونه هم په هيڅ وخت کې له پامه ونه غورځوي، الله جل جلاله فرمايي:

(كنتم خير أمة أخرجت للناس تأمر ون بالمعروف وتنهون عن المنكر وتؤمنون بالله)

او بل ځای کې فرمايي:

(واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا)

أقول قولي هذا، أستغفر الله لي ولكم ولسائرالمسلمين.

About admin