Home » بېلا بېلي لیکني » دامام ابوحنیفه په لوړ مقام دسترو علماؤ اعتراف

دامام ابوحنیفه په لوړ مقام دسترو علماؤ اعتراف

ليکوال : مفتي احمد نوري ضيايي

د حضرت امام اعظم صاحب مبارک علمي مقام او د مجتهدينو او مشايخو کرامو او نورو لويو علماوو او مصنفينو اقوال د ده مبارک  رحمه الله تعالی په هکله :

بايد ووايم چي که زه د ټولو علماوو او مصنفينو اقوال د امام اعظم صاحب  رحمه الله تعالی په هکله را جمعه کول وغواړم نو شايد دا کار زما دپاره غير ممکن وي او ډېر لوى کتابونه ځني جوړ سي خو بيا هم د (مشت نمونه خروار) په رقم دلته فقط په لنډ ډول د يو څو مشهوره کسا

نو اقوال د بعضي مشهورو کتابو څخه را نقل کول غواړم او يادونه کوم چي ډيروعلماوو کرامو د امام اعظم صاحب  رحمه الله تعالی په مناقبوکي کتابونه ليکلي دي چي د هغو د جملې څخه حضرت امام موفق احمد المکى  رحمه الله تعالی والامام حافظ الدين المعروف بالکردري  رحمه الله تعالی دی چي هغوهم په دې هکله يوکتاب ليکلی دی د مناقب ابي حنيفة رحمه الله تعالی په نامه باندي چي په دوه جلده کي دی او ډېر مفصل بحثونه ئی په دې هکله را نقل کړي دي او ما هم د نوموړي کتاب څخه يو څو لاندي اقوال را نقل کړي دي :
حضرت امام شافعي صاحب مبارک رحمه الله تعالی به ويل چي ما نه دى ليدلى ډېر ماهر په فقه کي زيات تر ابوحنيفه  رحمه الله تعالی حافظ خطيب بغدادي رحمه الله تعالی د دې خبري په تشريح کي ويلي دي چي مراد د امام شافعي صاحب رحمه الله تعالی د نه ليدلو څخه خبر نه درلودل دي يعني زه علم او خبر نه لرم په زيات ماهر د فقهي شريفي په نسبت د امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی او دا ځکه چي د امام شافعي صاحب رحمه الله تعالی ملاقات د امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی سره ه دى سوى ولي چي امام شافعي رحمه الله تعالی په هغه کال كي پيدا سوى دى په کوم کال كي چي امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی وفات سوى دى اوهمدارنگه امام شافعي صاحب رحمه الله تعالی به ويل چي هغه څوک چي اراده لري چي په فقه کى علم تر لاسه کړي نو د امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی او د هغه د ملگرو مجلس دي د ځان دپاره لازم وبولي ولي خلګ ټوله عيال دى په فقه کي د ابوحنيفه رحمه الله تعالی او حرملة بن يحيى رحمه الله تعالی ويلي دي چي ما د امام شافعي رحمه الله تعالی څخه واوريدل چي ويل يې هغه څوک چي د ابوحنيفه رحمه الله تعالی کتابونه مطالعه نه کړي نو هغه په فقه کي مهارت او تبحر نه سي تر لاسه کولاى .
او على بن ميمون  رحمه الله تعالی ويلي دي چي ما د امام شافعى  رحمه الله تعالی څخه واورېدل چي زه تبرک حاصلوم په ابوحنيفه  رحمه الله تعالی سره او د هغه و قبر ته هره ورځ ورځم د زيارت دپاره او کله چي يوحاجت ما ته پيښ سي نو دوه رکعته لمونځ وکړم او د هغه و قبر ته ورسم او د الله تعالى ج څخه د خپل حاجت غوښتنه وکړم نو ډېر ژر هغه حاجت پوره سي او محمد بن عمرالواقدى رحمه الله تعالی به ويل چي امام مالک بن انس رحمه الله تعالی به اکثر وخت د امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی قول مختاره کاوه او د هغه تلاښ به يې کاوه که څه هم داخبره به يې نه ظاهره کول
همدارنگه اسحاق بن محمد رحمه الله تعالی ويلي دي چي امام مالک رحمه الله تعالی به ډېر وخت د ابي حنيفه رحمه الله تعالی و قولونو ته اعتبار ور کاوه او محمد بن اسماعيل بن ابي فديک رحمه الله تعالی ويلي دي چي ما امام مالک بن انس رحمه الله تعالی ولىدى چي حضرت ابوحنيفه رحمه الله تعالی يې تر لاس نيولى وو او دواړه روان وه د مسجد نبوى و خوا ته او کله چي مسجد شريف ته ورسېدل نو امام ابوحنيفه  رحمه الله تعالی يې تر مخه کړ او امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی د داخلېدو په وخت کي وويل )بسم الله هذاموضع الامان فآمنى من عذابک ونجنى من النار( او عبدالله بن مبارک رحمه الله تعالی ويلي دي چي زه يو وخت د امام مالک رحمه الله تعالی سره ناست وم چي په دې وخت کي يو سړى راغلى نو هغه يې په ډېرقدر سره په لوړ ځاى کي کښېنوى نو کله چي هغه سړى ولاړى امام مالک  رحمه الله تعالی وويل چي آيا تاسي پوهېږى چي دا څوک دى؟ دا ابو حنيفه رحمه الله تعالی دى که ووايي چي دغه ستون د سرو زرو دى نو په خپل دليل کي به حتماًًَ کامياب وي اوالله تعالى ده ته د فقهي په علم کي داسي توفيق ورکړى دى چي هيڅ تکليف په دې علم کي نه لري .
عبدالله بن احمدبن حنبل رحمه الله تعالی وايي چي زما د پلار احمد بن حنبل رحمه الله تعالی په حضور کي د ابو حنيفه رحمه الله تعالی يادونه وسول نو احمد بن حنبل رحمه الله تعالی وويل چي ابوحنيفه رحمه الله تعالی پرهيزگاره سړى وو چي د قضاء د قبلولو دپاره يوويشت چلاخي ووهل سو خو بيا هم هغه قبوله نه کړه .
عبدالعزيز ابن ابى رواد رحمه الله تعالی وايي چي موږ د امام جعفر صادق رحمه الله تعالی سره ناست ووچي په دې حال کي ابوحنيفة  رحمه الله تعالی راغلى او سلام يې ووايه او امام جعفر صادق  رحمه الله تعالی هم هغه ته سلام ووايه او د هغه سره يې د غيږي روغبړ وکړى او د حال و احوال پو ښتنه يې ځني وکړه حتى د خادمانو پوښتنه يې هم د ابو حنيفه رحمه الله تعالی څخه وکړه او کله چي ابو حنيفه رحمه الله تعالی ولاړى نو بعضي ملگرو د امام جعفر صادق  رحمه الله تعالی څخه پوښتنه وکړه چي زما په خيال چي دا سړى تا و نه پيژندى نو امام جعفر صادق رحمه الله تعالی ور ته وويل چي ما ستا په رقم بې عقل او احمق نه دى ليدلى ما د هغه څخه د خادمانو پوښتنه لا هم وکړه او ته وايې چي تا دا سړى نه وپيژندى دا ابوحنيفه رحمه الله تعالی دى چي د خپل ښار هغه فقيه ترين شخص دى .
او د حضرت عبدالله بن مبارک رحمه الله تعالی څخه روايت دى چي ويل به يې چي د ابو حنيفه رحمه الله تعالی مجلس عجيب مجلس وو او پر ډېره ښه طريقه وو او ابوحنيفه رحمه الله تعالی ډېر ښايسته وو او ډيري ښې جامې يې اغوستلې يوه ورځ موږ د هغه سره ناست وو په مسجدجامع کي چي د بام څخه يو مار را ولوېدى او د امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی په غيږ کي وموښتى او ټوله خلګو وځغستل غير د ابوحنيفه رحمه الله تعالی څخه چي هغه هيڅ حرکت و نه کړى فقط مار يې د ځان څخه ايسته کړى او پر خپل ځاى کښېنستى او همدا راز عبدالله بن مبارک  رحمه الله تعالی ويل چي که الله تعالى امداد زما سره نه واى کړى په ابوحنيفه رحمه الله تعالی سره نو زه به هم داسي يو عادي سړى واى لکه نور خلګ .
مسعر بن کدام رحمه الله تعالی چي د امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی د استادانو څخه وو او د کوفې خلګو به د ده په حفظ او زهدباندي افتخار کاوه هغه وايي چي زما د کوفې په ښار کي په دوو کسانو باندي غبطه کېدل يو په امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی باندي د هغه په فقه کي او بل په حسن بن صالح رحمه الله تعالی باندي د هغه په زهد کى او ويل به يې چي هر څوک چي ابوحنيفه رحمه الله تعالی د خپل ځان او د خداى تعالى ج تر منځ واسطه وگرځوي(يعني د ده په اقوالو عمل وکړي) نو زه اميد لرم چي دا سړى به د هغه کسانو څخه وي چي دوى ته به خوف او بېره نه وي او شايد کوتاهي به يې نه وي کړې په احتياط کولوکي د آخرت په هکله او حضرت امام ابويوسف صاحب رحمه الله تعالی ويلي دي چي ما نه دى ليدلى هيڅ داسي يو څوک چي هغه دي د احاديثو شريفوپه تشريح کولوکي او د هغه نکتو په تشريح کولو کي چي په احاديثوکي موجود دي ډېر ماهر وي تر امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی .
او امام ابو يوسف رحمه الله تعالی به ويل چي هيڅ وخت په هيڅ مسئله کي ما د امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی څخه مخالفت نه دى کړى مگر کله چي مي ښه فکر کړى دى نو پوه سوى يم چي د امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی مذهب او رأيه ډېره نجات ورکوونکې ده په أخرت کي او کله چي به مايوحديث شريف منځ ته کړ نو ابو حنيفه رحمه الله تعالی به په صحيح احاديثوکي ډېر ماهر وو تر ما او زه امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی ته د خپل مور او پلار څخه تر مخه دعاءکوم .
عبدالعزيز بن ابى رواد رحمه الله تعالی چي دى هم د امام ابو حنيفه  رحمه الله تعالی د استادانوڅخه وو هغه ويلي دي چي زموږ او د خلګو تر منځ ابو حنيفه رحمه الله تعالی دى هر څوک چي د امام ابو حنيفه  رحمه الله تعالی سره محبت لري او د ده سره دوستي لري نو موږ پوهيږو چي هغه د اهل سنت څخه دى او هر څوک چي د ابوحنيفه  رحمه الله تعالی سره بغض لري نو پوهيږوچي هغه د اهل بدعت څخه دى .
ياسين زيات رحمه الله تعالی چي د اصحاب حديثو د لويو بزرگانو څخه وو او د کوفې د ښار د لويو فقهاوو څخه وو يوه ورځ په مکه مکرمه کي ناست وو او ډېر خلګ ور سره ناست وه چي په لوړ آواز يې وويل چي اى خلګو ولاړ سى او د ابو حنيفه  رحمه الله تعالی سره کښېنئ او استفاده ځني وکړى او د هغه مجلس غنيمت وگڼئ ولي هيڅ وخت تاسي د هغه په رقم د يو بل انسان سره نه ياست کښېنستلي او هيڅ وخت به بيا د هغه په رقم يوڅوک پيدا نه کړى چي د هغه په رقم په حلال او حرام باندي پوهيږي او که هغه ستاسي د منځ څخه ولاړى نو ډېر علم به ستاسي څخه ولاړ سي او په همدغه کال کي ابوحنيفه  رحمه الله تعالی حج ته راغلى وو .
ابراهيم بن رستم به ويل چي ما د خارجةبن مصعب رحمه الله تعالی څخه واورېدل چي ما د زرو تنو علماء کرامو سره ملاقات کړى دى بلکي زيات تر زرو کسانو مى ليدلي دي خو هيڅ يو د هغو څخه د ابوحنيفه رحمه الله تعالی سره مشابه نه وو په بصيرت کي او په علم اوپه عقل کي او ابوحنيفه رحمه الله تعالی بهترين صاحب علم وودپاره د امة د حضرت نبى کريم ص او خارجه بن مصعب يو کامل امام وو د سرخس د ښار او په فتوى کي او د حديثوپه علم کي به د سرخس د ښار خلګو ده ته رجوع کوله او د حديثو روايات او فقه يې په زيات مقدار د ابوحنيفه رحمه الله تعالی څخه تر لاسه کړې وه او د ابوحنيفه رحمه الله تعالی علم يې په خراسان کى نشرکړى وو .
او فضل بن موسى سينانى رحمه الله تعالی چي د ابوحنيفه رحمه الله تعالی په زمانه کي د ټولو څخه لوى حافظ د احاديثو وو او د ده شهرت د محديثينو په منځ کي د هيڅ چا څخه پټ نه دى همدغه فضل بن موسى به ويل چي زه د حجاز او د عراق و مشايخو او علماوو ته ورتلم خو هيڅ مجلس ما نه وليدى چي هغه دي ډېر با برکت او بامنفعت وى د ابوحنيفه رحمه الله تعالی د مجلس څخه .
او يحى بن آدم رحمه الله تعالی به ويل چي د کوفې ښار ډک وو د فقهي او د فقهاووڅخه او د فقهى عالمان يې زيات وه لکه ابن شبرمه او ابن ابى ليلى او حسن بن صالح او شريک او د دوى نور امثال مګر د ټولو قولونه او رايي د ابوحنيفه رحمه الله تعالی د خبروپه مقابل کي بې قيمته سول او د ابوحنيفه رحمه الله تعالی علم و ټوله ښارونو ته نقل سو او خلفاوو او امامانو او حاکمانو د ابوحنيفه رحمه الله تعالی په قولونوعمل وکړى .
حضرت فضيل ابن عياض رحمه الله تعالی چي مشهور صوفي او کامل ولي وو د هغه وخت هغه ويلي دي چي ابوحنيفه رحمه الله تعالی يو فقيه انسان وو او په فقه او په تقوا کي مشهور وو او مالدار هم وو او د مېلمنو په اعزاز او اکرام کي مشهور وو او ډېر صبرناک انسان ووپر تعليم د علم باندي او د ورځي او د شپې به يې پر تعليم د علم باندي صبر کاوه اوشپه يې ډېره بهتره تېرېدل او ډېره خاموشي به يې کول او لږ خبري به يې کولې تر څوچي د حلال و حرام يو مسئله به راتله او د نصيحت کولو طريقه يې ښه زده وه او خلګو ته يې د حق لاره په ښه توگه ښوولاى سواى او د حکومت د مال څخه يې ډېر ځان ساته او که به يوه مسئله راغله چي په هغه مسئله کى به صحيح حديث موجود وو نو متابعت د حديث به يې کاوه او که به يو صحيح خبره د صحابه مبارکانو او د تابعينوڅخه ور ته راغلې وه نود هغه متابعت به يې کاوه اوکه به نه وه نو قياس يې کاوه او ښه قياس يې کاوه .
پورته روايات او نقلونه ټوله د مناقب ابى حنيفه رحمه الله تعالی للامام الموفق احمدالمکي والامام حافظ الدين المعروف بالکردرى د مختلفو بابونو او مختلفو حصو څخه را نقل سوي دي حضرت محمد علاءالدين الحصکفى رحمه الله تعالی په خپل کتاب الدرالمختار کي ليکلي دي چي حاصل دا دى چي امام ابوحنيفة النعمان د حضرت نبى كريم يوه لويه معجزه ده د قرآن کريم وروسته او د هغه په مناقبوکي دا خبره کافي ده چي د ده مذهب ډېرشهرت پيداکړى دى او هيڅ يو قول يې نه دى کړى مگر يو امام د لويو امامانو څخه هغه قول مختاره کړى دى او الله تعالى حکم او فيصله د ده و ملگرو او اتباعو ته ور نصيب کړې ده تر نن زمانې پوري يعني اکثره حاکمانواو قاضيانو د ده په قولونو او د ده د ملگرو او اتباعو په قولونو عمل کړى دى تر نن زمانې پوري او همداراز به فيصلې کيږي د ده په مذهب تر زمانې پوري د حضرت عيسى4 او د ده اتباع کړې ده ډېرو هغه اولياء کرامو چي هغوى د مجاهدې او مشاهدې په ميدانونو کي په ثبات او محکمې باندى موصوف سوي دي لکه ابراهيم بن ادهم رحمه الله تعالی شقيق بلخى رحمه الله تعالی معروف کرخى رحمه الله تعالی ابو يزيد بسطامى رحمه الله تعالی فضيل ابن عياض  رحمه الله تعالی داودالطائى  رحمه الله تعالی ابى حامداللفاف رحمه الله تعالی خلف بن ايوب رحمه الله تعالی عبدالله بن مبارک رحمه الله تعالی وکيع بن الجراح رحمه الله تعالی ابى بکرالوراق  رحمه الله تعالی اونوربى حسابه اولياءکرام چي شميرل يې امکان نه لري نو که دوى د ابوحنيفه رحمه الله تعالی په مذهب کي شک او شبهة پيدا کړې واى نو نه به يې د ده اتباع کړې واى او نه به يې د ده سره موافقت کړى واى . او وروسته يې ويلي دي چي د ابو حنيفه رحمه الله تعالی سره په زهد ، ورع ،عبادت ، علم اوفهم کي هيڅ څوک شريک نه وو , او حضرت عبدالله مبارک رحمه الله تعالی د ابوحنيفه رحمه الله تعالی په هکله اشعار ويلي دي چي يو څو شعرونه يې داسي دي
لقدزان البلادومن عليها امام المسلمين ابوحنيفه
با حکا م وآثار و فقه کآيات الزبورعلى صحيفة
فمافى المشرقين له نظير ولافى المغربين ولابکوفة
ترجمة : په تحقيق سره چي ښارونه او د ښارو اوسېدونکي ښايسته کړي دي امام د مسلمانانو ابو حنيفه  رحمه الله تعالی او هغه يې ښايسته کړي دي په احکامو او روايتونو او فقه سره لکه آيتونه د زبور چي پر صحيفه باندى ليکلي دي نو نه په مشرق کي او نه په مغرب کي او نه په کوفه کي د هغه نظير او مثال سته .
او وروسته يې ويلي دي چي دا خبره په صحت رسېدلې ده چي امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی د اووه کسانوڅخه د صحابه کرامو?حديثونه اورېدلي دي)الدرالمختاربهامش ردالمحتارطبع بيروت جلد۱(.
په نقل کي اختصار او بعضى توضيحات سوى دى .
حضرت شقيق بلخى رحمه الله تعالی به ويل چي ابوحنيفه  رحمه الله تعالی په انسانانوکى يو ډېر پرهيزگاره انسان وو , او ډېر عبادت کوونکى د انسانانووو, او سخى ترين د انسانانو وو, او د ټولو خلګوڅخه يې زيات احتياط کاوه په دين کي , او ډېر يې ځان د رايي او قياس څخه ليري ساته په دين کي د الله او په هره علمي مسئله کي به يې ټوله خپل ملگري را جمعه کول او مجلس به يې جوړاوه نو کله چي به د ټوله ملگرو پر هغه مسئله باندي اتفاق راغلى چي دا د شريعت سره موافقه ده نو بيا به يې ابو يوسف رحمه الله تعالی يا بل شاگرد ته وويل چي دا مسئله په فلاني باب کي کښېږده . ( ردالمحتار ط بيروت جلد۱ ص ۴۶(
حافظ بن محمد يوسف صالحي شافعي رحمه الله تعالی چي د مصر په ښارونو کي يو مشهور محدث وو هغه يو کتاب ليکلى دى د (عقودالجمان) په نامه باندي او په هغه کتاب كي يې ليکلي دي چي ابوحنيفه رحمه الله تعالی دعلم حديث د لويو حافظانو څخه وو او ډېر مشهور وو په حافظانو کي د حديث او که ده و علم حديث ته زيات ارزښت نه ورکولاى نو دا به ممکنه نه واى چي دونه زيات فقهي مسايل يې د احاديثو څخه استخراج او استنباط کړي واى.) شرح مسندابى حنيفه رحمه الله تعالی لملاعلي قاري(
او ملا علي قاري   ويلي دي چي چاره نسته مگر دا چي دا اقرار وکړوچي که څه هم ابو حنيفه د زرگونو او لکونو احاديثو د روايت کوونکو څخه نه دى لاکن د ده سره صندوقونه د احاديثو شريفو موجود وه چي د هغو څخه يې څلور زره احاديث انتخاب کړي وه چي د هغو نيماىي برخه يې د حماد بن ابى شيبة رحمه الله تعالی څخه روايت کړي وه چي حماد رحمه الله تعالی د ده د خاصو استادانو څخه وو او نور نيمايي يې د نورو استادانو څخه تر لاسه کړي وه او په نورو مواردو کي يې د خپل ملگرو او اصحابو پر روايتونو باندي اعتماد کاوه چي هغوى په مختلفو علمونو کي ماهران وه او هغوى ټوله د ده د علمي مجلس او فقهي مجلس غړي وه چي د هغه مجلس رياست د امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی پر غاړه وو او په هغه مجلس کي د قسم قسم مسايلوڅخه بحث کېدى او بيا به يې په يو خاص دفتر کي هغه مسايل ثبت کول . )شرح مسندابوحنيفه رحمه الله تعالی لملاعلى قارى (

About admin