Home » دماشومانو اسلام » خپلوماشومانو ته دښېراکولوممانعت

خپلوماشومانو ته دښېراکولوممانعت

په سنن ابي داؤد کښي روایت دی چي رسول الله صلی الله تعالی وفرمایل چي :”تاسوخپلوځانوته هم ښېرامکوئ،اوخپلواولادوته هم ښېرا مکوئ، اوخپلوخادمانوته هم ښېرامکوئ،اوخپلومالونوته هم ښېرامکوئ،چي هسي نه چي هغه ددعادقبلېدووخت وي او دعاقبوله شي۔”

امام غزالي رحمه الله تعالی لیکلي دي چي یوسړی عبدالله بن مبارک رحمه الله تعالی ته راغلی اوهغه ته یې دخپل زوئ دنافرمانۍ شکایت وکړ،حضرت عبدالله بن مبارک ورڅخه پوښتنه وکړه چي:ښېراخوبه دې نه وي ورته کړې،هغه وویل چي هو،کړې مې ده،عبدالله بن مبارک رحمه الله تعالی وفرمایل چي بیاخونوتاخپله کارخراب کړی دئ۔(الاحیا۲۱۷/۲)

ځکه نو ددې پرځای چي خپلوماشومانوته ښېراوکړواودهغوئ دبربادئ سبب شي، مونږته پکارده چي هغوئ ته دعاوې وکړو دهغوئ دسمون اوکامیابئ لامل وګرځو،په ډې ډول الله تعالی دهغوئ په مال،اولاد اوټولوشیانوکي برکتونه اچوي۔

لکه څنګه چي دحدیث کتابونوکښي له رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم څخه دماشامانودپاره ډېرې دعاوې رانقل شوې دې چی هغوئ ته یې دهدایت ،علم اوبرکت دعاوې کړې دي،نوهرموراوپلارچي دخپل ماشوم بریالیتوب غواړي ورته پکارده چي همېشه به خپل اولاد اوددې امت ټولو ماشومانو دهدایت اوخیردعاوې کوي۔

لیکوال: م/ ابوالطیب

About admin