Home » ځانګړي ليکني » پر اسلامي خاورو د ښکېلاګرو سیالي

پر اسلامي خاورو د ښکېلاګرو سیالي

زمری ـ افغان

د اوسنۍ نړۍ ښکېلاک او زبېښاک هم د ۰۲مې، ۹۱ مې او ۱۲مې پېړۍ د هغو بوی لري. ښکېلاک او زبېښاک تر پخوا په لا زیات شدت روان دی، خو په نوې بڼه او ډول. ښکېلاکګر دولتونه اوس هم پر اسلامۍ نړۍ نه یوازې دا چې واکمن دي، بلکې په خپلمنځي سیالیو هم بوخت دي.

په دې لیکنه کې په نوي ښکېلاک بحث نه کوو، بلکې پر هغو سیالیو غږیږو چې د زړو او نوو ښکېلاګرو ترمنځ روانې دي. اسلامي نړۍ اوس هم د امریکا، برېټانیا، فرانسې، چین، روسیې او نورو ښکېلاګرو هېوادونو د سیالیو په اور کې سوځي. په دې لیکنه کې ځینې داسې مثالونه ورکوو چې پر اسلامي خاوره د فرانسې، امریکا او برېټانیا د سیالیو یو روڼ تصویر ورکوي. امریکا، برېټانیا او فرانسه همدا اوس هم له له افریقا تر منځني ختیځه او بیا تر جوبي او مرکزي اسیا پورې د اسلامي نړۍ پر سر، که له یوه اړخه په ګډه همکارۍ بوخت دي چې مسلمانان کمزوري کړي، له بله اړخه پټې او ښکاره سیالۍ لري چې له مخې یې نه یوازې د اسلامي امت شتمنۍ لوټ کیږي، بلکې

اسلامي نړۍ د دوی د ګټو د جګړې په اور کې سوځي. د اسلامي نړۍ لویه برخه په تاریخي لحاظ د فرانسې او برېټانیا تر کنټرول لاندې وه او د اسلامي خلافت تر سقوط وروسته پکې د دوی لاسپوڅي واکمن وو. خو په نړیوال سټیج د امریکا له را څرګندېدو او بیا پیاوړي کېدو سره دغه نوي ښکېلاکګر هېواد هم هڅه وکړه  چې د اسلامي نړۍ ځینې خاورې تر خپل کنټرول لاندې راولي، خپل لاسپوڅي په کې واکمن کړي او شتمنۍ یې چور کړي.

د همدغو هڅو په لړ کې د امریکا، برېټانیا او فرانسې ترمنځ پټې او ښکاره سیالۍ پیل شوې او لا ترننه روانې دي. له دې امله چې امریکا د برېټانیا او فرانسې په پرتله سر ځواک دی، نو په ځینو هېوادونو کې یې د فرانسې او برټانیا نفوذ له منځه یووړ او خپل نفوذ یې زیات کړ، په ځینو کې یې له دوی سره ګټې او نفوذ وویشه او په ځینو هېوادونو کې لا هم د دوی د ګټو او نفوذ لانجه روانه ده او په دغه اور کې اسلامي امت سوځي. د دوی سیالۍ په ځینو هېوادونو کې یوازې سیاسي وې، یعنې اړ نه شول چې وسله وکاروي، امریکا له دیموکراسۍ او خپلو نورو  شعارونو په استفادې په ځینو هېوادونو کې د برېټانیا او فرانسې لاسپوڅي څنګ ته کړل او پر ځای یې خپل لاسپوڅي واک ته ورسول.

پر اسلامي خاورو د ښکېلاګرو سیالي

دوی په دې ډول په ځینو سیمو کې نرمه لوبه وکړه. لکه دوی همدا کار په ترکیه کې وکړ. ترکیه د اسلامي خلافت تر سقوط وروسته په دودیز ډول د برېټانیا تر کنټرول او نفوذ لاندې وه. ترکیې د خپل هر اړخیز ارزښت له امله د امریکا پام ځان ته ور واړاوه. امریکا هڅه وکړه چې په ترکیه کې د برېټانیا نفوذ کم او خپل زیات کړي. له دې امله چې د ترکیې اصلي ځواک یعني پوځ د برېټانیا تر نفوذ لاندې و، نو ځکه د امریکا پرله پسې هڅې ناکامې شوې. دوی وروسته وروسته هڅه وکړه چې په ترکیه کې د عدالت او پرمختګ ګوند ته لاس ورکړي. امریکا د همدغه ګوند په مرسته وکولی شو چې خپل نفوذ زیات کړي او ورو ورو پوځ تر کنټرول لاندې روالي او پر دې چار بریالي شول چې په ترکیه کې د برېټانیا نفوذ کم کړي. دوی همدغه کار په پاکستان کې هم وکړ. پاکستان هم په دودیز ډول د برېټانیا تر کنټرول لاندې و او نږدې ۲۰۰   کاله  په همدې  سیمه   (  برتانوي هند )یااوسني پاکستان برېټانیا واکمنه وه، خو پاکستان هم د امریکا لپاره یو مهم هېواد و، نو ځکه یې هڅه پیل کړه چې په دغه هېواد کې خپل نفوذ زیات کړي. د پاکستان ملکي نظام، پوځ، سیاسي ګوندونه، عدلي او قضايي نظام او استخبارات ټول له اساسه د برېټانیا تر ژور اغېز لاندې وو. د امریکا لپاره دا سخته وه چې دغه هېواد تر خپل کنټرول لاندې راولي، نو له همدې امله یې یوه اوږده او منظمه هڅه وکړه. د همدې هڅه په پایله کې د برېټانیا له خوا جوړ شوی د پاکستان ملکي حکومت، پوځ، استخبارات او تر ډېره سیاسي ګوندونه د امریکا تر نفوذ لاندې راغلل. اوس د پاکستان په یادو ادارو کې د برېټانیا نفوذ د پخوا په پرتله کم دی او د امریکا نفوذ تر برېټانیا ډېر دی، خو برېټانیا اوس هم ددغه هېواد په عدلي او قضايي ځواک کې بر لاسې ده او تر امریکا زیات زور لري. خو له دې امله چې په پاکستان کې هر څه د پوځ او استخباراتو په لاس کې دي، نو ځکه په دغه هېواد کې د امریکا لاس بر دی.

په عاج ساحل کې کودتا او وسله: فرانسې عاج ساحل په ۳۴۸۱م کال کې اشغال کړ او تر خپل ملاتړ لاندې هېواد یې اعلان کړ، سره له دې چې مسلمانانو په دې هیواد کې د فرانسویانو په مقابل کې مقاومت وکړ او هغوی ته یې ماتې ورکړه او اسلامي امارت یې اعلان کړ، چې اسلامي شریعت پکې نافذېده، خو فرانسویانو په تدریج سره وکولای شول چې د عاج ساحل د ګاونډیو هیوادونو د ځينو قومونو په کمک په دغه هیواد کې خپل نفوذ زیات کړي او په خپله ولکه کې یې راولي. په  خپله مستعمره اعلان ً۳۹۸۱م کال کې فرانسې عاج ساحل رسما کړ. وروسته فرانسې په۱۹۶۰م کال کې عاج ساحل ته تش په نوم استقلال ورکړ، لکه چې په همدې ترتیب چارلس ديګول څو افریقایي هیوادونو ته همداسې تش په نوم استقلال ورکړی و. همدا و چې عاج ساحل د فرانسې د یوه ګوډاګي له خوا چې هوفويټ بوګني نومیده اداره کیده، نوموړی د خپل ژوند تر وروستيو ورځو په دې مقام کې پاتې شو او د خپلې حکمرانۍ تر پايه يې په فرانسوي ځواکونو تکیه کړې وه. عاج ساحل د ککو یو بډای هیواد دی، چې د نړۍ ۴۰ سلنه ککو تولیدوي، خو په دې تولیداتو کې لویه برخه د فرانسوي کمپنیو ده. دا هېواد د ککو نه علاوه د مسو، الماسو، کوبالتو او یورانیمو  معدنونه هم لري، چې ډیره ګټه ترې فرانسویانو وړې ده. همدارنګه فرانسویانو په دې هیواد کې ټول مالي بنسټونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي. د عاج ساحل د حکومتي، اقتصادي او امنیتي چارو مران فرانسې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي، لکه څرنګه چې ۹۰۰ کسان شته چې له رژیم څخه دفاع کوي او سربېره پر دې دوی د فرانسوي پانګوالو څخه چې شمېر یې د۵۱۰۰۰نه تر ۲۰۰۰۰ تنو پورې رسېږي ملاتړ او د فاع کوي. عاج ساحل د اتلانتیک په ساحلونو کې د ګیني په خلیج کې موقیعت لري. عاج ساحل د یوه ځانګړی سراتیژیک موقیعت څخه برخمن دی. له همدی کبله فرانسې په دې هېواد کې د خپل نفوذ او بقا لپاره ډېرې هڅې کړې، ترڅو خپله ژبه او فرهنګ په دې هیواد کې ترويج کړي. د عاج ساحل همدغه اهمیت ته په کتو سره امریکا پرله پسې هڅه کړې چی عاج ساحل د فرانسې له نفوذه وباسي او پر خپله ولکه کې یې راولي.

نو د دې لپاره چې متحده ایالات خپلې دې موخې ته ورسیږي، په عاج ساحل کې يې پېښې او سیاسي سرخوږي را منځ ته کړل. د عاج ساحل د ۱۹۹۹م کال په ډسبمر کې د یوې نظامي کودتا شاهد و او د دې کودتا رهبر جنرال رابرت ګیوي و چې د ټاکنو ژمنه يې ورکړه، چې دا ټاکنې د ۲۰۰۰م کال د اکتوبر په ۲۲مه ترسره شوې. فرانسویانو د امریکایي سرچینو د نفوذ سره سره وکولای شول چې د عاج ساحل په دولت کې د خپل ګواډګي لوران ګباګبو په مټ له پوره نفوذ څخه برخمن پاتې شي. په دې سره نه یوازې دا چې د امریکا د دولت لخوا فشارونه کم نه شول، بلکې داسې پولو ته ورسېدل چې فرانسویان په بل پړاو ټاکنو کې د لوران ګباګبو له ګوښه کېدو څخه اندیښمن شول، نو له همدې کبله کله چې د نوموړي د ولسمشرۍ دوره په ۲۰۰۵م کال کې پای ته ورسیده، نوموړي ټاکنې څو ځله وځنډولې، تر هغې چې د متحده ایالاتو لخوا په ده او د ده پر رژيم فشار راوړل شو، لکه د بندیزونو وضع کول او د نړيوالې ټولنې څخه د عاج ساحل څنګ ته کول. وروسته بیا په ۲۰۱۰ کال کې ددغو هېوادونو ترمنځ د همدې سیالۍ له امله په دغه هېواد کې د ټاکنو لانجه رامنځ ته شوه او همداسې په نورو کلونو کې یې دوام وکړ. خو وروسته روښانه شوه چې امریکا په عاج ساحل کې فرانسې د نفوذ له لومړي مقام  څخه را وغورځوله او خپل نفوذ یې ټینګ کړ. مګر فرانسه اوس هم په دغه هېواد کې نفوذ لري او ګټې تر لاسه کوي.

په الجزایر کې شخړه: د الجزایر برېټانیا پلوي ولسمشر بوتفليقة د یوه نظامي انقلاب له لارې چې په کال ۱۹۵۶م کې د امریکا پلوي احمد بن بيلا پر ضد ترسره شو، حکومت تر لاسه کړ.  له دې وروسته په دغه هېواد کې برېټانویان واکمن شول. خو په ۱۹۹۲م کال کې د فرانسې ګوډاګيانو په پوځ کې انقلاب وکړ. دوی له دې لارې هڅه وکړه چې د اسلامي نجات جبهې واک مخه ونیسی چې ټاکنې یې ګټلې وې. وروسته الجزایر وینو او وژنو ته ولاړ چې ددې هېواد ډېر مسلمان په کې قرباني شول. په کال ۱۹۹۹م کې عبد العزیز بوتفليقة ولسمشر شو او د ۲۰۰۹کال ټاکنې یې هو وګټلې. بوتفليقة له بريتانيا سره پیاوړې او باوري اړيکې لري او د دې د توجیه کولو لپاره يې په ۲۰۰۶م کال کې له بریتانيا څخه د لومړي الجزايري جمهور رییس په توګه لیدنه وکړه.

. په مالي کې: په ۲۰۱۲ کال کې په مالي کې ګودتا وشوه چې ترشا يې امريکا وه، ځکه امريکا هڅه کوله چې په مالي کې نفوذ پیدا کړي. امریکا په پیل کې له مالي سره ځينې تړونونه امضا کړل، ترڅو مالي ځواکونه له تروریزم  !  سره د مبارزې لپاره وروزي او د یاغي ډلو سره د جګړې لپاره اړوند تکتیکونه وروښيي. امريکا به په مالي کې ضابطان خوښول او بيا به يې د زده کړو لپاره امريکا ته استول. د مالي د انقلاب رهر نقیب امادو د امريکا د سفارت له خوا د نخبه ضابطانو له ډلې څخه غوره شوی و، ترڅو د امريکا په متحدو ایالتونو کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې تمرین وکړي. امریکايي دیپلوماتانو منلې چې امادو د خاصو دندو لپاره څو ځله امريکا ته سفرونه کړي دي. له دغه انقلاب څخه موخه په مالي کې د فرانسوي نفوذ مخنيوی و، ځکه چې هغه بنسټيزه موخه وه او بیا يې پر ځای د امريکا نفوذ رامنځ ته کول وو. ددغه انقلاب په پایله کې فرانسوي نفوذ له منځ ولاړ، له همدې امله فرانسې ته موضوع برخلیک ټاکونکې شوه. که چېرې فرانسه په مالي کې خپل نفوذ بېرته ترلاسه نه کړي، نو په افريقا کې به يې نفوذ په تدريجي ډول له منځه لاړ شي. له همدې امله ډېرې هڅې او کوښښونه کوي، ترڅو په مالي کې نړيوالې مداخلې ته لاره اواره کړي او د مالي دولت بېرته خپل مسیر ته ورستون کړي.  له همدې امله د امنیت شورا له لارې فرانسې هڅه وکړه چې مالي ته ځواکونه ولیږي او په دې چاره بریالي هم شول، خو د امریکا نفوذ هلته زیات شوی و او فرانسې بېرته لومړي حالت ته ونه ګرځېده.

پایله: په اسلامي نړۍ کې د امریکا، برېټانیا، فرانسې او نورو دولتونو سیالۍ او استعماري موخې بیخي روښانه دي او ګڼ نور مثالونه یې هم شته، خو همدا یاد شوي مثالونه بسنه کوي. اسلامی نړۍ د واحد اسلامي  محور په نشتوالي کې د لويو دولتونو د مبارزو او سیالیو ډګر دی. هغه هم د کافرو استعماري دولتونو، چې د مسلمانانو په هېوادونو باندې یو له بل سره مبارزې کوي، ترڅو هلته خپل نفوذ زيات کړي، د هغوی شتمنۍ لوټ کړي او هلته خپل لاسپوڅي واکمن کړي. سره له دې چې اسلامي امت هر ډول بهرنۍ مداخلې ردوي، مګر یوازې په اسلامي هېوادونو کې حاکم رژیمونه او لاسپوڅي سیاستوال دي چې له دغه مداخلو څخه راضي دي. نو دغه نظامونه او سیاستوال دي چې د پرديو مداخلې ته تيار څه چې، آن د کافرو ښکېلاکي دولتونو ملګري هم دي، ځکه هغوی له غرب څخه د پیروۍ پر بنسټ تاسیس شوي دي. د هغوی په دستور او نظام باندې روان دي. د هغوی په طريقو چارواکي ټاکي، ترڅو په دغه اساس سیاست وکړي

About admin