Home » ځانګړي ليکني » په عباداتو کې دبسم الله ویلو اغیز [۲]

په عباداتو کې دبسم الله ویلو اغیز [۲]

په لمانځه کې  دبسم الله ویل

دلمانځه  په پیل کې  یعني دسبحانک اللهم … اواعوذبالله څخه وروسته دبسم الله ویلو په هکله زموږ دمذهب به کتابونو اختلاف راغلی دی:  په تفسیرروح المعاني،منظومة ابن وهبان ، فتاوی کاملیه  اوځينونوروکتابونو کې لیکلي دي  چې په لمړیو دوورکعتونوکې کې دبسم الله ویل واجب دي . علامه زیلعي همدا دوجوب  قول  احوط بللی  دی .

مګر زموږ دمذهب نورکتابونه په دې باندي  دي  چې  دالحمدلله په سرکې  بسم الله ویل  سنت  دي .یعني  واجب  نه ده .

(2) انظر «المبسوط» 1: 15، «أحكام القرآن» للجصاص 1: 13 – 14، «فتتح القدير» لابن الهمام 1: 291، 293.روح  المعاني ۱\۵۷ کاملیه ۱۳ غنیة  المستملي  ۳۰۹

دفاتحې  [الحمدلله ..] اوسورة په مینځ کې  بسم الله ویل ….

دالحمدلله  اوسورة په مینځ کې  بسم الله … ویل  مستحب  اومستحسن کاردی  .بحرالرائق  ،شامي  اونور ټول په دې باندي  تصریح کوي  .

البحر الرائق۱/ ۵۴۵ :و ردالحتارعلی الدرالمختار۲/ ۲۳۵ فتاوی رحیمیّة۱/ ۱۷۶ : والله تعالی اعلم.

دمفتي ابویاسر له مجموعه رسائل څخه

About admin