Home » ځانګړي ليکني » دديني مدرسوفاضلانو ته ؛

دديني مدرسوفاضلانو ته ؛

 م/محمد

د اچې  دهیواد په ګوټ ګوټ کې اوهم له  هیواده  دباندي  دهجرت په چاپیریال کې  د تېرو کلونو په څير  سږکال هم  له ديني مدارسو ګڼ شمېر هغه ځوانان  فارغ شول ،چې  دژوند ټول خواږه اوترخه یې  له  دیني  زده کړو قربان کړي ، شپه  او ورځ یې  په ځان یوه کړي وه،  دقال الله  اوقال الرسول   راويښونکو او هیښونکو الفاظو یې  د زړه نړۍ  روښانه کړي    او اوس یې  دعلمي پړاؤ  یوبل مزل پیل کړی .

زموږ  د دیني مدارسو ځیني ځوانان ښایي له ځان سره  دافکر ولري چې نور نو آخري منزل ته ورسیدو ، خو  داسي نه ده  ، نه  نه  ستاسو منزل ډیر لیري دی،  چې  تاسو یې  ایله اوس لمړي پړاؤ ته داخل شوئ  ، راځئ خپلو ذمه  مسؤلیتونوته  متوجه شو ترڅو هغه  فرائض چې  اوس موږ ورسره مخ کیږو په  ښه توګه  سرته  ورسوو او خپل حقیقي منزل  جنت الخلد ته  ورباندي ځانونه  ورسوو

داسلامي نړۍ ستر مفکر مولانا سید ابوالحسن علي ندوي  ( رحمه الله تعالی )  موږ خپلو اهدافو ته  داسي متوجه کوي :

تاسو په خپل ځان کې دومره  پختګي ، صلاحیت  ، خود داري او خودشناسي پیداکړئ چې  له تاسو څخه  څوک ستاسو دضمیر ، عقېدي او دیني حمیت  سودا کولو خوب  هم ونه ویني !

نوموړی  زیاتوي :  تاسو به  دزماني له حوادثو نه  یوازي داچې  خپل ځان ساتئ  بلکې  خپل قوم اوملت  به هم  له  دې مشکلاتو ساتئ  تاسو سره به یواځي  دخپل ځان غم نه بلکې  دخپل ټول قوم اوملت غم وي .

دمدرسې  فاضلان  باید هغه خلا ډکه  کړي چې  ددښمن په ډول ډول توطئو سره  دمورچل او منبر ترمنځ راغلي .

دمدرسو فارغ التحصیل علماء کولی شي، چې  یوځل بیا منبر اومورچل په خپلو کې  یوله بل سره داسي وصل کړي، لکه څرنګه چې څوارلس سوه کاله وړاندي  ؤ

موږ به  دخپل ځان له اصلاح سره سره   داهم نه  هیروو، چې  نن  محمدي  ص امت  باندي  دالحاد  او دهریت  ستره څپه  راغلي چې   دیوه  داسي  نجات  ورکونکي  ضرورت دی چې   ددې  فتنې  مخه  ونیسي  اوداسترسعادت  یې په برخه شي .

زموږ دکار میدان   دادی ، چې  په نني عصر کې کومه  فتنه راپیداکیږي،  زموږ  دمدرسو فاضلان   اوفارغ التحصیل  یې  درک کړي اوپه ښه توګه  یې مقابله وکړي ، دنړۍ  اصول دي چې  کله په کومه سیمه کې  وبایي امراض عام شي ،نو  د ډاکترانو تشکیلات او  ټیمونه  هلته ځانونه رسوي  ، نوځکه دامهال چې  دګناهونو او دمسلمانانو دانحطاط  وباء په کثرت  سره خپره شوي  نو  زموږ دعلماؤ   دا  یوه  ذمه واري  او منصبي فرض دی چې  خلکو ته ورشو او داصلاح  کوشش یې وکړو!

نن په نړۍ کې دداسي فاضلانو سخت  ضرورت  دی  ،چې   د (من  احیی سنتي  عندفساد امتي فله  اجر مأة شهید )په جذبه باندي  پوښلي وي

شیخ ندوي رحمه الله  د مسلمه امت  دمجموعي اصلاح له فکر سره سره  ددیني مدارسو د اصلاح  فکر هم تل له ځان سره درلود  نوموړي په خپله یوه ویناکې  دمدرسې  تعریف  په داسي ډول کړی :

طالبانو ته  باید داخبره واضح اوڅرګنده وي، چې  مدرسه  دیوه داسي مرکز نوم دی ،چې هلته  دخدای پاک جل جلاله او طالب العلم  ترمابین یوه  بلا واسطه کړۍ شته ،چې  یوسر یې همدلته اوبل سر یې  دالله تعالی په قبضه کې دی .

دمدرسو دقیام له زماني څخه  داعمل  راروان دی ،چې له مدارسو څخه دفارغ التحصیل ځوانانو لپاره  دفراغت په مهال  داسي مفید الوداعي نصیحتونه  کول کیږي، چې دژوند دراتلونکوټولو شعبو اړوند ورته  دلاري مشال جوړشي او په هغوی کې دژوند کولو روحیه په داسي توګه  راوپارول شوي چې ترمنزل مقصود پوري رسونکي وي ، دهمدي اصولو په رڼاکې  شیخ ندوي رحمه الله په  مختصرو الفاظو داسي وضاحت کړی

یواځي له یوې  ښې  مدرسې څخه د فراغت سند او فضیلت دستار  ویاړ ترلاسه کول  دعالم کیدلو په معنی نه دی ، بلکې  په خپل ځان کې  داسي صلاحیتونه پیداکول دي  چې  له  هرې  کړني یې دعلم خوشبويي راشي .

دفراغت مطلب دادی: چې تاسو ته دعلم  کیلي (چابي ) درکړله شوي، چې تاسو یې په مټ  هر قلف  خلاص کړئ اودعلم له خزانوڅخه  ډیر څه  ځان سره جمع کړئ .

شیخ ندوي رحمه الله  په  دې اړه بیا داسي ارشاد فرمایې : کومه کتب خانه اومدرسه  انسان نه شي جوړولی  انسان خو دخپل زیار اومحنت  په مټ سره جوړیږي .

زموږ داکابرو علماء کرامو  دکامیابي راز په دې کې ،  چې هغوی یواځي په نصاب تعلیم باندي اکتفاء نه ده کړي بلکې  دوخت  په قدر کولو سره  تل یې  دمطالعې اوزیار په  سمندرونوکې  په غوټو وهلوسره  په خپل علم کې  پراخي راوستي  ځکه نو نصابي تعلیم  د علمي سفر ابتداء بللی شو نه انتهاء

مګر ددې  سفر  طی کولو لپاره  دعلم محبت  او حرص  اور په ځان کې بلول  اوپه دې لاره کې دصبر نه کاراخستل   ، د عشق اور روښانه  او دهغه په ګرمایي سره خپل جسم ویلي  کولو ، دصبر ترخه  ترخه  غړپونه  تیرولو سره  دخپل جسم  غوښي له لاسه ورکولو، داغیارو له  طعنو او دخپلو له  طنزي  خبروڅخه  په  بې باکه کیدلوسره  به خپل  سفر جاري ساتو ، ځکه دا دآخرت سفردی ، داسفر  د لوی رب جل جلاله  درضا لپاره دی چې آخري منزل یې جنت دی ، دا لاره  داولوالعزم انبیاء کرامو لاره ده چې په هغه کې له صبرکولو پرته بله چاره نشته ، نو زموږ ځوانان به هم داولوالعزم پیغبمرانو علیهم الصلواة والتسلیمات غوندي  په  دې  زرینه  لاره کې هرکړاو ګاللو ته تیار وي  ،د( فاصبر کما صبر اولوالعزم من الرسل  ولا تستعجل  )  نسخه  به  مو تل  مخې ته پرته وي  او له  کړاوونو ګاللو به  نه ستړي کیږو

موږ  دمبارکو حدیثونو د درس په مهال  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دسنت  مطابق  د ژوندانه دهرې  شعبې اړوند  معاملاتو، عباداتو، معاشرت  او اخلاقو  علم  ترلاسه کړ نوباید په دې ټولو شعبو کې  د مبارکو سنتو اتباع  دخپل  ژوند مقصد جوړکړو!

دهمدي غرض لپاره بیاد دخپلو اکابرو علماء کرامو  د ژوند حالات، ملفوظات  او ارشادات تل په خپله مطالعه کې وساتو.

دحب جاه ، حب مال  ، تکبر  او خود دارۍ  څخه   د زهرقاتلو په  څیر ځانونه وساتو اوله ټولو  رذائلو څخه  پوره اجتناب وکړو  چې  په دې سره  به الله تعالی زموږ په علم اوعمل کې برکت واچوي

الله رب العزة  دي په خپل فضل اوکرم سره په  تازه فارغ التحصیل فاضلانوکې یوځل بیا هغه  ژوندی احساس پیداکړي چې   په مټ  یې ټوله اسلامي نړۍ راوېښه او خپلو مسؤولیتونه ته متوجه شي ، آمین  یار العالمین

About admin