Home » حج » داحرام په حالت کې په غوږونو، غاړه اوتندي باندي دسمال تړل

داحرام په حالت کې په غوږونو، غاړه اوتندي باندي دسمال تړل

پوښتنه :  . حاجي  یا عمره کونکی داحرام په حالت کې دضرورت په وخت کې په غوږو،غاړه ، اوتندي باندي دسمال تړلی شي کنه ؟

جواب : په غوږونو  اوغاړه باندي دکپړي (دسمال)اچولوپه صورت کې کوم حرج نشته

خو تندی پټول جایزنه دي  ،البتة دضرورت په وخت کې جایزده ،مګرجزاء په هرحال کې  ورباندي  لازمه ده

تفصیل یې داده که چیري  له  عذر پرته  مخ   یادسرڅلورمه حصه اویادڅلورمي حصي څخه زیات یوه ورځ یایوه شپه پټ شي بیادم (پسه حلالول ) واجب دي

اوکه دڅلورمي حصي څخه کم اویادیوي شپي اویوي ورځي څخه کم پټ وي بیانصف صاع (پاوکم ۲ کلو  احتیاطا ۲ کلوګرامه  خوراکي توکي ) صدقه  واجب ده

اوکه دعذرله امله یې پټ کړی وي نوپه اول صورت کې اختیار ده چې دم ورکړي اویادري صاع په شپږو مسکینانوباندي صدقه کړي اویادري روژي ونیسي

اوپه دویم صورت کې دي  نصف صاع یومسکین ته صدقه ورکړي اویا دي  یوه ورځ روژه ونیسي

…………………………

قال  العلائی رحمه الله تعالی ولابأس بتغطیة اذنیه وقفاه (ردالمحتارص ۲۲۱ ج ۲ )

وقال ابن عابدین رحمه الله تعالی فی تغطیة کل الوجه اوالرأس یومااولیلة دم

والربع منهماکالکل وفی الاقل من یوم اومن الربع صدقة کمافی اللباب (ردالمحتارص ۱۷۵ج ۲)

وفی العلائیة وان طیب اوحلق اولبس بعذر خیر ان شاء ذبح فی الحرم اوتصدق بثلاثة اوصع طعام علی ستة مساکین ان شاء  اوصام ثلاثة ایام ولومتفرقة،

وفی الشامیة (قوله ان شاء ذبح الخ ) هذافیمایجب فیه الدم  امامایجب فیه الصدقة ان شاء تصدق بماوجب علیه من نصف صاع اواقل علی مسکین اوصام یوماکمافی اللباب (ردالمحتارص ۲۲۷ ج ۲) احسن الفتاوی ج ۴ /ص ۵۴۲)

About admin