دعلقمة بن قیس النخغي رحمه الله تعالی لنډه پیژندنه
نوم یې علقمه بن قیس بن عبدالله بن عبدالمالک النخعي الکوفي او کنیت یې ابوشبل ؤ ، نوموړی له کبارتابعینو څخه دی ، درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې یې نړۍ ته سترګي غړولي دي ، له ډېرو صحابه کرامو لکه : امیرالمؤمنین حضرت عمر، امیرالمؤمنین حضرت عثمان ، امیرالمؤمنین حضرت علي ، عبدالله بن مسعود،سلمان فارسي او ګڼ شمېرنورو صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم اجمعین څخه یې حدیثونه روایت کړي ، نوموړی دعلماؤ په آند ثقه ، متقي ، حافظ او کثیرالاحادیث ؤ دحضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خاص شاګرد پاتي شوی په کوفه کې دهجرت په ۶۲ کال یې له فاني نړۍ سترګي پټي کړي دي.
(طبقات ابن سعد ۶/ ۱۴۶، ۱۵۲، رقم: ۱۹۸۲، تهذیب التهذیب ۵/ ۶۴۲، رقم: ۴۸۲۰، الاعلام ۴/ ۲۴۸، مقدمة فتاوی التاتارخانیة ۷۰)
م/ محمد