Home » عصري مسائل » ایا په بانک کې کارکول جواز لري؟

ایا په بانک کې کارکول جواز لري؟

السلام علیکم ورحمته الله و برکاته.

زما پوښتنه له مفتی صاحب نه داده چی آیا کار کول په بانک کي جواز لري او کنه.

زه تقریبآ شاو خوا ۶ میاشتی کیږي چی په بانک کي کار کوم خو له د امله چی زما معاش به سنګه وي ډیر په تشویش کي یم .

زه د بانک به IT په بخش کي کار کوم .

آیا په بانک کي کارکول مطلق حرام دي؟

په کابل کي چی کوم بانکونه دي ټول سود کارونه کوی.

الجواب : حامدا ومصلیا وبعد:وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته :  وروره  په داسي بانک  کې چې سودي کاروبار کوي  کارکول جائز نه دي ،  ځکه  په یوه حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی علیه وسلم  په  سود کونکي ، دسود په لیکونکي اوشاهدانو باندي لعنت ویلی اوویلي یې دي چې دوی په ګناه کې ټول سره یو شان دي .

نو په کاردی چې دبل حلال رزق په تلاش کې شئ او له دې  کاره  ژر تر ژره  لاس واخلئ.ځکه په بانک کې هرډول کار په  اعانت علی المعصیة  یعني پرګناه باندي کومک کولو کې داخل دی

البته که تاسو په  آی ټي کې یواځي  دبانک مواصلاتي یا درابطې نظام  څارئ

یا دبانک  اي ټي ایم  ماشینان سنبالوئ

دکمپیوټر سسټم  څار اومرمت کوئ

لوړ رتبه افسرانو ته   د آی ټي په باره کې مشوري ورکوئ   اوخپله په سودي کاربار/ حساب کتاب کې هیڅ ډول  رول نه لوبوئ نو بیا تاسو داتنخوا جائزده خو له کراهیت نه خالي نه ده ،  نوځکه په کار دی چې یو سم ځای کې ځان ته کارپیداکړئ چې له سود څخه بلکلیه  پاک وي .

………………………………………………………….

قال الله تبارک وتعالی : وَتَعَاوَنُوْا عَلٰی الْبِرِّ وَالتَّقْوَی، وَلَا تَعَاوَنُوْا عَلٰی الْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ، وَاتَّقُوْا اللّٰہَ، اِنَّ اللّٰہَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ  [المائدۃ، جزء آیت: ۲]

عن جابر بن عبد اللّٰہ رضي الله عنه  قال: لعن رسول الله  صلی اللّٰہ علیہ وسلم آکل الربوا ومؤکلہ وکاتبہ وشاہدیہ، وقال: ہم سواء۔ (صحیح مسلم ۲؍۷۲ رقم: ۱۵۹۸، سنن الترمذي ۱؍۲۲۹ رقم: ۱۲۰۶، مشکاۃ المصابیح، البیوع / باب الربا ۲۴۴، مرقاۃ المفاتیح ۶؍۴۳ رقم: ۲۸۰۷ دار الکتب العلمیۃ بیروت)

 قال النووی فیہ تصریح بتحریم کتابۃ المترابیین والشہادۃ علیہمابتحریم الاعانۃ علی الباطل وقال ای النبی صلی اللہ علیہ وسلم ہم سواء ای فی اصل الاثم وان کانوا مختلفین فی قدرہ ‘‘ … ( مرقاۃ المفاتیح : ۴۳ / ۶ )

وفي احکام القرآن للتهانوي ۳/۸۱   وهذاکله اذاکان سببا قریبا باعثا وجالباللمعصیة کسب الآلهة الباطلة وضرب النساء بأرجلهن وخضوعهن في الکلام فان هذه کلها اسباب جالبة للمعصیة فتعد اسبابا قریبة،واما اذاکان سببابعیدا کبیع العصیر لمن یتخذه خمرا أواجارة الدار لمن یتعاطی فیهابالمعاصي وعبادة غیرالله فان لم یعلم بقصدالمشتري والمستجیر وبمایعمل فیه جاز بلاکراهة وان علم ذالک کره تنزیها، فان هذالبیع والاجارة لیس سببا جالبا وباعث للمعصیة کسب الآلهة وضرب النساء بالأرجل مالم ینو أویصر بعمل المعصیة، نعم! بعدالعلم بمایعمل لایخلو عن شیئ من التسبب للمعصیة ولوبعیدافکان التنزه عنه أولی

وفی الفتاوی التاتارخانیة ، کتاب الغصب، الفصل التاسع ۱۶/۵۰۹ 

غصب عشرة دنانیر، فألقی فیها دینار ثم أعطی منه رجلادینارا جاز، ثم دینارا آخر، لا….. والله تعالی اعلم

کتبه م / محمد الغزنوي عفي عنه

About admin