Home » علمي شخصیات » دسفیان الثوري رحمه الله تعالی یوه په زړه پوري قصه

دسفیان الثوري رحمه الله تعالی یوه په زړه پوري قصه

ابوجعفر منصور امام سفیان الثوري راوغوښت  ترڅو دقضاء عهده سنبال کړي ، کله چې سفیان الثوري رحمه الله تعالی حاضرشو  نو ابوجعفرمنصور ورته وویل : موږ غواړو تاسوته د فلاني ښار قضاء در وسپارو! سفیان الثوري رحمة الله تعالی علیه انکار وکړ  خو ابوجعفرټینګارکول چې خامخا به د قضاء  همدا وظیفه ترسره کوي خو سفیان الثوري رحمة الله تعالی علیه بیابیاځلي انکارکول

وروسته ابوجعفر ورته وویل : که ته زماخبره نه مني نو قتلوم دي ، خوهغه په جواب کې ورته وفرمایل : چې څه کوي هغه وکړه ! ابوجعفر خپل غلام ته  ناري کړي چې توره او ټاټ راوړه

کله چې سفیان الثوري  ولیدل چې  خبره ترخبره تېره ده اوخپل مرګ یې ولید نو یې ابوجعفر ته وویل :ماته  تر سبا پوري وخت راکړئ ترڅو زه ځان دیوه قاضي په شان برابرکړم

سفیان الثوري کورته ولاړ، کله چې شپه ښه تیاره شوه نو پخپله  قچره  یې  دکور سامان وتړل اوله کوفي دیمن پر لوري په تېښته ولاړ

سهار ابوجعفر دسفیان الثوري په انتظار ؤ چې  اوس به راشي ، خودهغه درک نه لګیدو تردې چې ډيرناوخته شو نو یې خپلو درباریانوته مخ راواړول او ویې ویل تاسو په سفیان پسي وګورئ څه شو؟ هغوی لاړل  دسفیان معلومات یې وکړل اوبیرته راغلل  او ابوجعفرته یې وویل : هغه ستاسو له امر نه سرغړونه  کړي  او دشپې په تیاره کې په نامعلوم لوري  تښتیدلی

ابوجعفر ددې خبري په اوریدلوسره  سخت غصه شو  او ټولو سیمو ته یې خبر ولیږل  که هرچا سفیان الثوري ژوندی یا مړ راوست نو دومره دومره انعامات به ورکړم

ابوسفیان  چې له کوفي راووت نه پوهیده په کوم لوري ولاړ شي خو وروسته یې له ځان سره فیصله وکړه چې  یمن ته  لاړشي  نو یې دیمن لار ونیوه

په لاره کې ورته  نفقه اوخرچه خلاصه شوه نو یې یمن ته پرغزیدلي لاره  دیوه سړي سره په باغ کې ځان مزدور کړ او ډیري ورځي یې  هلته کاروکړ

یوه ورځ  دباغ څښتن  ورته راغی  اوورته یې وویل : تاسو دکوم ځای یې ؟  هغه ته نه  وه  معلومه  چې دا هغه  مشهور زاهد او داسلامي نړۍ وتلی عالم اوامام دی . سفیان ورته وویل  زه له کوفي یم !

دباغ څښتن ورته وویل : دکوفې خورماوي ښې دي اوکه دغه زموږ خورماوي ؟  سفیان الثوري ورته  وویل : ستاسو دباغ دخورماؤ خوند مانه دی  کتلی ؛ نوځکه نه راته معلومیږي چې زموږ خورماوي به خوږي وي اوکه ستاسو.

هغه وویل : سبحان الله !!! اوس خوټول خلک که غنیان دي اوکه فقیران  آن چې خره اوسپي هم  له دخورماؤ  له  ډېرښت  نه  خورماوي خوري  نوتاولي تراوسه نه دي خوړلي ته خو په دې باغ کې کارهم کوي ؟

سفیان  په جواب کې ورته وویل : ځکه تاسو ماته ددې اجازه نه ده کړي! نو زه  نه غواړم خپلي ګيډي ته  حرام څه  داخل کړم!!!

دباغ څښتن  دده له دې  تقوی ډيرتعجب وکړ اوګمان یې وکړ چې هسي ځان راته پرهیزګار ښکاره کوي  نو یې وویل : ته اوس بیا څه سفیان الثوري یې ! خو دباغ څښتن ته معلومه  نه وه چې همداسفیان الثوري دی

سفیان خاموش شو اوخپل کار ته  یې دوام ورکړ، دباغ څښتن له باغ نه راروان شو اوخپل یوه ملګري ته یې  دهغه یادونه وکړه  اوورته یې وویل : له ماسره یو کاریګر په باغ کې کارکوي  چې داسي اوداسي صفات لري او ډیرتقوی دار دی، داسي لکه چې سفیان الثوري وي ، هغه ورته وویل : دا کاریګر څه  څه صفات لري ، ده یې فلان اوفلان  صفات ورته بیان کړل ، هغه ورته وویل : قسم په خدای دا صفات  دسفیان الثوري پرته دبل چانه دي ، راځه  ویې نیسو ترڅو یې جعفر منصور ته  وسپارو او دده پر سر ټاکلی شوی انعام ترلاسه کړو

دوی چې کله دباغ پرلوري روان شول نو سفیان الثوري پوه شوی ؤ اوله باغ نه  دیمن پرلوري تښتیدلی ؤ

سفیان الثوري چې کله یمن  ته ورسید هلته  یې له یوچا سره کارپیل کړ، ډېر وخت  لا نه ؤ تېرشوی چې هغوی  ورباندي د غلا تهمت ولګول  چې  له دې سره  سفیان د یمن دوالي په وړاندي باندي حاضرکړی شو، کله چې د یمن والي  سفیان الثوري ولید هغه  یې خپل مخ ته  کښېنول ،هغه نورو خلکو چیغي ورباندي وهلي چې همداغل دی،کله چې والي دنوموړي مخ ته وکتل هغه یو ډير با وقاره  انسان ورته معلوم شو چې دخیر اوښېګڼي نښاني یې له ورایه په  ټنډه ښکاريدي،  نو یې ورته وویل : تاسو غلاکړي ؟ هغه ورته جواب کې وویل : نه په الله قسم ماغلا نه ده کړي !  والي ورته وویل چې : داخلک وایې تاسو غلاکړي ؟

سفیان ورته وویل : یوتهمت دی چې په مایې وایې دوی دي خپل سامان ولټوي چې چیرته یې پیداکوي.

دیمن والي هغوی ته وویل چې تاسو ولاړ شئ، زه خپله ترې پوښتنې کوم ، بیایې سفیان ته مخ راواړول او ورته یې وویل ستاسو نوم څه دی ؟

هغه ورته وویل : زمانوم عبدالله (دالله بنده)

والي ورته وویل : په قسم سره درته وایم چې تاسو به ماته خپل اصلي نوم ښایاست هسي خوموږ ټول دالله تعالی بندګان یو، نو یې ورته وویل : نوم مي سفیان دی

والي ورته وویل : سفیان د چا زوی ؟

ده ورته وویل : سفیان دعبدالله  زوی

والي بیا ورته وویل چې : په قسم  تاسو به راته خپل او دپلار نوم  پوره ښایاست

ده ورته وویل : سفیان د سعید الثوري  زوی

والي  حیران شو او ویې پوښتل ایا تاسو سفیان الثوري یاست ؟

ده ورته وویل : هو!

والي ورته وویل : تاسو هغه یاست چې له ابوجعفر نه  راتښتیدلي یاست

ده ورته وویل : هو!

ایا تاسو هغه یاست چې ستاسو پر سر جعفر ستره جائزه  ټاکلي ؟

ده ورته وویل : هو

ورته ویې ویل : ای ابوعبدالله  هرچيري چې اوسي اوهروخت چې ځي تاسو ته اختیار دی ، قسم په خدای که تاسو زما ترپښو لاندي پټ شئ  هم  زه به هیڅکله په تاسو څوک خبر نه کړم،  په یمن کې چې دي چیري هم زړه غواړي ژوند وکړه

له دې سره سفیان  د والي له  ځایه راولاړ شو خو په  یمن کې  نور ورته پاتي کیدل خوندور ونه بریښیدل  له هغه ځایه مکې ته روان شو

کله چې مکې ته ورسید ، ابوجعفر منصور خبر شو چې سفیان په مکه کې دی  دلته  نو دحج موسم رانږدي ؤ ، ابوجعفرمنصور خپل  سپاهیان ولیږل  او هغوی ته  یې  لارښوونه  وکړه  ترڅو سفیان الثوري  ونیسي  او هلته یې  دحرم پر باب  راځوړند کړي   ترڅو زه درشم  او په خپل  لاس یې قتل کړم  ترڅومي  په زړه کې  راپاریدلي غوصه ختم  شي.

دابوجعفر منصور سپاهیان مکې ته  ورسیدل او هلته یې  په لوړ اواز  نعري وهلي : څوک به موږ ته  سفیان په لاس راکړي ، څوک به موږ ته  سفیان په لاس  راکړي.

دوی چې مکې حرم ته داخل شول سفیان  ورباندي پوه شو ، په دې مهال سفیان دعلماؤ په مابین کې ناست ؤ چې دهغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ویل ، کله چې علماؤ  دابوجعفرمنصور دسپاهیانو غږ واورید نو یې وویل: ای ابو عبدالله  موږ مه رسواکوه  موږ هم ټول غواړو له تاسو سره قتل شو، له دې سره سفیان ولاړ شو تردې چې کعبې شریفي ته ورسید اوهلته یې لاسونه دلوی رب په وړاندي لولپه کړل  او ویې ویل : اللهم اقسمت علیک ألا یدخلهاابوجعفر . ای خدای ستاپه  ذات مي دي قسم وي چې  ابوجعفر مکې ته  داخلوه ، درې ځله یې دادعاوکړه

دسفیان الثوري  دادعا ډېر ژر قبوله شوه  دمکې حدودو په داخلیدو سره یې  عزرائیل علیه السلام روح واخسته

هغه مکې ته په داسي حالت کې داخل شو چې جسد یې په جنازه ایښي ؤ اوپه حرم کې  خلکو ورباندي لمونځ وکړ

ایا موږ هم  دامام الثوري – رحمه الله تعالی – په شان  له منصب او وظیفي نه تښتو؟  او که یې تردې آنده عاشقان یو چې  دخلکو ویني تویول راته هیڅ دي….خبره د تقوی ده …  اللهم لاتجعل المناصب في قلوبنا …. واجعلها وراء ظهرنا   آمین یارب العالمین

له سیراعلام النبلاء  څخه : م/ محمد

About admin