Home » دماشومانو اسلام » دمحمــد صلى الله عليه وسلم دلمړۍنكاح هغه خطبه…

دمحمــد صلى الله عليه وسلم دلمړۍنكاح هغه خطبه…

 

درسول الله صلى الله عليه وسلم دلمړي نكاح هغه خطبه چي ابوطالب وويله په دي ډول وه :

امابعد فان محمدا ممن لايوازن به فتى من قريش  الارجح به شرفـا ، ونبـلا ، وفضـلا ، وعقـلا ، وان كان في المال قل فانه ظل زائل وعاريه مسترجعه  وله في خديجه بنت خويلد رغبه وله فيه مثل ذلك .

ژباړه : محمد يوداسي زلمى ده چي په قريشوكي يې كوم ځوان په شرافت ، ميړانه ، كمال اوعقل كې سيالي نشي كولى   اونه له ده سره په دي اوصافو كي څوك برابردي ،كه څه هم ددنيا شته  نه لري ،مګر دا كوم عار نه ده ، داحالت تيريدونكى ده  ،ځكه شتمني يوه بيرته راګرزيدونكې  عاريه ده ،  دى خديجي سره په واده كولو كي رغبت لري اوهغه هم دده په شان له ده سره واده كول غواړي.

 

ددي نكاح په مهال دنبي صلى الله عليه وسلم عمر 25 كاله اودخديجه الكبرى عمر 40 كاله وو  مهر 20 اوشان په بل روايت 500 درهمه وو . سيره المصطفى 1\ 111-  112  .  بحواله روض الانف . وزرقاني

دوليمي ډوډۍ

ديوه روايت له مخي چي خديجه الكبرى رض دايجاب اوقبول نه وروسته يو غويی حلال كړ، اوخلـكوته يي دوليـمي ډوډۍ اومـيلمـستـيا وكـړه . زرقاني 3\ 221

دمفتي ابویاسر له کتاب الحدیقې څخه

About admin