Home » دماشومانو اسلام » دماشومانو په هکله دمور اوپلارځیني هیرشوي مسئولیتونه

دماشومانو په هکله دمور اوپلارځیني هیرشوي مسئولیتونه

تحنیک  :

دماشمتوب په  مهال  کي  دموراوپلار  له مسؤلیتونو څخه  یوهم   تحنیک  ده  .

تحنیک  ماشوم  ته په لمړي ځل  خوږ څیز  لکه  ژول شوي  کجوره  یادحلوا لیږڅه  ورکول  دي  ، اوځیني علماء بیاداسي وایې چي تحنیک   دزیږیدلي  ماشوم  دیوه  صالح  عالم   یابزرګ  په  وړاندي  حاضرول  دي  . چي  هغه دبرکت  اوصلاح  له  دعا ووسره  دکجوري [ خورما ] اود هغه  دناوړي  څخه  ماشوم  ته  ور څکل  دي  . صحابه  وو به  خپل  ماشومان  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  ته راوړل  اوهغه به دبرکت  ددعاسره  دهغوۍ ماشومانو ته په خوله  کي ناوړه اولیږ ژولي خورما ورکوله  :

عن عایشة رضی الله تعالی عنها ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کان یؤتی بالصبیان فیبرک علیهم ویحنکهم رواه مسلم   . مشکوة   ص\ ۳۶۲   .

همداراز اسماء رضی الله تعالی  عنها وایې : کله چي  عبدالله بن زبیر پیداشو نو پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته  می  ورووړ  اودهغه په غیږ کي  مي کیښود پیغمبرصلی الله علیه وسلم خورما راوغوښته  هغه یې وژووه اوبیا یې ماشوم ته په خوله کي  ورکړه  اودبرکت دعایې ورته وکړه  … مشکوة ص\  ۳۶۲

داعمل  که څه هم په ښکاره  ډیرساده  ده  ولي  له  یوه سترمعنوي  ارزښت

څخه  ډک  ده  ځکه  دعا یو داسي  سترقوت  ده چي  تقدیرونه  پري بدلیږي  . اویوتن  له  شقاوت  څخه  دسعادت  لوړوپوړو  ته  پورته  کيږي  .   دا په ځانګړي  ډول دیوه ماشوم  په هکله  چي  دزوند په لمړي  پړاو کي  وي  او نوی زوند یې  پیل  کړي  وی   خو را ارزښت لري   .

له  انس  رض  څخه  روایت  ده چي  مور یې  دپیغمبرصلی الله  علیه وسلم  په وړاندي  حاضر کړ او هغه  دعمر  اومال  دبرکت  دعا ورته وکړه  انس رض  باندي  ددي  دعا اثر دځوانۍ په  مهال  ښکاره شو  هغه  دښه  ذهن  ستر علم  او ډیرمال  څښتن  شو  اولوی  خدای  ډیر عمر او اولادونه  ورکړو .  دغه راز ډیرصحابه  چي  دپیغمبرصلی الله علیه وسلم  ددعا له  برکته  یې   دزوند ټولي  هیلي سرته رسیدلي وي  .

في احکام تجمیل النساء ص\ ۱۱۸عن انس رضی الله تعالی عنه قال جاءت امي ام انس الی رسول الله صلی الله علیه وسلم … فقالت یارسول الله هذا انیس ابني اتیتک به یخدمک فادع الله له فقال اللهم اکثر ماله وولده وفي روایة البخاري وبارک فیمااعطیته قال انس فوالله ان ولدي وولد ولدي لیتعادون علی نحو الماة الیوم الحدیث .

دیادوني  وړ ده چي  له  دغه ستر برکت  او سعادت  څخه اوس ډیر خلک  محروم  دي  پورتنی  عمل  چي  یواسلامي  شعار هم  ده  اوس  خلک بی خي  ورسره  نا اشنا دي  بلکه ډیرو خلکو خو دداسي  دیني  اعمالو په  ځای   بی  معنی   رواجونه  خپل  کړي  چي  نه یې په کي  داخرة  ګټه شته اونه  هم  ددنیا بلکه  داسلامي شعارو دترک  ګناه به یې لاهم  ورته په غاړه پاته وي  .

عقیقه  کول  :

دماشوم عقیقه یوبل  اسلامي  شعار ده  چي  په حدیثو کي  ورباندي ډیر ټیګار شوی .

عن سلمان بن عامر الضبي قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول مع الغلام عقیقة فاهریقوا عنه دما وامیطو ا عنه الاذی . رواه البخاري مشکوة ص\ ۳۶۲  سلمان  بن عامر وایې چي ماله پیغمبر صلی الله  علیه وسلم  څخه اوریدلي  چي ویل  یې : دماشوم  له زیږیدو سره   عقیقه  کوۍ ، وینه تویه وۍ  او په دي  یې دآفتونو مخه   نیسۍ

عقیقة  : په  اومه  ورځ  دماشوم  دسر دویښتانو اخستل [ خریول ] دویښتانو دوزن په اندازه  سپین زر  خیرات  کول  . او  [ بیا که یې  وس  درلود نو د]یو پسه حلالول  اوخیرات کول  دي   . مرقات

له حضرت  علی رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده  : قال عق رسول الله صلی الله علیه وسلم عن الحسن بشاة وقال یافاطمة احلقي رأسه ، وتصدق بزنة شعره فضة فوزناه فکان وزنه درهما اوبعض درهم . رواه الترمذي . مشکوة ص\ ۳۶۲   وایې چي  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  دحضرت  حسن رض  په  عقیقه  باندي پسه  حلال  کړ  اوبیا یې  فاطمي رضی الله  تعالی عنها  ته وویل  :  دحسن  سر  ویښتان  واخله  اوبیا یې  دویښتانو دوزن  په اندازه سپین زر  خیرات  کړه  حضرت علی رض  وایې  موږ دحسن  دسر ویښتان  وزن  کړو نو یو درهم  او که  د درهم  یوه برخه شوو .

عقیقة یو سنت  عمل  ده چي   دماشوم  دنعمت  دشکر په  بدله کي  انسان  دپسه   وینه  تویه وي  . اوله دي  سره  دالله  تعالی  دنعمت  قدر  اواحترام  کوي  .  اودلوی  خدای  ج له لوري  دلازیاتو برکتونو  او فیوضاتو  دنزول  سبب  ګرزي  .

عقیقه  په  نارینه  اولا د  هم  سنت  ده  او په  ښځینه  اولاد هم  یعني  دهلک  اونجلۍ  دواړو څخه   عقیقه  کول  سنت  ده  .

عن عمرو بن شعیب عن ابیه عن جده قال سثل رسول الله صلی الله علیه وسلم عن العقیقة ….. وقال من ولد له ولد فاحب ان ینسک عنه عن الغلام شاتین وعن الجاریة شاة . رواه ابوداود مشکوة ص\۳۶۳   وایې  چي  له  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  څخه دعقیقي په اړه وپوښتل شو…..   او ویې ویل   : دچاچي  ماشوم  وزیږيده  نوزه داخوښوم  چي له هغه نه یو شی حلال  کړي   هو له  هلک  څخه  دوه  پسونه  اوله  نجلۍ څخه  یو پسه  [ په عقیقه کي حلاله وۍ ] .  همداراز په ځینو روایتونوکي  دیوه  یوه پسه  دحلالیدو راغلي  یعني  یو له  هلک  څخه  اویو له نجلۍ څخه   .

About admin