Home » دماشومانو اسلام » دکتابونو سره دمومنانو مینه اودکافرانو عداوت

دکتابونو سره دمومنانو مینه اودکافرانو عداوت

له کتابونوسره دکافرانو ورانه اوعداوت

داندلس دقرطبي په ښاركي اته سوه مدرسي وي اوپه غرناطه كي 137 مدرسي،داښآرونه دكتابونو اوكتابتونوله پلوه خورا شتمن وو،دنايابه كتابونو اواملا و مركزونه وو، خو كله چي په اندلس دانګريزانو يرغل وشو نودي كافرانو يواځې دغرناطي دښار دمسلمانو له كورونو څخه له لس لكه زیاتكتابونه راو ايستل او بيايي دښارپه یوه څنډه كي اور ورکړ چي لس ورځي په دغه كتابونو اور بليده اودودونه به ترې پورته کیدو. فاها ثم آها ثم آها . مطالعه كي اهميت ص\ 133 بحواله مقالات شبلي

کتاب مي دژوندملګری ده

نامتوعالم احمد الرازي چي په علم كي يي ډيري ستړیاوي اوزحمتونه ګاللي وايې : دزوند په سختيو اوکړاوونوكي زما تسل زما دروح اوبدن درمل همدا خپل كتابونه دي چي زما زوند ورپوري تړلى ده،زه همدا كتابونه دخپل زوندملګري ګڼم ،اودزوند ترپايه به ورسره واوسیږم اوبيابه يي داشعروويل .

اذا ازدحمت هموم الصدر قلنا – عسى يوما يكون لها انفراج

نـديمي هــرتي وانيس نفسي – دفاتر لي ومعشوقي السراج

ژباړه :چي كله مي په سينه كي غمونه په شورشي نو دزړه تسل په دي كوم چي يوه ورځ به لاداغمونه رانه کډه شي ” دكور په ټولو شتو كي ” يوه پيشوګۍ راسره ملګرتیالري ، زما مينه اومعشوقه بس کتاب او شمعه ده . صفحات من صبرالعلماء ص\ … رقم 254

فمحبوبي من الدنيا

دكتاب له يوه مومن عاشق څخه بل تن په عاریه کتاب وغوښتل، هغه داشعرونه ورته وويل :

الاّ يامستعير الكتب اقصر =   فان اعارتي للكتب عار

فمحبوبي من الدنيا كتاب = وهل ابصرت محبوبا بعار

ژباړه :ای دكتاب سوالګره! له مانه دكتاب غوښتنه مه کړه . دكتاب ورکړه زمالپاره لوى پيغور ده ،ځکه زه په ټوله نړۍكي له یواځې كتاب سره مينه لرم ، نو تاسو ليدلي چې يوتن خپل محبوب په چاته په سوال “یااعاره “كي ورکړي . مطالعه كي اهميت ص\ 126

دابویاسر له الحديقي څخه

About admin