Home » دمېرمنو اسلام » ښځه په اسلام کې

ښځه په اسلام کې

لیکواله أغلې حـــنیفه (زاهــــد) شاجويي:

خوندي دي وپوهیږي چي څوک یو او دڅه دپاره یو؟
ښځي ته لوي څښتن( جل جلاله) دانساني خلقت په ښکلا کي دفي احسن تقویم ویاړ ور کړي، اوپه ښکلي وجود یي نازولي ده.
نارینه اوښځینه دواړي نوعي دټولني دوه وزرونه ، دي ډیر داسي کارونه دي چي دواړه يي سرته رسولی شي خوپه ځیني کارونو کي ئې بيا هر یوه ته ځانګړ تیا ورکړي هغه کارونه چي نارینه ئې کولی شي ښځینه ئې سرته نشي رسولی او هغه چي ښځي ئې تر سره کوي نارينه ئې نه شي پوره کولی، له دي معلومه شوه چي یو ئې هم په یوازي سر ټولنه نه شي جوړولی، نو داچي دانساني ژوند کښتۍ دو کښتيوانان غواړي نو دالازمه ده چي دواړه ئې دکښتۍ چلولو لاري چاري پوره زده کړي چي ټولنه په هوسايي سره سر منزل ته ورسوي ، او داهلته کیږي چي دوي دواړه په دي پوه شي چي څوک يم اوڅه وکړم.
زموږ په ټولنه کي چي تراوسه ئې لاد نارینه وو سمه پالنه نه ده شوي ښځي خوئې په دوهم قدم کي شاته پاتي دي که چا ئې غم خوړلی وي هغه هم داسي چي ځیني ئې ښځي دتفریط په زندانونو کي تړلي اونور ئې ښځي بیا دافراط بیابانونوته شړلې غواړي بعضو يې ښځي په کور کي دننه له خپل رب خپل ځان اوجهان څخه ناخبره پرئیښي چي له داسي ړانده چا څخه به څوک دښه خدمت تمه وکړي؟
اونور بیا داږغ پورته کوي چي زموږ ښځي دي هم دلویدیځوالو په ډول راووزي اوله نارینه وو سره دي ګډ کار وکړي چي داخوبه بيخي ورسره څوک ونه مني ځکه چي موږ خوله هغوی سره په دين مذهب رسم رواج کي ډیر فرق لرو او دهغوی کړه وړه کټ مټ نشو را کاپي کولي زما په اند داضروري ده چي زموږ خوندي تر هرڅه اول له اسلامي کردار اسلامي احکامو څخه خبري شي اود الهي قانون په رڼا کي تربیه شي چي دغه قانون تربل هر حکومتي او کلتوري قانون سم اوهم محکم دي، دهرچا حق په کښي خوندي او دهوسایي لاري چاري یي ورته برابري شوي دي خودلته له ښځو سره هغه څه کیږي چي اسلام نه بلکي مسلمانان ئې له خپلي راي څخه کوي او په دي کي ډیر ناروا کارونو ټينګ رواج موندلی، تر ټولو بده لا داده چي دي غلطیو ته اوس په مذ هبي لحاظ هم څوک ناروا نه وايي
ـ دښځي ارزښت په اسلام:
اسلامي قانون ښځه دانصاف په تله تللې او دهغې له بیو لوژيکي استعداد سره شم ئې دهغې دنده اوله هغې سره چلند ښودلی، که مسلمانه ټولنه دغه لاره عملي کړي پوره هوسايي به تر لاسه کړي،ښځه ده نسل په جوړولو کي چي یوه مهمه موخه ده ډیره غټه ونډه اخلي دماشوم درې مرحلي: حمل، زیږون، شیدې ورکول او بیا وروسته ئې په جار قربان لویول پر غاړه لري،نو الهي قانون دښځي او اولاد نفقه يې دهغې پر خاوند لازمه کړي چي ښځه خپله درنه وظيفه په دقت او آرامي سره سرته ورسوي ځکه چې داوظیفه میني او عاطفي ته ضرورت لري اوهغه په هوسا بدن او آرام ذهن کي ښه جوړيږي او که ئې دکور خرڅ او شاقه کارونه له غاړي شي نو بیا داویره ده چي طلب کل فوت کل ورڅخه مینځ ته راشي،
ښځه دژوند درې مرحلې لري:
لورتوب، میرمنتوب، او مور توب چی دغي هري مرتبې ته ئې زموږ خوږ پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) دقدر په سترګه کتلي دلورپه هکله فرمایې:عن انس (رضی الله تعالی عنه) قال قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) من عال جاریتين دخلت انا وهو الجنة کهاتین اشار باصبعیه. (رواه ترمذي)
ترجمه: له حضرت انس (رضی الله تعالی) څخه روایت دي چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ویلي:هغه څوک چي دانجونو پالنه وکړي زه دی به جنت ته په دي ډول داخل شو هغه مبارک(صلی الله علیه وسلم) په خپلو دوو ګتو سره اشاره وکړه.
عن ابي سعد خدري (رضی الله تعالی عنه) ان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) قال: لایکون لاحدکم ثلاث بنات او ثلاث اخوات فیحسن الیهن الا دخل الجنة(رواه الترمذی)
ترجمه:
له ابي سعید خدري (رضی الله تعالی عنه) څخه روایت ده چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي: چي نه دي یو له تاسي چي درې لوڼې یادرې خوندې ولري او له هغوي سره نیکي وکړي مګر چي داخل به شي جنت ته.
دمیرمني په باره کي:
عن عبدالله بن عمر (رضی الله تعالی عنهما) قال قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خیارکم خیارکم لنسائهم (رواه ابن ماجه)
ترجمه:
له عبدالله بن عمر (رضی الله تعالی عنهما) څخه روایت ده چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ویلي: په تاسو کي هغه څوک ښه دي چي له خپلو ښځو سره ښه وي.
دمور په باره ئې داسپارښتنه کړي ده:
عن ابي هریرة (رضی الله تعالی عنه) قال جاء رجل الی رسول الله(صلی الله علیه وسلم)
فقال: یارسول الله (صلی الله علیه وسلم) ! من احق الناس بحسن صحابتي؟
قال: امک قال: ثم من؟
قال: ثم امک قال: ثم من؟ قال: ثم امک قال: ثم من؟ قال: ثم امک قال: ثم من؟ قال: ثم ابوک
(رواه البخاري)
ترجمه:
ږله ابو هریرة (رضی الله تعالی عنه) څخه روایت دي: یو سړي درسول الله (صلی الله علیه وسلم) وحضور ته راغی، او ورڅخه ئې پوښتنه وکړه چي په خلګو کي پر ما څوک ډیر حق دار دي چي زه ورسره ښه ملګرتیا او ښه ناسته ولاړه وکړم
هغوي مبارک (صلی الله علیه وسلم) وویل: ستا مور سړي وویل:بیاڅوک؟ هغوی (صلی الله علیه وسلم) وویل: بیا ستا مور، سړي وویل: بیا څوک؟هغوي (صلی الله علیه وسلم) وویل: بیا ستا مور، سړي وویل بیا څوک؟ هغوی (صلی الله علیه وسلم) وویل: بیا ستا پلار.
نوګورو چي په اسلام کي ښځي ته ډیر پام شوي چي بل یوه قانون کي هم له ښځو سره دښې رویې کولو په دي ډول ټینګار نه ي شوي، دنن دنیاوال وايې: ښځه له نر سره برابر حق لري، خو اسلامي قانون وايې: ښځه چي یوه درنه وظیفه پر غاړه لري نارینه ته لازمه ده چي خدمتګار ئې شي او هرڅه ورته برابر کړي.
ښځوته په اقتصادي لحاظ هم پام شوي:
ښځه کولی شي چي شتمني ولري او دخيل ملکیت څښتنه شي، په میراث کي هم ښځي له نارینه وو سره ګډ حق لري، خو داچي ددې حصه دنارینه نیمایي ده هغه په دي معنی نه چي ښځي ته په کمه سترګه کتل شوې،بلکه هغه په دي منظور چي پر ښځي خو دچا دنفقې الزام نشته،
او دهغې خپله نفقه هم پر بل چا لازمه ده ځکه نو دغه نیمايي ئې دانصاف برخه ده، په ذهني لحاظ هم زموږ لارښود (صلی الله علیه وسلم) ښځوته ارزښت ورکړي، له خپلو میرمنو سره به ئې په کارونو کي مشوري کولي او له زیاتو مصرفیتونو سره سره ئې خپلو متعدو ببیانو ته دخبرو کولو او مجلس وخت ورکړي، اوهغه اقوال چي له پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه ئې خپلو میرمنو را نقل کړي دلا ښه اعتبار وړ ګرځیدلي، داچې دفاسدي مفکوري خاوندان پر اسلامي قانون داعتراضونه لري چي دښځي حق نه دي پکښي خوندي شوی،
یو ئې داچي ښځه ولي په پرده کولو ماموره شوي چي دا خو هغې ته دشکنجې حثيت لري،
هغوی ته به په اول قدم کي دا ووایو چي اسلام خو نارینه اوښځي دواړو ته دپردې حکم کړي او دعورت پټول ئې پر دواړو باندي فرض ګرځولی، چي داخو دانسانیت له حیوانیت څخه یو ښه امتیاز دي، او دا چي ښځي ته ئې دټول بدن په پټولو امر کړي دا هم دښځي یو فطرتي تقاضا ده، چي دښځي بدن لطیف دي، اونسبت نارینه وو ته ئې دیخ او ګرمۍ په مقابل کي مقاومت کم دي که ټول ځان پټ کړي ښه خوندي به وي،
یاورته داځواب وایو ښځه ځکه پردې ماموره شوي چي پر ده وکړي اوخپل زینت دي نه ښکاره کوي، داهم دهغې دپت او عزت یو ښه دامن لاره ده،که دامعتريضین داښه بولي چي ښځي دي نارینه وو ته دلوبو دسامان حیثیت ولري؟، هر چیري او څنګه چي نارینه وغواړي هلته دي ور ورسیږي، نو ددې لاري غوښتونکي خو په یقین سره له خپل انساني فطرت څخه پردي شوي، او حیواني خواهشاتو په مخه اخیستي دي.

About admin