Home » دمېرمنو اسلام » په اسلام کې دمیرمنو حیثیت !

په اسلام کې دمیرمنو حیثیت !

 

په اسلام کې دمیرمنومقام

دا  داسلام ددین  هدف دی چې ټوله نړۍ په یوه سطحه راوړله شي ،چې په  کښې شاهې اوفقیري ،امارت اوغربت،عالم اوبي علمه ،نارینه اوښځینه ټول په یوه عقیده اویوفکرباندي وي،اسلام  دخپلوتعلیماتو،احکامو،اوقوانینوپه ذریعه ټولی نړۍ ته دمساوات پیغام ورسول ،چې ور سره دمذهب ،اخلاقو،تمدن اوسیاست ډانچه بدله شوه ،اوپه انسانیت کې یې یوه نوي روح پوه کړه ،

تراسلام د مخه چې نړۍ کوم پرمخ تګ کړی ؤ،هغه یواځې د نارینه و داخلاقې اودماغې قوتونوکرشمه وه، مصر،بابل ،ایران ،یونان ،اوهندوستان، دډیرولویولویو تمدنونو مرکزونه ؤ، خو په هغوۍ کې دمیرمنوهیڅ ارزښت نه ؤ،

هغه مهال چې داسلام پلوشودنړۍ مخ روښانه کړ،نودانسانیت دواړه اړخونه  (نر،اوښځې) یې له پوره حقوقوبرخمن کړ  ،

اودتمدن په دي باغ کې یوه نوي وږمه خوره شوه چې دانسانیت دواړواړخونوته یې ډیره ګټه ورسیده،

تراسلام له مخه په مختلفوملکونوکې ښځوته په بیلابیلو نظرنوکتل کیدل،دبیلګې په ډول په مشر ق کې ښځه دنارینه ؤ دتقدس دلمن داغ بلل کیده.

په روماکې هغه دکوریوسامان بلل کیده .

په یونان کې هغې ته شیطان ویل کیده.

په تحریف شوي تورات کې هغه دهمیشنې لعنت حقداره بلل کیده.

کلیساکې هغې ته دانسانیت دګلبڼ یوازغی ویل کیده.

یورپ هغې ته خدای یادخدای برابردرجه ورکوله .

لیکن داسلام نظر له دي ټولوتمدنونوڅخه ډیرتوپیرلري ،ځکه په اسلام کې ښځه دښواخلاقولرونکې اودانسانیت ددوواړخونوڅخه یومهم  اړخ بلل کیږي،

امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحیح البخاري کې دحضرت عمررضی الله تعالی عنه داقول نقل کړی،چې په مکه کې موږ  ښځې دهیڅ برابربللي ،په مدینه کې بیاهم نسبتاً هغوئ قدردرلود،لیکن هغه مهال چې داسلام دلمروړانګې په نړۍ راخوري شوي اولوی خدای جل جلاله دهغوئ په اړه آیتونه نازل کړل ،نوموږته دهغوئ قدر اومقام معلوم شو

،بخاري ج/۸۶۹.

عربوچې دجاهلیت په زمانه کې دلوڼوژوندي خښولورواج درلود  درسول الله صلی الله علیه وسلم دي قول ته که په ځیروکتل شي [یاانجشة رویدک   بالقواریر] ،  ای انجشة!ګوره داخوښېښي دي :

نودحضرت عمررضی الله تعالی عنه  دقول پوره وضاحت به وشي،

اسلام یواځې دانه چې ښځوته یې پوره پوره حقوق ورکړي بلکه هغوئ ته یې دنارینه ؤسره دبرابري درجه ورکړي چې دانسانیت یومهم جزء یې بولي ،

په صحیح البخاري کې لیکلي،: الرجل راع علی أهله وهومسئول ،والمرأة راعیة علی بیت زوجهاوهی مسئولة ،ج۲/۷۸۳

ژباړه :نارینه دخپل اهل ساتونکی اودهغه متعلق به ورڅخه سوال کیږي ،اوښځه دخاونددکورساتونکي ده اوله هغې به هم په دي باره کې سوال کیږي،

اوپه سنن ابن ماجة کې ددي نوروضاحت په داډول کړی،

لیس تملکون منهن شیئاغیرذالک الاأن یأتین بفاحشة مبینة :

ژباړه : تاسوپه ښځوله خاصوحقوقوپرته  نورهیڅ حق اولاس بری نه لرئ ،مګرهغوئ یوه ښکاره ګناه وکړي،

په اسلام کې چې دښځوکوم مقام دی،هغه دنتیجې په لحاظ له نوروټولو اقوامو اوملتونوڅخه مختلف دی ،په نړئ کې هرقوم پخپل تاریخ باندي نازکوي ،اوداخبره په ځای هم ده ،لیکن که له هغوئ څخه داپوښتنه وشي چې په دي زړوافسانوکې دښځوڅومره اندازه وه ؟

نوبه خامخاهغوئ  دجواب ورکولوپه ځای خاموشه  شي اودغروراوفخرهنګامه به یې پاته شي،

هویونان بیشکه خپله – ربات النوع – وړاندي کولی شي،اوهندوستان دډیرودعفت اوعصمت ،ددیوتاګانونومونه اخستلی شي،یورپ د-ګولډن ډیډس  ـــ یوڅوجنګي اوتوریالۍ ښځې یادولی شي،لیکن دهغوئ له کبله نړۍ هم کومه ترقي کړي اوکنه ؟ اودتمدن یوقدم یې هم په مخ اخستی؟ ،نوتاریخ به ددی سوالونوځواب په نفی باندی کوي،

که قومي تاریخونه پریږدواودنړۍ دمذهبې تاریخ مطالعه وکړو،نووبه لیدل شي چې دهغوئ پاڼی هم ددي نازکې نوعي له ستروکارناموخالي پاتي دي،

تورات به مریم اخت هارون علیهماالسلام  وړاندي کړي ،ناصره به مریم عذراء علیهاالسلام  مخته راوړاندي کړي،ددي سترومیرمنومذهبې عظمت اوبزرګې کې شک نشته لیکن آیاددي بزرګومیرمنوکومه مذهبې کارنامه هم کوم تاریخ نیولي؟

لیکن هغه میرمنې چې داسلام  مبارک دین کې لویې شوي اوپه اسلامی تربیه روزل شوي ،هغوئ په نړۍ کې ډيري ستري ستري کارنامې کړي چې دتاریخ پاڼې پري ډکي دي ،

هو موږبه دلته دهغه صحابیاتورضی الله تعالی عنهن  کارنامي خدمتونه وړاندي کووچې ددي نازکي نوعي  دترقي اولني مؤسسي بلل کیږي،

صحابیاتودتمدن په مختلفوبرخوکې کارکړي موږبه دلته یوڅونمونې ذکرکړو،

دتمدن په مختلفوبرخوکې دصحابیاتومیرمنوبیلابیل خدمتونه،:

دمذهبي خدماتوپه سلسله کې ترټولومهم خدمت جهاددي ،اوصحابیاتوچې په کوم جوش اوجذبه ،خلوص ،عزم ،اواستقلال سره داخدمت اداکړی په نړۍ کې یې مثال موندل  ناشونی دی،دأحدپه غزاکې هغه مهال چې کافرانویوه ستره حمله په مجاهدینووکړه اوله رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یواځې یوڅوسرښندونکي پاته شول ،

حضرت ام عماره رضی الله تعالی عنهارسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیده اوخپله سینه یې دډال په څیردهغه صلی الله علیه وسلم مخ ته ونیوه ،کافرانوچې به کوم مهال دغشواونیزواوتورووارونه کول دي به دهغوئ مخ نیونه کوله ،

ابن قمیة چې څه وخت په زورسره نبی صلی الله علیه وسلم ته ځان ورسول  نوحضرت عماره رضی الله تعالی عنهاورمخکې شوه اوهغه یې له راتګ څخه بندکړ،اودهغه له وارسره دهغې مبارکې په اوږه یوژورزخم جوړشو،هغې په ځواب کې دتوري وارورباندي وکړ خوپه ابن قمیة چې دوې زغرې یې په بدن وي  أثریې پري ونه کړ،تاریخ ابن هشام ص/۸۴

او دمسیلمه په جنګ کې هغه په ډیره میړانه وجنګیده چې په بدن یې ۱۲ زخمونه  وخوړل اویولاس یې هم شهیدشو، ابن سعد۸/۳۰۴

دخندق په غزاکې چې حضرت صفیة رضی الله تعالی عنهایویهودي قتل کړاودیهودیانودحملې ناکامولولپاره چې هغې کوم تدبیراوچل کړی ووهغه په خپله یوډیره دحیرت خبره ده ،زرقانې ۲/۱۲۹

اودحنین په غزاکې دحضرت ام سلیم رضی الله تعالی عنهاخنجرپه لاس وتل خوبیایوه مشهوره خبره ده ،صحیح مسلم ۲/۱۰۳

دیرموک په غزاکې چې دحضرت عمررضی الله تعالی عنه دخلافت په زمانه کې رامینځ ته شوي،حضرت اسمآء بنت ابی بکر صدیق ،حضرت ام ابان ،ام حکیم ،خوله ،هنده،اوام المؤمنین حضرت جویریة رضی الله تعالی عنهن،په ډیر ،غیرت ،اومیړانه سره جنګیدلي دي ،اواسمآء بنت یزیدچې دانصاروله قبیلې څخه وه دخیمې په لرګې  ۹ رومیان قتل کړل . الاصابة ۸/۱۳

یواځې دانه چې داسلام توریالیومیرمنوپه وچه کې له دښمن سره سختې مخامخ جګړي کړي بلکه په سمندري جهادکې یې هم پوره پوره برخه اخستې،دهجرت په ۲۸ کال دقبرس په جزیره چې کوم مهال حمله وشوه نوحضرت ام حرام په هغه کې شامله وه ،صیحیح البخاري ۲/۹۲۹

دجنګ په میدان له دي پرته هغوئ نورخدمتونه هم کول ،دمثال په ډول ،اوبه راوړل ،دزخمیانومرهم پټۍ کول ،شهیدان اوزخمیان دمعرکې له میدانه ایستل ،غشې راټولول ،دخوراک اوڅښاک انتظام کول ،قبرونه کندل ،داسلام دسرښندونکوحوصله لوړل ،اوداسي نورمهم کارونه ،

حضرت  عائشة ،ام سلیم ،ام سلیط،رضی الله تعالی عنهن ، دأحدپه غزاکې خپلې مشکیزي له اوبوډکولي اوزخمیان اومجاهدین یې اوبه کول ،ام سلیم اودانصاروڅونوروسپینسرومیرمنودزخمیانوخدمت اودرملنه کوله ،اودهمدي مقصد لپاره به هغوئ تل له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په غزاګانوکې شرکت کول ،ابوداؤد۱/ ۲۵۲

ربیعه بنت معوذ،اونوروبه شهیدان اوزخمیان دجنګ له ډګره مدینې منورې ته رارسول ،بخاري ۱/۲۷۰

ام زیادالشجعیة اوورسره پنځه نورو میرمنو دخیبرپه غزاکې دڅاه دڅرخ په اړولو[اواوبوراښکلوسره] دمسلمانانوکومک مرسته کوله، همدارازبه یې مجاهدینوته  غشې راټولول ،اوستو به یې [یوډول خواړه دي ] ورکول،مسلم ۲/۱۰۵

په عمري خلافت کې داغواث اوامارث اونوروجنګونوکې ماشومانواومیرمنو دقبرکندلوسترخدمت کړي ،طبري ۶/۲۳۱۷

اودیرموک په غزاکې چې کله دمسلمانانودلښکرمیمنه په شاراتګ سره دحرم ترخیمه کیمپ پوري راورسیدل ،نو دهنده،خوله،اونورومجاهدومیرمنوبوږنونکې شعرونو دهغوی مورال قوی کړ،اسدالغابة ۵/ ۵۱۹

داسلام خپرول .

داسلام دخپراوي په لاره کې هم صحابیاتوکرامورضی الله تعالی عنهن سترخدمتونه کړي ،دحضرت فاطمه بنت خطاب په بلنه اودعوت سره حضرت عمررضی الله تعالی عنه مسلمان شوی،

دام سلیم په ترغیب سره ابوطلحه داسلام په چوکاټ کې داخل شوی، اصابه ج۸/۱۰۶

حضرت عکرمة دخپلې میرمنې ام حکیم په پوهولومسلمان شوی ؤ. مسنداحمد

اودأم شریک دوسیة په بلنه سره دقریشوپه ښځوکې اسلام خپورشو،چې داکاریې په پټه کې په ډیره ښه طریقه سرته ورسول .کتاب النکاح موطآء امام مالک

داسلام ساتنه : چې یوډیرمهم کارده په دي مهم کارکې هم صحابیاتواواسلامې میرمنوډيرزیات زیارونه ښکلي،خودغه کارترټولوزیات حضرت سیدتناعائشة رضی الله تعالی عنهاکړی، په کال ۳۵ هجري کې چې کوم مهال حضرت عثمان بن عفان رضی الله دشهادت داعې ته لبیک ووایه ،اودمذهب نظام درهم برهم شو،نوهغې داصلاح لپاره یوآوازاوچت کړچې دبصري اوکوفې خلګوپه لبیک ورسره بدرګه کړ،

سیاسې فعالیتونه :

داسلام سپیڅلومیرمنوډیرسیاسې کارونه هم کړي ،لکه حضرت شفاء بنت عبدالله  دومره سیاست پوه وه چې حضرت عمررضی الله تعالی عنه به هغې ته شاباشی ورکاوه ،اوله هغې سره به یې هم مشوره کوله ،اسدالغابة ۵/۵۹۴

حضرت عمررضی الله تعالی عنه به ډیرځله هغې ته دبازاردانتظام کارهم سپارل .کتاب الام للشافعی ۱/۱۴۵ واسدالغابة ۵/۳۷۴-۴۷۹

ترهجرت له مخه چې کله قریشودرسو ل  الله صلی الله علیه وسلم  محاصر ه کول غوښتل نو رقیقه بنت صیفی چې دعبدالمطلب وریره وه ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ددي ارادي خبرتیاورکړي وه ،اصابه ج/۸/۳۲

چې له کبله یې په خپل ځای حضرت علی رضی الله تعالی عنه پروت پریښودخپله دمدینې په لوري روان شو،طبقات ابن سعد۸/۳۵

په اسلام کې دښځې سیاسې اختیارات دومره پراخ دي چې دښمن ته هم پناه ورکولی شي،اودمسلمانانوامیردهغې امن برقرارساتلی شي،په سنن ابوداؤدکې لیکلې دي چې په دفتح مکې په مهال أم هانې رضی الله تعالی عنه چې دحضرت علی کرم الله وجهه خوروه یوه مشرک ته پناه ورکړه نورسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

قدأجرنامن أجرت وآمنامن آمنت ، تاچې چاته پناه ورکړي موږهم هغه ته پناه ورکړي،اوتاسوچې چاته امن ورکړی موږهم هغه ته امن ورکړی،، ابوداؤد۱/۲۷۴

علمې فعالیتونه: په اسلامې علوموکې یعنې قراءت ،تفسیر،حدیث ،فقه ،فرائض ،اونوروکې هم ډیروصحابیاتوښه مهارت  درلود،حضرت عائشة ،حضرت حفصة ،أم سلمة ،اوأم ورقة رضی الله تعالی عنهن ،پوره قرآن کریم حفظ کړی ؤ،فتح الباري ۹/۷۴۷

هنده بنت أسید،أم هشام بنت حارثة ،رائطه بنت حیان،اوأم سعدبنت سعدابن ربیع دقرآن کریم ډیرسپاروحافظانې وي،له دغه سره سره أم سعددقرآن کریم درس هم ورکول،اسدالغابة ۵/۵۸۶

علم تفسیر

په علم تفسیرکې حضرت عائشة رضی الله تعالی عنها،خاص مهارت درلود،چې دصحیح مسلم په آخرکې دهغې دتفسیریوه معتدبه برخه نقل شوي،

علم حدیث

په علم حدیثو کې ازواج مطهراتوخصوصابیاحضرت عائشة اوأم سلمة رضی الله تعالی عنهما ترټولوصحابیاتوممتازي دي،ابن سعدج۲/ق۲ /ص۱۲۶

چې دحضرت عائشة رضی الله تعالی عنهادروایاتوشمیره ــــ۲۲۱۰ــــ دی ،اودأم سلمة رضی الله تعالی عنهادروایاتوشمیره ــــ  ۳۷۸ـــ  دی ،له دي څخه پرته أم عطیة ،اوأسمآء بنت أبی بکر،أم هانئ اوفاطمة بنت قیس هم کثیرالروایة تیري شوي،

علم فقه

په فقه کې دحضرت عائشة رضی الله تعالی عنهافتاوي دومره ډیري دي چې له هغوی څخه غټ اوضخیم کتابونه جوړیدلی شي،اعلام الموقعین لابن قیم ۱/۱۳

دحضرت أم  سلمة رضی الله تعالی عنه له فتاواوڅخه هم یوه رساله جوړیدلی شي،اودحضرت صفیة ،حفصة ،أم حبیبة ،جویره،میمونة ،فاطمة الزهراء ،أم شریک ،أم عطیة ،أسمآء بنت ابې بکر،لیلی بنت قائف ،خولة بنت تویت ،أم الدردآء ،عاتکه بنت زید،سهلة بنت سهیل ،فاطمة بنت قیس ،زینب بنت ام سلمة ،أم أیمن ،أم أیمن ،أم یوسف ،أم سلمة رضی الله تعالی عنهن ،له فتاواؤڅخه هم یوه رساله جوړیدلی شي،

علم فرائض : په علم فرائضو کې هم حضرت عائشة رضی الله تعالی عنهاخاص مهارت درلود،اودلوړومرتبې صحابه کراموبه له هغې څخه دعلم فرائض متعلق مسائل پوښتلې ،ابن سعدج۲ ق۲ ص/۱۲۶

عصري علوم

له دغه اسلامې علوموپرته په نوروعلوموکې هم صحابیاتوښه مهارت درلود،مثلاعلم اسرارکې حضرت أم سلمة رضی الله تعالی عنهاپوره مهارت درلود،

په خطابت کې أسماء بنت سکن رضی الله تعالی عنهاخاص شهرت درلود،اصابه ج۸/۱۲

اوپه علم تعبیرکې اسماء بنت عمیس ډیرشهرت درلود،

طب اوجراحې

په طب اوجراحې کې رفیدة بنت اسلمیة ،أم مطاع ،أم کبشة ،حمنة بنت جحش ،معاذه، لیلی، أمیة ،أم زیاد،ربیع بنت معوذ،أم عطیة ،أم سلیم ،رضی الله تعالی عنهن،ته ډیرزیات مهارت درلود،دحضرت رفیدة رضی الله تعالی عنهاخیمه چې دجراحې مرکزهم ؤ،له مسجدنبوي سره نږدي وه، ابن سعد۸/ ۲۱۳

شعراوشاعري :  په شاعري کې حضرت خنسآء ،سعدي ،صفیة ،عاتکه ،أمامه مریدیة ،هندبنت حارث ،زینب بنت عوام اروي،عاتکه بنت زید،هندبنت أثاثة ،أم أیمن ،قینله عبدریة ،کبشة بنت رافع ، میمونة بلویة ،نعم ،رقیة رضی الله تعالی عنهن ، زیات شهرت لري ،دحضرت خنسآء رضی الله تعالی عنها دشعرونودیوان هم چاپ شوی ده ،چې تراوسه هم دهغې په مثال کومه بله میرمن نه ده پیداشوي،

صنعت اوکارګري

 په صنعت اوحرفت کې  چې حیاکت ،فلاحت ،کتابت ،تجارت ،اوخیاطت په کې داخل دي،په اسدالغابة اومسنداحمدبن حنبل له متعددوروایتونوڅخه څرګندیږي چې  صحابیاتوعموما جامې جوړولې، چې ددوئ اواولادونولپاره به یې کافې وي،أسدالغابة ۵/۲۹۸    ومسند۵/۱۶۶

کرهنه یواځې هغه صحابیاتوکوله چې په مدینه یاکومه بله  سرسبزه علاقه کې میشتې وي ،په مدینه کې عموماانصاروصحابیاتودکښت اوکروندي کارکاوه ،اوپه مهاجرومیرمنوکې یواځې حضرت أسمآء  رضی الله تعالی عنها داکارکول ،صحیح بخاري ۲/۷۸۶

کتابت :  ډیروصحابیاتودلیکنې صنعت هم زده ؤ،لکه څنګه چې شفاء بنت عبدالله ته په دي فن کې خاص شهرت حاصل ؤ،چې دجاهلیت په زمانه کې یې دغه فن زده کړی ؤ،له شفآء څخه علاوه حضرت حفصه ،ام کلثوم بنت عقبة ،اوکریمة بنت المقدادرضی الله تعالی عنهم هم لیکل  زده ؤ،اوحضرت عائشة اوأم سلمة رضی الله تعالی عنهماکه څه هم لوستل کولای شو،خولیکل یې نشوای کولای، فتوح البلدان بلاذري ص/۴۷۷-۴۷۸

په صحابیاتوکې بعض صحابیاتوتجارت هم کول ،لکه دحضرت خدیجة رضی الله تعالی عنهاله شام سره ډيرپراخ تجارت ؤ،اصابه ۸/۶۱

خولاء ،ملیکه ثقفیة ،اوبنت مخریة دعطرتجارت کول ،اسدالغابة ۴۳۲-۵۴۷/۵

له دغه کارونوپرته نورکارونه هم صحابیاتوترسره کړي ،مثلاحضرت سودة رضی الله تعالی عنها،به له طائف څخه راتلونکې پوستکې وچول اوحضرت زینب رضی الله تعالی عنهابیالاسې کارونه کول ،

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۰

About admin