Home » دار الافتاء » فتوی څه ته وایې اوشرعي حیثیت یې څه دی؟

فتوی څه ته وایې اوشرعي حیثیت یې څه دی؟

استفتاء  : محترم مفتي صاحب ! فتوی څه ته وایې؟  دفتوی شرعي حیثیت څه دی ، نن سبا ډیر خلک په دې نه پوهیږي نوکه  دفتوی حیثیت اواهمیت په باره کې راته ښه وضاحت وکړئ او اقسام یې راته بیان کړئ  .

  الجواب : حامدا ومصلیا وبعد : فتوی داسلام د مبارک دین یوه  ډیره  مهمه او موثره شعبه ده ، داشعبه  دهغه  اهل علم چې درسول الله صلی الله علیه وسلم  حقیقي وارثین دي ځانګړنه ده ،خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ددي امت ترټولو لمړنی مفتي ؤچې دحدیثونو په کتابونوکې یې ګڼ شمېر فتوی وي موجودي دي ،همداراز درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې او هم درسول الله صلی الله علیه وسلم له  وصال وروسته هم ګڼ شمېر صحابه کرامو ـ رضی الله تعالی عنهم اجمعین-  اوتابعینو له لوري فتواوي ورکړی شوي  چې علامه ابن القیم – رحمه الله تعالی-  یې په اعلام الموقعین کې دځینو یادونه کړي[1]

درسول الله صلی الله علیه وسلم په  مبارکه دوره کې ددین داشعبه په پوره شان اوشوکت سره قائمه وه ، په بشپړ اسلامي تاریخ کې داسي دور اوزمانه نه ده تیره شوي چې پکې فقهاؤ کرامو دامت لارښوونه نه وي کړي ،اودفتاوی په شکل کې دي دهغوی مسائل نه وي حل کړي .دادأمت ترټوله ستره معجزه ده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته داأمت په دیني اوفکري لارښوونه کې هیڅکله یتیم نه دی پاتي شوی،په نني عصرکې هم په مختلفو هیوادونوکې  دمسلمانانو د لارښووني لپاره دارالافتاء  او معتبر مفتیان وجود لري ، فـ  لله الحمد والشکر.

فتوی په اصل کې دعقائدو، اعمالو، اقوالو او افعالو اړوند دشرعي لارښووني نوم دی . ګویا چې د دلائلو په رڼاکې  دالله او دالله جل شانه  دستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د منشأ ترجماني ده ، ګڼ شمېر اهل علم چې په علم،فضل، زهد اوتقوی باندي یې ټول امت اعتبارکړی هغوی ددې په ښکاره الفاظو پوره صراحت کړی.

دصحیح البخاري مشهور شارح اومنل شوی محدث علامه ابن حجر العسقلاني – رحمه الله لیکلي  چې : فتوی داسلامي دین حقیقي سرداري ده [2].

مشهورمجتهد امام احمد بن حنبل – رحمه الله تعالی – فرمایې : مفتي دالله تعالی له لوري  په منهیاتو او ماموراتوکې دستخط کونکی دی او د قیامت په ورځ به ددي جواب ورکوي [3].

دحنفي فقه په مشهورکتاب الدرالمختارکې علامه سمرقندي – رحمه الله تعالی – د فقه حنفي په ترجماني کولو سره  لیکي چې : فتوی داسلام دمبارک دین له ځانګړي امورو څخه ده ؛ځکه نو دفاسق فتوی هیڅ اعتبارنه لري(۵)[4] مشهور محقق اوحنفي فقیه علامه  ابن عابدین شامي – رحمه الله تعالی – لیکي چې : مفتي په خپله فتوی سره دشریعت حکم ښوودنکی وي .[5]

داسلامي نړۍ مشهور مصنف مفتي محمدتقي عثماني صاحب لیکي چې : مفتي دانبیاؤ وارث  او دفرض کفایه اداء کونکی وي[6] یوبل عالم وایې چې :په فتوی لیکلوکې مفتي د رسول الله دخلیفه  حثیت لري ګویا هغه دنبي نائب دی [7] علامه شاطبي لیکلي چې مفتي دنبي ـ صلی الله علیه وسلم – قائم مقام (ځای ناستی) وي. [8]

دفقهې په مشهوره انسائیکلوپیډیا  الموسوعة الفقیة  کې دفتوی تعریف کولوسره لیکي چې : فتوی دشریعت دحکم بیانولو نوم دی  [9]  ځکه نو امام قرافي لیکلي : مفتي دالله تعالی دمراد ترجماني کوي [10] امام ابن قیم لیکلي:کله چې دبادشاهانو دخادمانو لیکونه دبادشاه دحکم درجه لري نو الله دحکم وضاحت کونکي به بیاکوم مقام لري؟ [11]

امام نووي – رحمه الله وایې چې : مفتي په شرعي حکم کې دالله تعالی له طرفه دستخط کونکی وي .[12]

له پورتني  خبرو ثابته شوه چې فتوی  یو معمولي شیئ نه دی؛ بلکه هغه حقیقتا دالله تعالی اودهغه درسول دحکم اوشریعت ترجماني ده ، څکه نو فتوی منل  اودهغې عظمت تسلیمولو ضروري دي .

او دفتوی  درې  اقسام دي فتوی تشریعیة، فتوی فقهیة، فتوی جزئیة.

لومړۍ(۱) ډول : فتوی تشریعیة ده: هغه دا، چې د نبي صلی الله تعالی علیه وآله وسلم په زمانه کې د یوې پوښتني  ځواب یا د یوې پېښې  بیان په قران یا حدیث کې راغلی وي ، وروسته بیا عام شریعت ګرزېدلی وي.

ټول هغه آیتونه چې په “یسئلونك— یا — يستفتونك” سره پیل شوې له همدې برخې ګڼل کېږي. دا راز به یې یوه بېلګه د حدیث په رڼا کې هم بیان کو:

(عن ابن عباس: ” أن امرأة جاءت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فَقَالَتْ: إِنَّ أُمِّي نَذَرَتْ أَنْ تَحُجَّ فَمَاتَتْ قَبْلَ أَنْ تَحُجَّ، أَفَأَحُجَّ عَنْهَا؟ قَالَ: «نَعَمْ، حُجِّي عَنْهَا ؟)

ژباړه: امام بخاري – رحمه الله تعالی – له حضرت عبد الله بن عباس – رضی الله عنهما – څخه روایت کوي، چې سیدنا نبي علیه الصلاة والسلام مبارک ته یوه ښځه راغله، ورته وي ویل: زما مور په ځان نذر ايښی ؤ، چې حج به ادا کوي؛ خو هغه وړاندې له دې چې حج ادا کړي مړه سوه، ایا زه د هغی پر ځای حج کولی سم؟ هغه علیه الصلاة والسلام مبارک ورته و فرمایل: هوکې! حج ځيني وکړه.

د فتوی د دې برخې دروازه د  نبي علیه الصلاة والسلام مبارک د رحلت سره سم وتړل سوه.

دوهم(۲) ډول: فتوی فقهیه ده: هغه دا چې یو فقیه د تفریعاتو د راغونډولو په لټه کې وي، یا د یوې عامي پوښتني ځواب ووایي، تر یوې ځانګړې جزئيې پوري اړه ونلري، دا نو د هغه فقیه دنده ده، چې د فقهي مسائلو د یو ځای کولو په لټه کې وي؛ نو هغه یو لړ مسائلې په ذهن کې انځور کړي کوم چې د هغوی په اړه ترې پوښتنه نه وي شوې، بیا د هغوی حکم له شرعي دلائلوڅخه را وباسي، وروسته ورته د کتاب یا رسالې بڼه ورکړي. یا د یوې خیالي پوښتني په اړه ځواب ورکړي، دبېلګې په ډول: که پوښتنه وسي: (که یو سړی ښځې ته ووایي: رخصت مې کړې، د دې څه حکم دی؟) کومه معلومه پېښه نه وي.

درېم (۳) ډول: فتوی جزئیه ده : هغه دا، چې مفتي د یوې ځانګړې او معلومې پېښې په اړه و پوښتل سي او دی ځواب ورکړي؛ خو دا جواب تر فقهي کلي قانون لاندي تطبیق کړي، د بېلګې په ډول یو سړی مفتي ته راشي، ورته ووایې : “زما پلار وفات شو، وارثان یي : مور، پلار، ښځه، یو زه او زما یوه خور پاتې شول، اوس به له هغه څخه پاته مال څنګه وېشو؟”

د فتوی/افتاء زیات استعمال په همدې برخه کې دی، که څه هم پر فتوی فقهیة یې هم کله کله اطلاق کېږي.[13]

………………………………………………………………………………………………..

[1]  اعلام الموقعين لابن القيم ١٧/٢ دار ابن الجوزي.

[2] وفي هذا الحديث الحث على حفظ العلم، والتحذير من ترئيس الجهلة، وفيه أن الفتوى هي الرياسة الحقيقية (فتح الباري شرح صحيح البخاري حديث نمبر ١٠٠ كِتَابٌ : الْعِلْمُ  | بَابٌ : كَيْفَ يُقْبَضُ الْعِلْمُ ؟)

[3] قال أحمد بن حنبل: و ليعلم المفتي أنه يوقع عن الله أمره و نهايه و أنه موقوف و مسئول عن ذلك. (رسالة ابن رجب من مجموعة الرسائل المنيرية ١١/١ المصباح في رسم المفتي و مناهج الإفتاء ٣٨)

إن المفتي شارع من وجه لأن ما يبلغه من الشريعة إما منقول عن صاحبها و إما مستنبط من المنقول، فالاول يكون فيه مبلغا و الثاني فيه قائم مقامه في إنشاء الأحكام و انشاء الأحكام انما هو للشارع. (الموافقات للشاطبي ١٦٣/٣)

[4] الفتوى من أمور الدين (الدر المختار مع رد المحتار ٢٩/٨ كتاب القضاء)

[5] ان المفتي مخبر بالحكم والقاضي ملزم به. (شرح عقود رسم المفتي ص ٤٥)

[6] ) المفتي وار الانبياء صلوات الله عليهم و سلامه و قائم بفرض الكفاية. (أصول الإفتاء للشيخ تقي العثماني)

[7] ) فالمفتي إذا خليفة الرسول صلى الله عليه وسلم في هذا المنصب، كذلك كان كبار أصحابه و اصحابهم و هم كبار المفتين بعده المصباح في رسم المفتي و مناهج الإفتاء ٢٦)  الإفتاء هو الاخبار بحكم الله تعالى عن مسئلة دينية بمقتضى الأدلة الشرعية لمن سأل عنه في أمر نازل على جهة العموم و الشمول لا على وجه الإلزام. (المصباح في رسم المفتي و مناهج الإفتاء ١٧)

[8] المفتي قائم في الأمة مقام النبي صلى الله عليه وسلم. (الموافقات للشاطبي 244/4)

[9] و الفتوى في الاصطلاح: تبيين الحكم الشرعي عن دليل لمن سأل عنه، و هذا يشمل السؤال في الوقائع و غيرها. (الموسوعة الفقهية ٢٠/٣٢ فتوى)

[10]   شبه القرافي المفتي بالترجمان عن مراد الله تعالى. (الموسوعة الفقهية ٢٣/٣٢)

[11]  قال ابن المنكدر: العالم بين الله و بين خلقه فلينظر كيف يدخل. (مقدمة المجموع ٧٣/١)

[12] قال النووي: المفتي موقع عن الله تعالى (مقدمة المجموع ٧٣/١)

[13] اصول الفقه و آدابه: ۹، ۱۰، ۱۱-  مع زیادة و اختصار لتسهیل وتفصیل

 

کتبه : م/محمد عفی عنه

About admin