Home » دمېرمنو اسلام » دښځودلمانځه طریقه!

دښځودلمانځه طریقه!

شیخ الاسلام مولانا محمدتقي العثماني

دلمانځه کولوکومه طریقه چې مخکي بیان شوه ، هغه دنارینه ؤ لپاره وه ، دښځولمونځ دنارینه ؤ له لمانځه څخه په دغه لاندي ځایونوکې توپیرلري ، ښځي بایدددي مسائلو خیال وساتي ،

۱= دلمانځه دشروع کولو څخه مخکي بایدښځي په دي ډاډه وي چې ددوی له مخ او لاسونوپرته ټول بدن په پړوني (ټکري ) کې پټ شوی دی ، بعض ښځي داډول لمونځ کوي چې ددوی ويښتان ښکاریږي، اودځینوښځو دلاسونو له مړوندڅخه زیاته برخه ښکاریږي ، اودځینونورو بیاغوږونه ښکاره وي، اوځیني ښځي بیا دومره وړوکی پوړنی یاټکری په سرکوي چې له هغه څخه لاندي ویښتان ښکاریږي، داټولي طریقي ناجائزي دي، اوکه چیري دلمانځه په دوران کې دمخ اولاسونو (ترمړوندپوري ) اوپښو (تربجلکو یابډیو) څخه علاوه دبدن دیوغړي څلورمه حصه دومره وخت ښکاره شول چې په هغه کې درې ځله   ــــ   سبحان ربی العظیم ــــ ویل کیدلی شي ، نولمونځ یې نه دی صحیح ، اوکه تردي کم وخت ښکاره شول نولمونځ یې صحیح دی البتة ګناه یې شته ،

۲= دښځولپاره په خونه (کوټه ) کې لمونځ کول دبرنډي ترلمانځه افضل دي اوپه برنډه کې لمونځ کول یې دسرای دصحن له لمانځه کولو څخه بهتردی،

۳= دلمانځه دشروع کولو په وخت کې دي ښځي ترغوږو نوپوري لاسونه نه پورته کوي بلکه تراوږو پوري دي لاسونه په ټکري (پوړني ) کې دننه پورته کړي ، لاسونه دي له پوړني څخه دباندي نه راباسي،[بهشتي زیور]

۴= ښځي دي په سینه باندي لاسونه دارنګه ونیسي چې دراسته لاس یرغوی دي دچپ لاس په شاباندي کیږدي ، دنارینه ؤ په شان دي لاس ترنامه لاندي نه ږدي،

۵= په رکوع کې دښځودپاره دنارینه په ډول ملابلکل سیده کول ضروري نه دي بلکه ښځي دي دخلګو په نسبت لږکښته کیږي ، [طحطاوي علی مراقی الفلاح]

۶= نارینه درکوع په مهال په زنګنونوباندي ګوتي ازادي ږدي ،یعني دګوتو په مینځ کې به فاصله وي اودښځولپاره داحکم دی چې دو ۍ دي ګوتي متصلي ږدي یعني فاصله به ئې دګوتوپه مینځ کې نه وي، [درمختار]

 

۷= ښځي به په رکوع کې خپلي پښي پوره نه سیده کوي بلکه اړخونه به دمخ خواته لږ کاږه وي، [درمختار]

۸= په رکوع کې نارینه ؤ ته داحکم دی چې ددوی بازوګان به له بغلونوڅخه لیري وي ،لیکن ښځي به په رکوع کې بازوګان له بغلونوسره نښلوي،[تیره حواله ]

۹= ښځي به په ولاړه کې دواړي پښي سره نښلوي یعني دواړي بجلکي به یې تقریباسره نښتي وي اودپښوپه مابین کې به یې فاصله نه وي، [بهشتي زیور]

۱۰= سجدي ته دتلو په مهال دنارینه ؤ لپاره داطریقه بیان شوي ده چې ترڅوپوري یې زنګنونه په زمکه باندي نه وي ایښي ترهغه وخت پوري دي سینه نه کښته کوي ،خودښځولپاره داطریقه نه ده بلکه هغوی دي له پیل څخه په سینه کې کښته والی سره سجدي ته لاړي شي،

۱۱= ښځي دي داسي سجده کوي چې ددوی نس له ورنوسره نښتي وي اوبازوګان به یې هم له بغلونوسره نښتي وي، اوښځي دي په ناستي کې پښي نه دروي بلکه دواړي پښي دي راسته طرف ته وباسي،

۱۲= په سجده کې دنارینه ؤ لپاره په زمکه باندي څینګلي ښودل منع دي ، خو ښځي دي دڅینګلو سره ټول بازوګان په زمکه باندي کیږدي، [درمختار]

۱۳= دسجدو په مابین کې اودالتحیات ویلو لپاره چې کله کښېني نوپه چپه کوناټي باندي دي کښېني اودواړه پښي دي راسته طرف ته وباسي ،

۱۴= دنارینه ؤ لپاره داحکم دی چې په رکوع کې دي دلاس ګوتي خلاصوي اوپه سجده کې دي یې بندوي ، اودلمانځه په نورو افعالو کې دي په خپل حال باندي پریږدي ، نه دي بندوي اونه دي خلاصوي ، لیکن دښځولپاره په هرحالت کې داحکم دی چې ددوی ګوتي بایدبندي وي، یعني په رکو ع اوسجده کې ، همداراز ددواړو سجدوپه مابین کې اوپه ناسته کې دي دګوتوپه مابین کې فاصله نه پریږدي،

۱۵= دښځوجماعت کول مکروه دی ، ددوی لپاره تنهالمونځ کول بهتراوغوره دي، اوکه چیري پ کورکې محرم کسان جماعت کوي اوښځي له دوی سره په جماعت کې شریکي شي نوبیاڅه پروانه لري، لیکن په دي صورت کې دخلګوشاته دریدل ضروري دي اوله خلګو سره به یوځای نه دریږي،

 

About admin