Home » دار الافتاء » دشوګر بیماردروژي نیولوپه ځای کفاره ورکولای شي ؟

دشوګر بیماردروژي نیولوپه ځای کفاره ورکولای شي ؟

الاستفتاء رقم ۲۱۱۸ محترم مفتي صاحب ! زموږ قبله ګاه صاحب دشوګر بیمار دی ، اوزیاته تنده لري ،سپینږيری هم دی ،له بل پلوه روژه په سخته ګرمي اولویو ورځو کي ده نو زه دده دروژو په ځای کفاره ورکولای شم ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: زموږ فقهاؤلیکلي دي چې که شیخ فاني [هغه تن چې دزیات بډاتوب له امله دروژي دنیولو قدرت نه لري اونه ورته ددې هیله کیدای شي چې صحت به يې ښه شي] دروژو دنیولو قدرت لري نو روژي به نیسي اوکه داوږدو ورځو په ترڅ کې روژه نشی نیولای خودژمي په یخو یالنډو ورځو کې روژه نیولای شی نو کفاره به نه ورکوي بلکه اوس دي دبیماري یاسختي کمزوري اوبډاتو ب له امله روژه وخوري مګر دروژو قضاء دي په هماغه یخ موسم کې راوړي ،دشوګر دبیمار هم دغه حکم دی ترڅوچې دروژو دنیولو قدرت لری نوروژه کوي دي اوکه يې توان نه وي مګر په لنډو ورځو کې دروژي دنیولو توان لري نوپه لنډو ورځو کې به یې قضاء راوړي اوکفار به نه ورکوي . اوکه له دي هم خبره وتلي وي نوبیا دهري ورځي کفاره ورکولای شي .

ولمافي فتح القدیر ۲\۳۵۷ فصل کان مریضا ….. وإن لم يقدر لشدة الحر كان له أن يفطر ويقضيه في الشتاء ….الخ

لمافي ردالمحتار۲\۴۲۷ وطبع اخری ۲\۱۳۰ وطبع اخری ۳\ (قوله وللشيخ الفاني) أي الذي فنيت قوته أو أشرف على الفناء، ولذا عرفوه بأنه الذي كل يوم في نقص إلى أن يموت نهر، ومثله ما في القهستاني عن الكرماني: المريض إذا تحقق اليأس من الصحة فعليه الفدية لكل يوم من المرض اهـ وكذا ما في البحر لو نذر صوم الأبد فضعف عن الصوم لاشتغاله بالمعيشة له أن يطعم ويفطر لأنه استيقن أنه لا يقدر على القضاء (قوله العاجز عن الصوم) أي عجزا مستمرا كما يأتي، أما لو لم يقدر عليه لشدة الحر كان له أن يفطر ويقضيه في الشتاء فتح

ومثله في خیرالفتاوی ۴\۵۷

مفتی ابویاسر

About admin