Home » عصري مسائل » په موبایل کې دیوچا نمبر ریجکټ(reject) کول

په موبایل کې دیوچا نمبر ریجکټ(reject) کول

پوښتنه : محترم مفتي صاحب! په ماباندي دیوه سړي قرض باندي دی ، اوس هروخت ټلیفون راته کوي خو ما دهغه نمبر په موبایل کې ریجکټ(reject) کړي چې دده زنګ نه راته راځي ایا داخوبه ګناه نه لري؟

الجواب حامداومصلیاوبعد: د قرض په اداء کولو کې سستي کول اوځان یوې بلي خواته کول شرعا ظلم بلل کیږي، او ددې لپاره چې هره طریقه غوره کړي هغه سمه نه ده ؛ځکه نو قرض درکونکی نبمر په موبایل کې داسي ترتیبول چې رابطه یې نه شي کیدی صحیح نه ده

لمافي صحیح البخاري کتاب الاستقراض وأداء الدیون والحجر والتفلیس/ باب مطل الغني ظلم رقم الحدیث ۲۴۰۰. عن ابي هریرة – رضی الله تعالی عنه – یقول : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مطل الغنی ظلم.

ومثله في صحیح المسلم کتاب المساقاة /باب تحریم مطل الغني وصحة الحوالة۲/۱۸ رقم الحدیث۱۵۶۴،  المسندللامام أحمد۲/۷۱ .  بحواله کتاب النوازل ۱۷

 

کتبه :م/محمد

About admin