Home » دار الافتاء » زخمي مجاهدته دروژې نیول ؟

زخمي مجاهدته دروژې نیول ؟

 

استفتاء :  محترم مفتي  صاحب ! زموږ یوملګری  زخمي شوی ،وینه يې ډيره تللي ،ډیرکمزوری شوی ،نن يې روژه ده خودومره کمزوری دی چې بي هوښې ورباندي راځې ،نودراتلونکي یعني  صبالپاره دده روژه  څرنګه ده ؟ یومجاهد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: الله تعالی دهرهغه بیمار لپاره چې دروژې   دنیولو طاقت نه لري دروژې    دنه نیولو اجازه ورکړي ،نودغه ډول زخمیان چې سخت ضعیف دي دوئ باید روژې ونه نیسي ،چې کله الله تعالی صحت ورکړي اودروژې   دنیولو طاقت يې وموندل نوقضاء دي راوړي  .

في الموسوعة الفقهية :مادة حرف الصاد الصوم  ص\۳۱ فالمريض الّذي يخاف زيادة مرضه بالصّوم أو إبطاء البرء أو فساد عضو ، له أن يفطر ، بل يسنّ فطره ، ويكره إتمامه ، لأنّه قد يفضي إلى الهلاك ، فيجب الاحتراز عنه . وفیها بعداسطر : فإن خاف كلّ من المريض والصّحيح الهلاك على نفسه بصومه ، وجب الفطر . وكذا لو خاف أذىً شديداً ، كتعطيل منفعة ، من سمع أو بصر أو غيرهما ، لأنّ حفظ النّفس والمنافع واجب .

مفتي ابویاسرعفی عنه

About admin