Home » دار الافتاء » که دناروغيوله امله دروژې طاقت نه لري؟؟

که دناروغيوله امله دروژې طاقت نه لري؟؟

 الاستفتاء : محترم  مفتي صاحب ! زما والدصاحب دډیرعمر ده ،بیلابیلې ناروغۍ لري ،په دغه اوږدوورځوکې دروژې دنیولو طاقت نه لري ،نوروژه به خوري فدیه به ورکوو اوکه به کوم بل ترتیب وي ؟ که په دې اړه معلومات راکړئ احسان به مووي ! نواب ژوب

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که چېرې  ستاسووالدصاحب اوس مهال له روژې نیولوڅخه عاجزه وي مګر دژمي یامني  په لنډو ورځو کې  يې  نیولای شي  نواوس دي روژه خوري  اوبیادي په یخ موسم ياپه کموورځوکې  راګرزوي ،اوپه دې صورت کې فدیه نشي ورکولای .

اوکه دروژې   دنیولو طاقت بي خي نه لري ،اوپه راتلونکي کې هم داهیله نشي ځیني کیدلای نوبیايې دهري روژي فدیه ورکوه اونوردی  دشیخ فاني په حکم  کې دی  .

في الدرالمختار (وللشيخ الفاني العاجز عن الصوم الفطر ويفدي) وجوبا ولو في أول الشهر وبلا تعدد فقير كالفطرة لو موسرا وإلا فيستغفر الله

وفي ردالمحتار ۲\ ۴۲۷ فصل في العوارض المبیحه لعدم الصوم   (قوله العاجز عن الصوم) أي عجزا مستمرا كما يأتي، أما لو لم يقدر عليه لشدة الحر كان له أن يفطر ويقضيه في الشتاء فتح  .

ومثله  في  خیرالفتاوی ۴\۵۷

About admin