Home » بېلا بېلي لیکني » شهررمضان شهرالقرآن

شهررمضان شهرالقرآن

شهرالقرآن

۱= دروژې   مبارکي  میاشتې ته شهرالقرآن له دي امله وایې : چې په همدغه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی دی . اوعجیبه داده چې قرآن کریم دوه ځلې نازل شوی اودواړه نزوله یې په همدغه مبارکه میاشت کې شوي دي .

دقرآن کریم ددي دواړونزولونو مهال

دلمړي نزول په هكله ابن حجر رحمه الله وايې چي دانزول په څلورویشتم درمضان المبارك شوى لكه الله تعالى چي فرمايي [ انا انزلناه في ليلة مباركة .]الدخان ،په ځینوروایاتوکې ددې  نزول تاریخ دپیغمبرصلی الله علیه وسلم  دپیدایښت شپه ښودل  شوي  یعني له بعثت او نبوت  څخه نږدي څلویښت کاله  وړاندي  اودانزول دلوح محفوظ څخه بیت المعمورته شوی دی .

اودوهم نزول هم په رمضان المبارك كي په دوشنبه  چي دقدرشپه هم وه دهجرت نه ديارلس كاله وړاندي دسوره علق د لمړي آيتونوپه نزول  سره دحراء په غار كي پيل شوى اوبيا داليوم اكملت لكم دينكم یا دواتقوا یوما ترجعون فیه الی الله …په آيت پاى ته رسيدلى .

اودوهم له دي امله ورته شهرالقرآن وایې چې په دغه میاشت کې به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دقرآن کریم زیات اهتمام کاوه ،اوجبرائیل علیه  السلام  به په ځانګړي ډول په دغه میاشت کې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه دقرآن کریم داوریدلو لپاره راتلو .

 له ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی…جبرئيل علیه السلام به درمضان المبارک په هره شپه کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم  سره یوځای کيده ،اوپيغمبرصلی الله علیه وسلم به قرآن کريم ورته تلاوت کاوه دروژې    اوقرآن کریم یوبل ممثالة په دي کې هم دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي  : چې قرآن کریم اوروژه به دقیامت په ورځ  دمؤمن شفاعت کوي. تمهيدالقراّن ص\99-  100

 شهررمضان

شهر رمضان  بیا له دي امله ورته وایې چې رمضان درمض څخه اخستل شوي او رمض سوزیدلو ته ویل کیږي  ، څرنګه چې په دغه مبارکه میاشت کې هم دانسانانو ګناهونه توئیږي  سوزول کیږي  نوځکه ورته  رمضان وویل شو . (۱)

همداراز دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دروژې ومیاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چی داګناهونه سوځې اوختموې ئې۔

داخبره د شیخ بن حسن طبری اوشیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما څخه هم نقل شوي دوئ وایی چی دروژې ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چی په دې میاشت کی دمسلمانانوګناهونه سوځې اوله مینځه ځی ۔ (تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)

علامه شیرعلي شاه صاحب رح  فرمایل : شیخ چیلاني رح لیکي چې په رمضان کې پنځه شیان  دي  د(راء) نه مراد رضا مولی د(م) نه مرادمحبت الهي اود(ض)نه ضمانت خداوندي او(الف) نه مراد الفت رباني   اود(ن) نه مراد نصرت الهي دی . (۲)

 

About admin