Home » دار الافتاء » په تراویحو کې د رکوع انتظار کول

په تراویحو کې د رکوع انتظار کول

محترم مفتي صاحب! زموږ په سیمه کې اکثره مسجدونوکې دتراویحوحالت داسي وي چې کله حافظ صاحب نیت وتړي اوقراءت پیل کړي نوځیني شاته ولاړمقتدیان همداسي ناست وي کله چې حافظ رکوع ته ځي نو بیا ژر ژر راشي اوپه لمانځه کې شریک شي. ایا داسي کول جوازلري اوکنه؟

الجواب حامداومصلیا بعد:  په تراویحوکې یوځل ټول قرآن کریم اوریدل سنت مؤکده دي، کوم خلک چې له امام سره  څومره وخت نه وي شریک نو له هغه څخه دقرآن همدومره برخه پاتي شوه ،نونه یواځي داچې له ثواب څخه یې محروم شول بلکه دیوډېربد مکروه عمل ارتکاب یې وکړ ځکه ددوی داکار له قرآن څخه داعراض سره مشابهت دی

اوپه لمانځه کې دسستي داطریقه دقرآن کریم دحکم مطابق د منافقینو طریقه ده ،دهغوی په باره کې الله تعالی فرمایې : کله چې هغوی لمانځه ته ولاړیږي نوپه سستي سره ولاړیږي خلکوته هسي ځان ښکاره کوي اوډېرلږ دالله تعالی ذکرکوي.

………………………………

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (سورةالنساء ۱۴۲)

آپکےمسائل اور انکاحل جلد ٣/۶۴

كتبه : م/محمد

About admin