Home » بېلا بېلي لیکني » په ایجاب ،اوقبول کي دخطاب،اوکتاب ترمنځ توپير:

په ایجاب ،اوقبول کي دخطاب،اوکتاب ترمنځ توپير:

په ایجاب ،اوقبول کي دخطاب،اوکتاب ترمنځ توپير:

ايجاب داحنافوپرمذهب هغه لمړی قول ده چې داِنشاء عقدلپاره پریوچاباندي عرض شي عام تردي چې له بائع نه صادرشي یاله مشتري نه .

اوقبول هغه دوم قول ده چې دهمدي لمړي قول دمظبوطولو،اومنلوپه پاروشي .

دوم قول چې موږترینه په قبول تعبیرکووهغه قول ده چې عقدپه همدي سره تامیږي ،اوانتهاء مومي دبيلګي په توګه :زیدووايي :فلان شی په دومره روفودرکوم !عمرپه جواب کي ووايي:زماقبول ده دعمرپه قول سره عقدتام شونورنوزیدته دانکارکولوګنجايش نه پاته کيږي .

ايجاب ،اوقبول که دخطاب ؛خبروپه ډول وي نودعقددلزوم لپاره ضروري ده چې قبول به دايجاب په مجلس کي وي :مثلازیدوايي:فلان شی په سل درکوم !نوکه چیرته عمرپه همدي مجلس کي ووايي چې زماقبول ده نوعقدتام شو،اوکه عمرله دي مجلس نه بهرووايي :چې زماقبول ده په دي سره عقدنه لازميږي بلکه داایجاب جدیدګڼل کيږي .

البة :که ایجاب دکتاب یعني خط په طریقه وي مثلازیدعمرته خط لیږلی وي ،اولیکلي يي وي :چې فلان شی په دومره درباندي خرڅوم !دلته نودعلماؤترمنځ اختلاف شته ځيني علماء دعقدداتمام لپاره ضروري ګڼي چې قبول به في مجلس وصول الکتاب وي ؛یعني کله چې عمرته لیک ورسيدنوکه په همدي مجلس کي يي قبول وکړعقدتام شو،اوله مجلس پاي ته رسيدلوورسته قبول يي په عقدکي کوم مثبت رول نلري .

لکن شیخ الاسلام خواهرزاده لیکي :چې دکتاب اوخطاب ټول احکام سره یودي البة:یوفرق یي شته هغه داچې په خطاب کي مجلس معتبرده ،اوپه کتاب کي معتبرنده بلکه ترکومه چې کتاب  له مرسَل الیه سره موجودوي هروخت چې ددي عقدقبول وکړي عقدتام شوخوچې موجِب له خپل قول نه رجوع نوي کړي .

دشیخ الاسلام قول دموجوده دورله مراسلاتوسره ښه سمون خوري لهذاویلاي شوچې همداقول راجح ده .

نوټ :ایجاب ،اوقبول که دنکاح وي اوکه دبیع ،اوشراء حکم يي یودی .

والله اعلم :

مأخذ:فقه البیوع لشیخ الاسلام مولانامحمدتقي العثماني :ج ۱/۴۸ـــ۴۴،۳۰

 لیکوال / مفتي  محمداعظم صدیقي

About admin