Home » بېلا بېلي لیکني » په روژه کې دمسواک اړوند فقهې مسائل !

په روژه کې دمسواک اړوند فقهې مسائل !

ملاحظه : کله  چې  په  روژه  کې  دروژه دار دخولي  هغه  بوی چې دتشې معدې څخه راپورته کېږي او په  الله تعالی   ښه  لګیږي  نوځکه  دي  دخپلي  خولي دغه ډول بوی یادنورو خلګو دخولي  دغه ډول  بوی  څخه   شکایت نه کوي ، اونه دي دکوم تن څخه  دغه  بوی  عیب ګڼي  :

ولمّا كان خلوف افواههم  اطيب عندالله  فلا يعيب بذلك احد في رمضان ولايشتكي منه لانه احب عندالله تعالى من المسك فليس له ان يكرهه  .کذافي فقه رمضان

په روژه  کې مسواک وهل !

مسئله : که څه  هم   په  روژه کې دخولي  بوی  په  الله  تعالی  ښه  لګیږي    ولي  بیاهم  مسواک وهل   سنة دي  ، نوداوداسه  په مهال  دي   مسواک نه پریږدي    : (۱)

 

په روژه کې هروقت د مسواک استعمال !

مسئله  مسواک  دروژې  مبارکي په  ټوله  ورځ  کې دهراوداسه سره   وهل سنت دي  .   همدارا ‍ز دوچ مسواک اولانده مسواک   فرق  نشته  ، ددواړوډولونو مسواکونو وهل    جائز دي ، همداراز که  مسواک  له خولي  راوباسې  اوبیایې لیږشیبه ورسته بیاپه غاښونواستعمال کړي   نو  روژه  نه  ماتیږي   همدارازکه  دمسواک رطوبة اوحرارت  په  خوله یاستوني   کې محسوس  کړي  نوهم  روژي  ته  تاوان  نه   رسیږي : (۲)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)- في الهندية ۱\۲۰۳ ولاباس بالسواك الرطب بالغداة والعشي للصائم لقوله e خيرخلال الصائم  السواك .رواه ابن ماجه،من غير فصل  وقال الشافعي رح يكره بالعشي لمافيه من ازالة الاثر المحمود وهوالخلوف  فشابه دم الشهيد قلناهواثر العبادة والاليق به  الاخفاء اه ،  ومثله في والوالجية ۲\۲۲۸

(۲)والسواك سنّة للصائم في جميع النهار وإن كان رطبا،وإذااستاك وهوصائم فوجدحرارة من طَعْمِه فبلعه أوأخرجه من فمه وعليه ريق ثم أعاده وبلعه فلايضره الفتاوى السعدية 245 ومثله في الهندیه  ۱\۲۰۳ ولوبقي البلل بعدالمضمضة فابتلعه  مع البزاق لم یفطره الخ

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

 

نوربیا …………..

About admin