Home » دار الافتاء » دمرګ دخطر په حالت کي روژه ماتول ؟

دمرګ دخطر په حالت کي روژه ماتول ؟

 

الاستفتاء : که يوتن دزړه دحملي بيماري لري ډاکټران ورته وایې چې روژه مه نیسه  اودوایې خوره کنه وي دمرګ  خطردي دی نواوس دغه سړی وایې زه روژه نه ماتوم  نوپوښتنه داده چې په دغسي حالت کي روژه ماتول واجب دی یارخصت ؟ همدارازکه  یوتن دروژې   په ماتولو باندي مجبورشې یعني دمرګ له ګواش سره مخ وي  نوروژه ماتول ورته ثواب لري اوکه داچې روژه به ارومرونه ماتوی  .مولوي عبدالغفور .

الجواب حامدا ومصليا وبعد : که دناروغۍ یا لوږی ، تندی له شدت څخه دځان دمرګ خطره وي ،نوروژه ماتول واجب دی ، که یې روژه ماته  نه کړه او مړسو نو ګناه کار دی ، او داکراه په حالت کي یعني کله چي یې یو څوک دروژې په ماتولو مجبور کړي او دنه ماتولو په صورت کي یې دمرګ په وهلو وبیروی  نو روژه ماتول واجب نه ده ، لکن جائز دی ، مګر نه ماتول بهتر دی ، که مړسي  ثواب یي ډیردی ګنهګارنه دی ،

او چي روژه لرونکي مریض یا مسافر وي  نو داکراه په صورت کي هم روژه ماتول واجب دی . که یې نه کړه ماته اوپه وهلو مړشو نوګنهګاردی احسن الفتاوی ۴\۴۵۱ – ۴۵۰

وفي البدائع ۲ ص۹۶، ۹۴- ۹۷ قال العلامه کاساني رحمه الله تعالی : والمبيح المطلق بل الموجب هوالذي یخاف منه الهلاک لان فيه القاء النفس الی التهکلة لالاقامة حق الله تعالی وهوالوجوب ، والوجوب لایبقی في هذه الحالة وانه حرام فکان الافطار مباحا بل واجبا ،

وبعد ورقة :واما المبيح المطلق من السفر فمافيه خوف الهلاک بسبب الصوم والافطار في مثله واجب فضلا عن الاباحة لماذکرنا في المرض ، واماالاکراه علی افطار صوم شهررمضان بالقتل في حق الصحيح المقيم فمرخص والصوم افضل حتی لوامتنع من الافطار حتی قتل يثاب عليه . الی قوله : واما في حق المريض والمسافر فالاکراه مبيح مطلق في حقهما بل موجب ، والافضل هوالافطار بل يجب علیه ذلک ولايسعه ان لايفطر حتی لوامتنع من ذلک فقتل يأثم  ، ثم قال والجوع والعطش الشديدالذي يخاف منه الهلاک فمبيح مطلق بمنزلة المرض الذي يخاف منه الهلاک بسبب الصوم  لماذکرنا .

ومثله في الموسوعة الفقهية ص۲۸\ ۴۱

وردالمحتار  ۳\۴۶۲ .

والفتاوی الواحدية ، والبحر .

About admin