Home » دار الافتاء » آیا دسهار له لمانځه وروسته خوب کول روادی اوکنه ؟

آیا دسهار له لمانځه وروسته خوب کول روادی اوکنه ؟

الاستفتاء . که دسهار لمونځ وختي اداء شي نوبیاډیرخلګ له لمانځه وروسته ویده کیږي نوپوښتنه داده چې دسهار له لمانځه وروسته خوا ب کول جائز دی ؟ احمدبلال

الجواب حامداومصليا وبعد: دسهار دلمانځه څخه وروسته   بي له عذره خوب کول مکروه دی ؛ځکه دپيغمبرصلی الله علیه وسلم عمل داسې و چې کله به يې دسهار لمونځ وکړ نوبيابه دلمانځه په ځای باندي دلمرترختلو پوري ناست ؤ ، پيغمبرصلی الله علیه وسلم امت ته دهغوئ په سهارونوکې دبرکت سوالونه کړي ، اودمجاهدينو تشکيلونه به يې هم سهار وختی ليږل . . یوه ورځ پيغمبرصلی الله علیه وسلم سهار دخپلې لورکۍ سيدالنساء فاطمه رضي الله تعالی عنهاکورته ورغی په داسي وخت کې چې هغې ارام کاوه پيغمبرصلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : لورې : پورته شه اودخپل رب رزق ترلاسه کړه له غافلوڅخه مه کيږه . ځکه دسپيدوڅخه بيا دلمرختو تروقته الله تعالی دخلګو رزقونه تقسيمه وي .

په يوه بل حديث شريف کې راځې : سهار وختي دالله تعالی رزق لټوئ ځکه سهار دبرکة اوګټي وخت دی ، سترصحابي حضرت زبير رض به خپل زامن دسهار له خوبه منعه کول ،حضرت علی رضی الله تعالی عنه څخه نقل شوي چې ویل به يې : دجهالت له علامو څخه یوهم دسهار خوب دی .

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې يوځل يې خپل زوي دسهار دلمانځه څخه وروسته وليد چې آرام يې کاوه اوويده و نوابن عبا س رضی الله تعالی عنه ورته وويل : پورته شه . آياته داسې وخت ويديږي چې په دغه وخت کې   دارزاقو تقسيمونه کيږي .

له ځینوتابعينوڅخه نقل شوي چې ویلي يې دي: سهار مهال دعالم له خواب څخه زمکه ناارامه وي . ابن قيم وایې : چې له مکروهاتو څخه يو هم دسهار دسپيدو او دلمرختوپه مينځ کې خواب کول دي ، ځکه دادورځی لمړی برخه ده چي دبرکتونو اودارازاقودتقسيمونو اودغنائمو دلاس ته راوړلووخت دی .

كما ثبت في ” صحيح مسلم من حديث سماك بن حرب قال : قلت لجابر بن سمرة أكنت تجالس رسول الله [صلی الله علیه وسلم ]؟ قال : نعم ، كثيراً ، كان لا يقوم من مصلاه الذي يصلي فيه الصبح – أو الغداة – حتى تطلع الشمس ، فإذا طلعت الشمس قام ؛ وكانوا يتحدثون ، فيأخذون في أمر الجاهلية ، فيضحكون ويتبسم .

وأيضا روى الإمام احمد عن صخر الغامدي قال : قال رسول الله اللهم بارك لأمتي في بكورها .

قال : وكان إذا بعث سرية أو جيشاً بعثهم في أول النهار ، وكان صخراً رجلاً تاجراً ، وكان يبعث تجارته أول النهار ، فأثرى وأصاب مالاً. واخرجه ابن ماجة برقم   2229 – و 2227 ۶\ ۴۹۲ مکتبه الشامله

البته که دعذر له امله يوه تن شپه تيره کړي وي اودزيات خوب ورتلو له امله نه ذ کرکولی شي اونه تلاوت ،نوبياويده کيدلی شې ځکه دغه مهال خوب عذرشو اوکراهیة له مینځه ځي لکه دتراويحودجماعت په مهال که سړي ته خوب ورتو اوتراويح يې په صحيح طريقه سره نشي کولی نوبيادي له خوب اوآرام څخه وروسته تراويح وکړي .

کمافي الخانية بهامش الهندية ۱\۲۴۴ وکذا اذاغلبه النوم يکره له ان يصلي مع النوم بل ينصرف حتی يستيقظ لان في الصلوة من النوم تهاوناوغفلة وترک التدبر الخ کذافي الدرالمختار وردالمحتار۱\۴۷۵ ط اخری ۲\۴۸ واخری ۱\۵۲۳

یاکه یوتن بيمار ياستړی شوي وي ، یاپه بل وخت کې دارام لپاره فراغت نه لري . نوهم دهمدي عذرله امله کولای شي ویده شي .والله تعالی اعلم .

About admin