Home » درس الحديث » که خلګوته درمضان المبارک دروژې قدر معلومیدای؟؟

که خلګوته درمضان المبارک دروژې قدر معلومیدای؟؟

عن ﺇبن مسعود  الغفاري رض  قال :سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم وأهلّ رمضان  فقال  لويعلم العبادما رمضان  لتمنت امتي ان تكون السنة كلها رمضان … الحديث (۱)

ژباړه : ابن مسعود غفاري رضي الله تعالى عنه    وایې : ماله پيغمبر صلى الله عليه وسلم  څخه  په داسې حال کې   چې درمضان المبارك  مياشت راختلي وه، واوریدل چې ويل  يې  : كه د الله تعالی بندګان خبر شي  چې روژه  څه شیء ده  ؟ نو زما  امتيان به آرزو وكړي  چې كاش  ټول  كال  روژه  واي  .

تشريح  : يعني  كه  انسانانو ته معلومه شي  چې روژه  څومره د بركتونو اورحمتونو څخه ډكه مياشت ده  اوڅومره ډيرو بندګانو ته  پكښې  ګناهونه  بخښل كيږي   نودوئ  به  دا ارزو ضرورکړي وه  چې ديوي  مياشتي  په ځاى  ټول كال  روژ ه  واى .

همداراز  پيغمبر صلى الله عليه وسلم  خپل امت  ته  ددي مياشتي  ارزښت  په ګوته  كړى   چې بايد د مؤمنانو څخه  دبركتونو اورحمتونو دغه  ارزښتناكه   مياشت  هسي  تيره  نشي  . بلكه هغوئ  دقدر په سترګه ورته وګوري  . اويوه لمحه یې هم ضائع نه كړي  .

 

About admin