Home » دار الافتاء » اته رکعته تراویح په یوه سلام صحت لري ؟؟

اته رکعته تراویح په یوه سلام صحت لري ؟؟

الاستفتاء رقم ……….. محترم مفتي صاحب ! زموږ وروڼه اونورقریبان په ترکیه کې دي دوئ وايې چې موږ دلته یوه مسجدته ورځوهلته امام لمړی څلوررکعتونه تراویح په یوه سلام کولي اوس له لسو ورځووروسته بیااته رکعته تراویح په یوه سلام باندي کوي نوداتراویح صحیح دي اوکنه ؟ مولوي شیرین بادغس

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:هوصحت لري ،خوپه دې شرط چې په هرو دوورکعتونوکې به کښېنې اوتشهدبه وايې .مګر بیاهم داډول تراویح خلاف اولی دي .مستحب طریقه هغه ده :چې دوه دوه رکعته باندي سلام وګرزېږي اودڅلورو رکعتونو په مینځ کې کښېني اوتسبیحات یانور اذکار ووايې .

في الهندیة ۱\۱۱۹ ولوصلی ست رکعات اوثمانی رکعات اوعشررکعات بتسلیم واحد وقعدفي کل رکعتین فعلی قول العامة یجوز کل رکعتین عن تسلیم واحدوهوالصحیح .

کذافي حلبي کبیر وغیره من کتب الفقه .

والله تعالی اعلم

کتبه ابویاسر عفی عنه

About admin