Home » دار الافتاء » په ژاولو ژولو سره روژه ماتېږې ؟؟

په ژاولو ژولو سره روژه ماتېږې ؟؟

الاستفتاء رقم ………… محترم مفتي صاحب ! موږ دشپې له یوې بجې څخه بیا ترنږدي لمرختوپورې د یرغلګرودمزدورانوسره په جګړه بوخت و،ټوله شپه جګړه روانه وه ،دشپې ځينو مجاهدينو ژاولې په خوله کې وې ترسپېدوډیروروسته يې هم ورته پام شوی نه وونواوس ددوئ روژې څرنګه دي صحت لری اوکه ماتې دي ؟حماد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:که ددغه ژاولو خوند له سپېدووړاندي په خوله کې تللی وو اووروسته يې همدغه ژاولې پسې ژوولي وي نوبیاپروانه لري روژه يې صحیح ده .اوکه له سپېدو وروسته يې په خوله کې خوندپاتې وو اوهغه يې تيرکړی وي نوبیايې روژه ماته ده .قضاء به راوړي فقط .

في الموسوعة الفقهية ۲۸\۵۷ مادة الصوم :ويكره مضغ العلك ، الّذي لا يتحلّل منه أجزاءً ، فلا يصل منه شيء إلى الجوف . ووجه الكراهة : اتّهامه بالفطر ، سواء أكان رجلاً أم امرأةً ، قال عليّ رضي الله تعالى عنه: إيّاك وما يسبق إلى العقول إنكاره ، وإن كان عندك اعتذاره .

أمّا ما يتحلّل منه أجزاء ، فيحرم مضغه ، ولو لم يبتلع ريقه ، إقامةً للمظنّة مقام المئنّة ، فإن تفتّت فوصل شيء منه إلى جوفه عمداً أفطر ، وإن شكّ في الوصول لم يفطر .

کتبه : مفتي ابویاسر عفی عنه

والله تعالی اعلم

وعلمه اتم واحکم

About admin