Home » دار الافتاء » که په روژه کې حمل ساقط شي .؟

که په روژه کې حمل ساقط شي .؟

محترم مفتي صاحب! که دیوې میرمني د روژې په میاشت کې د یوه نیمي میاشتي ماشوم ضائع شي اوله هغه وروسته ورته وینه راځي ایا داوینه  حیض بلل کیږي اوکه استحاض  دلمانځه او روژې  حکم یې څرنګه دی  . په دې اړه که زموږ راهنمایي وکړئ  منندوی به  مو یو . یو سائل

الجواب : حامداومصلیا وبعد:  که دکومي میرمني   د روژې په میاشت کې حمل ضائع شي او دهغه  دبدن هیڅ غړی نه وي جوړ شوی بلکه هسي دوېني یا غوښي یوه ټوټه وي  او تردې وړاندي دپاکي (طهر) موده هم بشپړه شوي وي  نو له دي نقصان وروسته چې کومه وینه راځي هغه که تر ۳ ورځو پوري ورسیږي حیض بلل کیږي  چې بیابه نه روژه نیسي اونه به هم لمونځ کوي .  اوکه  داوینه  تر  درو ورځو کمه وي ، یاهم د پاکي موده نه وي پوره شوي نوبیا داستحاض(مرض) بلل کیږي  نو روژه به هم نیسي او لمونځ به هم کوي ، او که دماشوم دبدن یو غړی مثلا لاس  یا سر ، پښه اویابل څه جوړوي  بیا ضائع شي نو له هغه وروسته  راتلونکي وینه نفاس بلله کیږي . والله تعالی اعلم

………………………………….

في الدرالمختار: وسقط ظھر بعض خلقہ کید أو رجل أو إصبع أو ظفر أو شعر ولد حکما فتصیر بہ نفساء -إلیٰ قولہ- فإن لم یظھر لہ شيء فلیس بشيء، والمرئي حیض إن دام ثلاثا وتقدمہ طھر تام وإلا استحاضۃ اھ۔ وفي ردالمحتار: قولہ: وتقدمہ أي وجد قبلہ بعد حیضھا السابق لیصیر فاصلا بین الحیضتین الخ۔ قولہ: وإلا استحاضۃ أي إن لم یدم ثلاثا وتقدمہ طھرتام أو دام ثلاثا، ولم یتقدمہ طھر تام أولم یدم ثلثا ولا تقدمہ طھر تام (ح) الدرالمختار مع الشامي، کتاب الطہارۃ، باب الحیض، مکتبہ زکریا دیوبند     ۱/ ۵۰۰، ۵۰۱، کراچی ۱/ ۳۰۲

والسقط إن ظہر بعض خلقہ کإصبع، وظفر، وشعر ولد … قید بالظہور؛ لأنہ لو لم یظہر منہ شيء لا یکون ولدا لکنہ إن أمکن جعل المرئي حیضا بأن امتد جعل إیاہ وإلا فاستحاضۃ۔ (النہر الفائق، طہارۃ، باب الحیض، مکتبہ زکریا دیوبند ۱/ ۱۴۱)والسقط إن ظہر بعض خلقہ من إصبع أو ظفر أو شعر ولد فتصیر بہ نفساء، ہکذا في التبیین، وإن لم یظہر شيء من خلقہ فلا نفاس لہا، فإن أمکن جعل المرئي حیضا یجعل حیضا وإلا فہو استحاضۃ۔ (الفتاوی الہندیۃ، کتاب الطہارۃ، الباب السادس، الفصل الثاني: في النفاس، قدیم زکریا ۱/ ۳۷، جدید زکریا ۱/ ۹۱)وکذا في الفتاوی التاتارخانیۃ، طہارۃ، الفصل التاسع في الحیض والنفاس، مکتبہ زکریا دیوبند ۱/ ۵۴۲، رقم: ۱۴۷۴، وکذا في فتح القدیر، طہارۃ، باب الحیض، مکتبہ زکریا دیوبند ۱/ ۱۸۹، کوئٹہ ۱/ ۱۶۵، وکذا في مجمع الأنہر، طہارۃ، باب الحیض، بیروت ۱/ ۸۳، وکذا في المحیط البرہاني، کتاب الطہارۃ، الفصل التاسع في الحیض، المجلس العلمي ۱/ ۴۷۰، رقم: ۱۰۴۳۔

کتبه : م/ محمد عفي عنه

About admin