Home » درس الحديث » العشرالاواخر \ دروژې وروستۍ لس ورځې

العشرالاواخر \ دروژې وروستۍ لس ورځې

عن عائشة رضي الله تعالى عنها  قالت كان رسول الله صلی الله علیه وسلم يجتهد في العشر الاواخر  مالايجتهد في غيره . اخرجه   مسلم    في     الاعتكاف    .

ژباړه  :له ام المؤمنین عائشي رضی الله تعالی څخه روایت دی چيٍ پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژي په ورستیو لسو ورځوکي  په عبادت کې دومره زیارایستل چي په بل وخت کې یې ساری نه لیدل کیده .

په دي اړه نورحديثونه

 

[ الف ]وعنها ايضا قالت كان اذا دخل العشر  شد مئزره ، واحيا ليله ، وايقظ اهله ،   متفق عليه  . التفسير المظهري۱۰\۲۹۰

ژباړه : له ام المؤمنین عائشه رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی چې : کله به دروژي وروستي لس ورځي راورسیدي نوپیغمبرصلی الله علیه وسلم  دکالوغوټي ټینګي کړي . شپه به یې په عبادت رڼه کوله ، اودخپل کورمیرمني به یې هم دعبادت لپاره  راویښولي .

 

[ ب ]وايضا عنها قالت  كان  رسول الله صلی الله علیه وسلم   يجاور العشر الاواخر  من رمضان  ويقول  تحروا ليلة القدر  في العشر الاواخر  من رمضان  . رواه البخاري     التفسيرالمظهري  ۱۰\۲۹۰

ژباړه : له ام المؤمنین عائشي رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی چې  پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژي په وروستیولسوورځو کې ډیر عبادت کاوه ،او ویل به یې : دقدرشپه دروژي په همدغه وروستیولسوشپوکي لټوئ .

[ج ]وقد مر في حديث سلمان رضی الله تعالی عنه ، هو شهر اوله رحمة ، واوسطه مغفرة ، واخره عتق  من النار  . مشكوة  ومرقات ۴\ ۳۹۸

وړاندي دسلمان رضی الله تعالی عنه په حدیث کې تیرشوي چي دروژي لمړی لس ورځي رحمة اودرمیانه ورځي یې دمغفرت اووروستي لس ورځي یې داور څخه دازادئ دي .

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

About admin