Home » عصري مسائل » دهومیوپیتک درملو Homeopathic Medicines  بويولو سره روژه ماتيږي؟

دهومیوپیتک درملو Homeopathic Medicines  بويولو سره روژه ماتيږي؟

پوښتنه : محترم مفتي صاحب! که کوم څوک داسي  درمل   په  روژه کې  استعمال کړي چې یواځي  بویول کیږي  لکه   هومیوپیتک  درمل (Homeopathic Medicines   ) نو ایا روژې ته  یې  تاوان رسیږي اوکنه ؟  که  روژه یې ماتیږي نو قضائي به راوړي اوکه  کفاره هم شته ورباندي . که په دې اړه مومعلومات راکړل .

الجواب : حامداومصلیاوبعد:  د روژې ماتیدلو په سلسله کې فقهاؤ  داقاعده لیکلي  چې : کله  نس یا دماغ ته کوم مادي شیئ ورسیږي یا ورسولی شي  نو روژه ماتیږي ،خوکه کوم غیر مادي شیئ  ورسیږي یاورسول شي نو روژه نه ماتیږي . له همدي امله  دعطرو ، یا ګلاب بویولو سره روژه  نه ماتیږي ؛ځکه هلته یواځي بوی  دماغ ته ځي  کوم مادي یا جسماني شیئ  نه  ځي . له دې څخه څرګنده شوه چې  دهومیوپیتک  Homeopathic Medicines   یاکومه بل داسي درمل چې  یواځي بویول کیږي  روژه نه ورباندي ماتیږي ؛ ځکه دلته هم یواځي د درملو بوی  ځي او نفس درمل  دماغ یا نس ته نه رسیږي .

والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

…………………………………………..

في البخاري  :  عَنْ عُمَرَ بْنِ الْحَكَمِ بْنِ ثَوْبَانَ ، سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ : إِذَا قَاءَ فَلَا يُفْطِرُ، إِنَّمَا يُخْرِجُ وَلَا يُولِجُ . (صحيح البخاري حديث نمبر ١٩٣٧ كِتَابٌ : الصَّوْمُ.  | بَابُ الْحِجَامَةِ وَالْقَيْءِ لِلصَّائِمِ) وَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ وَعِكْرِمَةُ : الصَّوْمُ مِمَّا دَخَلَ وَلَيْسَ مِمَّا خَرَجَ. (صحيح البخاري حديث نمبر ١٩٣٧ كتاب الصوم)

وفي الهندية :  العبرة للوصول إلى الجوف و الدماغ….. إذا علم أن اليابس وصل يفسد صومه. (الفتاوى الهندية ٢٢٤/١ كتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد)

وفي المراقي : لا يكره للصائم شم رائحة المسك و الورد و نحوه مما لا يكون جوهرا متصلا . (مراقي الفلاح ص ۵۳۴)

كتبه : م/محمد

About admin