Home » عصري مسائل » دآئی لینس  (Eye Lens)  استعمال شرعا څه مشکل لري اوکنه؟

دآئی لینس  (Eye Lens)  استعمال شرعا څه مشکل لري اوکنه؟

پوښتنه : محترم مفتي صاحب !  نن سبا ډېر خلک دښایست لپاره  آئی لینس  (Eye Lens)   استعمالوي په خاصه توګه بیاښځې په دې کې ډيري مبتلاء دي ،  آئی لینس مختلف رنګونه لري چې  د سترګو پر کسې  ښودل کیږي او دسترګو رنګ ورسره بدلیږي ، نوایا استعمال یې په شریعت کې جواز لري اوکنه ؟ که په دې اړه مو پوره معلومات راکړل .

الجواب : حامداومصلیا وبعد: دآئی لینس  (Eye Lens)  په  استعمال کې که کوم طبي مشکل نه وي  نو شرعا یې استعمال هم هیڅ  پروا نه لري، خو د فاسقانو او غیر مسلمینو دتقلید، یایوچاته  د دوکې اوفریب ورکولو لپاره یې استعمال  نه دی جائز. والله تعالی اعلم

……………………………………………………………………….

لمافي الأشباه والنظائر لابن النجیم  ۱/۲۵۲ :  الأصل في الأشیاء الاباحة حتی یدل الدلیل علی عدم الاباحة .

وفي السنن لأبي داؤد : ۵۵۹: من تشبه بقوم فهومنهم . وفي المرقاة ۸/۲۲۲: رقم الحدیث ۴۳۴۷: أی من تشبه نفسه بالکفار مثلا في اللباس  وغیره ، أوبالفساق أوالفجار او بأهل التصوف والصلحاء الأبرار فهومنهم ، أی في الاثم والطیبی : هذاعام في الخلق والخلق والشعار.

وفي الترمذي : ۲/۱۲ أبواب البروالصلة  ماجاء في الخیانة والغش: عن أبي بکرالصدیق قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ملعون من ضاز مؤمنا او مکر به .

کتبه : م/محمدعفي عنه

About admin