هو . کتاب دی ! والکتاب هو المعلّم الأوّل للبشريّة،ولاتحیط البیان بشخصیته . ولاتکاد تعرف محاسنه .
کتاب دبشریت دتمدن پیلامه ده ،
چې بیان يې په ستاینه احاطه نشي کولای اونه يې موږ محاسن لیکلای شو …
مګر دومره ویلی شوچې:
- کتاب دفکرنړۍ ده ،دفکرونوموندل اوهغوئ ته وده ورکول په همدې نړۍ کې ترلاسه کیږي .
- کتاب دژوندخونداورنګینۍ دی : زموږ دژوند کیفیت اوکمیت ته عجیبه ارتقاء ورکوي .
- کتاب دژوند یوښه پوښ اودتحفظ یوه نوموتې وقایه ده .
- کتاب په شخصیت کې دانقلاب سترمحرک ده .اوکله خودکتاب یوه جمله دقومونو ستر عادتونه له مینځه یوسي .
- کتاب دتعلیم لمړی مصدراودعلم لمړی استاد دی : فأنت بالكتب تستطيع تعلّم كل شيءٍ
- کتاب دتاریخونوخزانه ده . هغه ټوله ماضي په غیږکي ساتي اومستقبل ته تري رڼاورکوي .
- کتاب دبیلابیلوثقافتونو دلیل اورهنمادی .
- کتاب عطوفت ،اوترحم ته دترغیب ترټولو موثره لار ده .
- کتاب دیوه تن تقویه ،تائید آن روحي تغذیه ده .
- کتاب دماشوم لمړنۍ ژبه اووده ده .
- کتاب یوښه مربي ،اوغوره ناصح ده .
- کتاب دژونددلاري هغه ملګری دی چې کله به هم ترې ناراضه نه شي .
- کتاب دعقل کمال اودقالب جمال دی .
- شجاعت ،غیرت ، حیاء ، سخاء ،عفت ، ترحم ، زغم ، تدبیر او…. ټول له کتابه ترلاسه کیږي .
- دسکون اواطمنان ورکه هم بېرته له کتاب سره موندل کیږي .
ابویاسر عفی عنه