Home » درس الحديث » ددعاء دمقبولیت ترټولو غوره حالت !

ددعاء دمقبولیت ترټولو غوره حالت !

عَنْ مَسْرُوقٍ رضی الله تعالی عنه قَالَ: «مَا مِنْ حَالٍ أَحْرَى أَنْ يُسْتَجَابَ لِلْعَبْدِ فِيهِ إِلَّا أَنْ يَكُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ مِنْ أَنْ يَكُونَ عَافِرًا وَجْهَهُ سَاجِدًا»
الجهادلابن مبارک ص\۴۹

ژباړه : له مسروق رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې ويې ویل :ددعادقبلیدو لپاره ترټولو ښه حالت دادی : چې یوتن دالله تعالی په لاره کي وتلی وي مخ يې په ګردونوسپېره اوالله تعالی ته سرپه سجده وي .
تشریح : جهادالله تعالی ته یومحبوب عمل دی ،څومره چې انسان په دغه عمل مشغول وي الله تعالی ته ډیرنږدي وي ، اوالله تعالی ته دنږدي کسانوغوښتنې ډيرژرپوره کيږي ،

دمسروق رض څخه په دې روایت کې همدې خبرې ته اشاره ده : چې ترټولو داجابت وړ یاژرقبلیدونکي دهغه مجاهددعااوغوښتنه ده چې مخ يې دجهاد په ګردونو سپېره اوالله تعالی ته سرپه سجده وي ، نودغه مجاهدچې کله هم خپل رب نه څه وغواړي وربه يې کړي یاکه لاس ورته  لپه کړي هغه به به ورکړي  اودرحمت له ډکوخزانو څخه به يې ناامیده ایله نه کړي  ،نورکه مجاهدداخرت دښيګڼو غوښتني لري اوکه ددې پاتې کیدونکې دنیا .

About admin