Home » عصري مسائل » د Mobile په زنګ دتلاوت اواذکاروحکم.

د Mobile په زنګ دتلاوت اواذکاروحکم.

 

پوښتنه : اوس مهال دډیرو ځوانانو ،ان طالبانو اودینداره خلګو په موبائلونو باندي دعامه زنګ په ځای اذکار یاتلاوت  یاهم اذان وي  یعني  دموبائل څښتن ته په تلاوت  ،اذکار دعا ء اونورو باندي اګاهي ورکوي چې له تاسوسره څوک تماس نیسې ،نوشرعا دغه عمل څرنګه ده ؟

جواب : څرنګه چې دقرآن کریم آیتونه ، اذکار ،تسبیحات ،داعلان لپاره استعماله ول مکروه دي  همداراز اذان دشریعت له پلوه خپل محدود ځایونوپوري ځانګړی شوی دی په نورومواردوکې یې استعمال نه دی جائز

لهذا دموبائل په زنګ باندي  دقرآن کریم آیتونه ، تسبیحات ، اذکار ،اذان  راوستل نه دي جائز .

في الهنديه ۵\۳۱۸ وعلى هذا لوقرء على السطح  في الليل جهرا ياثم كذا في الغرائب ،يقول عند تمام ورده من القراٰن اوغيره والله اعلم،اوصلى الله على محمد واله اعلامابانتهائه  يكره ، كذافي القنية ، وايضا فيه وان سبح فقاعي  ،اوصلى  على النبي صلي الله عليه وسلم   عند فتح فقاعي  على قصد ترويجه وتحسينه اثم  الخ

 

وفی الاشباه و النظائر، ص:۵۳، کذا قولهم بکفره اذا قرأ القرآن فی معرض کلام الناس کما اذا اجتمعوا فقرأ «جمعناهم جمعاً» و له نظائر کثیرة فی الفاظ التکفیر، کلها ترجع الی قصد الاستخفاف به. قال قاضی‌خان: الفقاعی اذا قال عند فتح الفقاع صل‌ علی ‌محمد قالوا یکون آثماً».

الاشباه و النظائر، ص:۵۳، چاپ مکتبه ‌دارالعلوم ‌دیوبند ؛ امداد‌الفتاوی: ۴/۲۴۹.

م  محمدعفی عنه

About admin