Home » ځانګړي ليکني » په معاصر معاملاتوکې مهمې ادارې :

په معاصر معاملاتوکې مهمې ادارې :

 

تمهید:

بسم  الله  الرحمن  الرحيم

دفقهي  په معاصره برخه کې  ډيره خبره تر معاصرو معاملاتو پوري  تړلي  وي ،دغه معاملات بیا په ټولنو کې لکه داشخاصو له لورې  چې  سرته رسیږي  همداډول دډیرواوبیلابیلو ادارو له لوري  سرته  رسیږی  چې خپله يې دغه اداري هم معاصرشکل لري  ،نوله دغه ادارو څخه متخصصین اوعلماء خبرول  اودوی  ته په دې اړه معلومات ورکول  خورا اړین دي ،په لاندي مباحثوکې  به ددې  ادارو په اړه بحث وکړو ،دغه ادارې په عمومي  ډول  په  درې  قسمه  دي :

۱= الموسساة  المالیة\ مالیاتي  اداري .

۲=  المصاریف  \بنکونه

۳=  الشرکات  \کمپنۍ

لمړۍ  برخه :

دمالي  موسساتو دتعارف  اړتیا اوګټې :

لمړی  له موسساة مالیه وڅخه  خبره پیلو، اودموسساتومالیه  په تعارف سره موږڅومثبت نتائج ترلاسه کولای شو:

  • v موږبه په اقتصادي  نظام کې دغه مهمې  مالیاتي  ادارې  وپیژنو .اقلا  که ددغه  ادارودفتر یابوډ هرځای ووینو نوموږبه له دې وروسته دهغوۍ  په معنون  پوهیږو.
  • v موږ به په هغه  پوښتنو پوه  شو چې  ددې ادارو دچارو یاکړنلارو په اړه له موږ  څخه کېږي  .
  • v همداراز به موږپه هغو مضامینو پوشو چې په معاصرو فتاواویاديني  رسائلو کې په دې  هکله راغلي .
  • v موږبه دهغه استفتاو دحکم  په اړه هم  معلومات  ترلاسه کړو چې ددغه ادارو په اړه  وي .
  • v موږ به دهغه  معاملاتو په اړه  پوره پوه ولرو چې له دغه ادارو سره سرته رسیږي  .
  • v موږ ته به په دې  ادارو کې  دخلګودمسئولیتونواوتقرريو  شرعي  اړخ  هم  معلوم شي  چې  کله موږ ته په دې اړه رجوع کوي .
  • v موږ به داهم  وپیژنو چي  په یوه اسلامي  نظام کې  څه ډول  ممکن  دی چې دغه ادارې  کار وکړي ،په داسې حال کې چې  دملک  اونظام  په  وجوداوبقاء کې  اقتصادلمړیتوب لري  ،اودغه اداري بیاداقتصادپه وده کې  ښه پریمانه برخه لري  .

 

۱=   الموسسات  المالیة  غیرالمصرفیة  :مالیاتي  اداري

تمهید اوتعریف  :

لمړی باید ووایوچې  دغه ادارې  هم  دبانکونو په ډول  مالیاتي  اداري  دي یعني  له خلقو څخه ودائع (پیسي) ترلاسه کوي  اوبیا يې  نوروته په قرضه  ورکوي ،مګر له بنک  څخه  يې  په دووڅېزونو کې فرق واضح  ده

  1. دوی د فیکسډډیپازټ پرته دبنک  په څیر نور اکاونټونه [لکه کرنټ  یاسیونګ ] نه لري   .
  2. دوی دتجارانو اونورو ملکونو ترمینځ  دمعاملاتو واسطه نه جوړیږي مګر بنک بیادغه دنده هرځای  په مخ وړي  .

دې  ادارو ته الموسساة  المالیة غیرمصرفیة  یا[نان بینکنګ فنانشل انسټيټیوشن  ] وایې .

دموسساة  مالیه  واقسام  :

وروسته  به دبنک  په اقساموکې  درته راشی  چې  بیلابیل اقسام  لري  لکه کمرشل  بنک  ،یونائټيډ بنک  ،زرعي  بنک  اوداسي  نور  دغه  ادارې هم  دغه  ډول ډیرقسمونه  لري چې  دڅونومونه  يې  په لاندي  ډول دي :

  1. [D.F.I] یاترقیاتي  تمویلي  اداري: داهغه  اداري  دي چې  په  یوه دولت  کې  دننه دبیلابیلو ترقیاتي  پروژو په کاراچولو سره هغوئ  ته قرضي  چمتوکوي  . دغه  ادارې په پیل کې له دوولاروڅخه پیسي  ترلاسه کوي  لمړی  له عالمي  مالیاتي  ادارو څخه  .دوهم  ددولت  له مرکزي  بانک څخه  .[اونورې په  عمومي  ډول  له خلقوڅخه  دقرضوپه ډول  ترلاسه کوي ]

تردغه  ادارې  لاندي  بیاهرملک  کې ډيري  اداري  په بیلابیلونومونو کار کوي  .مثلا  په پاکستان کې [ N.D.F.C]یانیشنل  ډيولپمنټ فنانس کارپوریشن  ،او[I.D.B.P] انډسټریل ډيولپمنټ  .. اوP.I.C.IC]] یاانډسټریل  اینډکریډټ  کارپوریشن .

  1. ایګریکلیچرډيو لپمنټ .یا A.D.B.P] ]دغه  ادارې  بیا په ملک  کې  دزراعت  په ترقي  کې سرمایه چمتوکوي  ،دې  اداري  ته  عالمې  تعاوني  مالیاتی  اداري  همداراز  خپله ددولت مرکزي  بانک سرمایه ورکوي  اودوۍ  يې  وړاندي  بیادزمکې  مالکانوته په قرض مع  النفع  ورکوي  .[دوی  هم  لکه وړاندنینۍ  اداره  نوربیاله خلقوڅخه قرضي  اخلي  بالنفع  ]
  2. کوآپریټو سوسائټي [ Co.OperativeSociety]چې په عربي کې  ورته   الجمعیة  التعاونیة  وایې  :دغه  اداري  دخپل  مینځڼي  تعاون  لپاره قائميږي  ،کوم  خلګ چې  ددې  ممبرجوړشوي  هغوئ  ته قرض  ورکوي  .
  3. نیشنل ډيولپمنټ  لیزنګ کمپنی[ N.D.L.C] داکمپنۍ  اوس  دخلګو څخه  سرمايې  اخلي اوبیایې داجارې په طریقوخلګوته سرمایه چمتوکوي ،دوی  دخلقوڅخه  سرمایه هم جمعه  کوي  چې بیاهغوئ  ته ګټه  پري  ورکوي .
  4. نیشنل  انوسټمنټ ټرسټ N.I.T] ]یااین  ای  ټی  :دااداري  لمړی دخلګو دسرمایو څخه یوفنډ قائموي  بیادغه  رقم  په بیلابیلوګټمنو پروژو اوکاربار کې  لګوي  بیاچې  کومه ګټه ترلاسه شي  نوهغوئ  په خلقوکې  تقسیموي  .،په عمومي  ډول  کمپنۍ  خپل حصص  یاشیرز په پلورلو کې  هم دغه  ادارو ته ترجیح  ورکوي  .اوددوی زیاته توجه هم دي لوري ته  وي .
  5. انوسټمنټ کارپوریشن یا[ I.C.P] ای  سي  پي  دااداره بیاڅوکارونه کوي

لمړی : دا  چې  دااداره  داين  آي  ټي  په څېر  له خلقو څخه  رقم  جمع کوي  اوبیا يې په  بیلابیلو پروژو لګوي  چې کله  نفع  وشوه  هغه  په خلقوکې  تقسيم کړي  .مګر  داين  ای  ټي  اوداي سي  پي  دفنډ ترمینځ  فرق  داده چې  دای سي  پي  شیرز  بیرته  په کمپنۍ  نشي خرڅیدلای په  نوروخلقو  يې  پلورلاي شي  اودآين اي  ټي  شیرز په  خپله  آين آي ټي باندي  دوباره پلورلای  شي .

دوهم  کار يې  دادي :چې  دملک  دباندي  خلګ  دخپلو پيسو لپاره په ای  سي  پي  کې  اکاونټ خلاصوي  ،په ای  سي  پي  کې  اکاونټ  خلاصول  په دوه  ډوله  دي  لمړی يې هغه چې  ای سي  پي  ته اختیار وي چې خوښه  يې شي  دهغې کمپنۍ شیرز  اخلي  اودوهم  اکاونټ  يې  داسي وي  چې  هغه کې ای سي  پي  ته اختیارنه وي  بلکه  داکاونټ  مالک ته اختیاروي  چې  دکومي  کمپنۍ  شیرز  اخلي  هغه ورته ښېې .

دریم  کار  يې دادی  چې  که کله دکومي  اداري  زیات پورته  اړتیاپېښه  شي  نو ای  سي پي  څوملکونه  سره یوځآي  کړي اوبیاهغوئ  ته  دقرض انتظام کوي  .

 

دوړاندينیو مالیاتي  ادارو شرعي  احکام  :

  • o وړاندي  ذکرشووچې  دغه  زیاتره  ادارې  سودي  دي  ،ځکه ددوئ  بنیادي  کار  تمویل یعني خلقوته په سودقرضي  ورکول  دي،
  • o ددغه اداروپه واسطه  یاله دوی  سره  تړلي  کارونه  نږدې ټول  شرعا دسودله امله غیرمشروع  دي .

البته : ددغه ادارو څخه   اسلامي  نظریاتي کونسل  لمړی  څلورادارې  دسودڅخه  دپاکوالي  لپاره  منتخب  کړي؛له  دي  امله   چې دغه  ادارې  په نسبت  ونورو ته  اسانه له سودڅخه  پاکېدلای  شي .اسلامي  نظریاتي کونسل  دوی  ته  تجاویز پیش  کړي  چې  دلته  يې  خلاصه  وړاندي کیږي  :

۱=  نیشنل  انوسټمنټ  ټرسټ [ N.I.T]

په دغه ډول  اداروکې دوه څيزونه غیرمشروع  و:

  • ددوی  زیاتره سرمایه  دکمپنیو په شیرز  لګیده ،په دي کمپنیو کې داسي  کمپنۍ  هم  شته چې ټول کاروباريې  حرام  اوسودوي  .نوددي  دتدارک لپاره  دي [ N.I.T] ددې  خبري پابنده کړي چې  له داسې سودي کمپنیواو ادارو څخه دي  شیرز  نه اخلي  .
  • دوهم  [ N.I.T] ته  حکومت دیونټ  هولډر داعتمادلپاره ددوڅيزونو ضمانت  ورکوي  یوداچې  که نقصان وشو نودوی  یې  تلافي  ورکوي  .بل داچې  که يې  ګټه نه کړه ترلاسه نودوه نیم فیصده ګټه هم حکومت  ورکوي .خوداپه داسي  حال کې  ده چې  حکومت  خپله ددي  [ N.I.T]اداري  یوشریک  دی . نوشریک بل شریک  ته دنفع  یانقضان  ضامن کیدلای نشي  .

ددې  خبري  دتلافي  لپاره  داتجویز وړاندي شوی  وچې دولت دي  له اداري  څخه خپله ونډه یاحصه  ختمه کړي  نودطرف  ثالث  څخه به کفالت  یاضمانت  راشی  .

خواوس  داخبره چې  دعدم  ربح په صورت کې  ددولت دوه  نیم فیصده  ګټې  ضمانت  یادخسران  په مهال دخساري ضمانت  شرعا صحیح  دی ؟

زموږ  داحنافو فقه  یې  صحیح  نه ګڼي  له دوووجو څخه  :

  • لمړی  له دي  امله چې کفالت  دهغه حق  صحیح  کيږي  چې  مضمون  بنفسه اولازم  وي  ،دمضاربت  ،مشارکت  ،ودیعت  اوعاریت ضمانت  ځکه نه صحیح  کيږي  چې په دوی  کې  سرمایه  یامال مضمون  نه  بلکه امانت  دی  اوپه امانت  کې  ضمانت  نشته ځکه امانت  اوضمانت  نشي  سره یوځای کیدلای.
  • دوهم  له دي امله  چې  دخساري  ضمانت  باطل  دی .

مګر دمالکیه  په مذهب  کې  ددریم  طرف  دغه  ضمانت  صحیح دی  ،[غالبادضرورت له امله فتوی په همدي  قول ورکړل  شوي ] دمذکوره اداري  کار بار  په همدغه تجاویزو پیل  شو، دخلقو سرمایه زیاته ورسره  جمعه شوه ،دعلماومسلسله  نګراني  کمزوري  شوه ،په نتیجه کې  بیرته دغې  اداري  غیرشرعي  سرمایه کاري  وکړه  ،دسودي  ادارواوبنکونو په ډول  يې  بیلابیلې غیرمشروع  لارې  چاري  غوره  کړي  .[ ددې  تفصیل  داسلام اوجدیدمعیشت  له ۱۸۹ څخه تر۱۹۱ پوري  مطالعه کولای  شئ ]

له  دې  وروسته  بیا د[ N.I.T]په  طریقه  کار کې  څه اصلاح  وشوه چې  دمرابحي  اواجارې  طریقې يې  په کې  درستې  کړي  ،مګر بیايې  هم  یوصورت  ناجائز  دي  :هغه داچې  دبنکونوپه [پي ایل سي ] اکاونټ  کې  خپل  رقم  جمعه کوي  ،چې  سودورباندي  اخستل  کیږي ، له دې  علاوه  هم  ترڅوچې  ددغه  ډول  ادارو مسلسله نګراني  ونه شي دکارپه سمون  يې  اعتماد نشي  کیدلای .

۲= انوسټمنټ  کارپوریشن   [  i.c.p] [ ددې  ادارې  تعارف  وړاندي  ذکرشو،ددې  سرمایه کاري  ترډيره   دکمپنیو په شیرز  باندي کیږي ،نو [ I.C.P] په اصولي  ډول ددي  پابنده شوه چې یواځې به دهغه  کمپنیو شیرز  اخلي  چې  کاروباريې  په بنیادي  ډول  جائز  وي ،اوپاته شوه  داخبره چې عملا داسي کیږي  اوکنه نودکمپنۍ  دبیلنس  شیټ  له کتلوڅخه خپله دامعلومیږي .

۳= اسمال  انډسټریز فنانس کارپوریشن :

دا اداره  وړوصنعتونو ته دقرضو دچمتوکولو په ترڅ  کې رامینځ ته شوي . لمړی  یې  په سودقرضې  ورکولې  ،وروسته يې ،داسلامي  نظریاتي کونسل  دسفارش  له امله دمرابحې  اواجارې  چاري  پیل  کړي .

۴= هاؤس  بلډنګ فنانس کارپوریشن :یاالتمویل  العقاري

دا اداره  دکوراخستلو ،جوړولو لپاره سرمایه چمتوکوي  ،لمړی  يې  په سودباندي  قرضي  ورکولي  اوکوربه يې  رهن و ، مګر اسلامی  نظریاتي  کونسل  یونوی  تجویز ورته وړاندي کړ،چې دشرکت متناقصه په نوم یوه نوي معاهده وه .ددې  صورت  داسې  وچې عمیل  اواداره دي په ګډه سره دکور جوړوني  یادکوراخستني کارپیل کړي ،مثلا ۲۵ فیصده يې  دعمیل اوپاته يې  دادارې  ،بیادې  عمیل په دغه کورکې  داداري دحصې  دکرایې  په اداءکولو سره اوسیږي . اوداسي  دي  اداره  دخپلي  حصې  متعددیونټونه جوړکړي ، مثلا: دادارې  دحصې  دي  لس  یونټونه کړې اوبیادي عمیل یوپه بل پسې اخلي  نوداسي  به  له عمیل څخه کرایه کمیږي  اوهمداسي  دي داداري حصه کمیږي  اوعمیل دي دکوربشپړه مالک جوړیږي .

له  فقهي  نظره  دلته دري  عقدونه دي : شرکت ملک ، اجاره ،اوبیع . نوکه دادرې  واړه  عقدونه یوله بل  څخه جداجداوشي نوهیڅ  پروانه لري ،مګر دلته دادري  واړه معاهدي یودبل  سره مشروط  شوي  وي ،اوله دي څخه  پرته دوی  بله چاره هم  نه لري  .

خودلته داخبره هم دغوروړده :چې اصلا یوعقدپه بل کې  شرط ګرزول هغه مهال عقدفاسده وي  چې شرط په صلب  دعقدکې  وي .

اوکه  په پیل  کې  داسي  معاهده  وشي  چې دوی  به دغه وړاندي  څوډوله عقدونه سرته رسوي  ،سمدستي  کوم  عقدنه وي .یواځې  معاهده وي .بیاهغه عقدونه  په خپل  خپل ځای اووقت باندي وشي نونه صفقه په صفقه کې  راځې  اونه بیع  اوشرط سره راځې ،په فقه کې  ددي  نظیر  بیع الوفاء  ده ،که څه هم دبیع  الوفاءپه اړه دعلماو اختلاف  ده ،مګر صحیح داده :چې  که دوفاء  بالفسخ شرط  په صلب  دعقدکې  نه و،صحیح ده . اودغه وفاء قضاء  هم لازمیږي .

له دې  تفصیل نه معلومه  شوه چې  شرکت  مناقصه شرعاصحیح  ده ،ځکه لمړی  ددې  دروواړوعقدونو معاهده کیږي ،بیاوروسته په خپل خپل وقت  کې  عقدکیږي پرته له شرطه .لهذاکه هاوس  فنانسنګ دشرکت  مناقصه په صورت کې  خپل  کارپه مخ بوزي نودابه یوجائز اوصحیح  کاروي .

پاتې لري ……..

مفتي ابویاسر عفی عنه

About admin