Home » بېلا بېلي لیکني » دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد:۳ برخه

دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد:۳ برخه

لیکنه :مفتي محمداعظم صديقي

 

۳….. ډېرځله قرآن کریم داسي الفاظ استعمالوي چې دهغوئ له شان نزول سره لوي تعلق وی ،اوکه ددي الفاظوپس منظرمعلوم نشي (معاذالله )هغه الفاظ بي فائدي معلوميږي ،اوځيني وختونه خوبلکل بي مناسبته ښکاري چې له امله يې دقرآن کریم فصاحت ،اوبلاغت ترسوال لاندي راځي دبیلګې په ډول په سورة البقره کي الله تعالی فرمايې : فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آَبَاءَكُمْ

البقرة :۲۰۰)

اوکله چې تاسودحج ارکان بشپړکړونودالله تعالی داسي ذکرکوئ !لکه څرنګه چې تاسودپلرونو،اونیکونوذکرکاوو.

دلته شان نزول معلوم ونه پیژندل شي نودآیت دابرخه :چې داسي ذکرکوئ لکه دخپلوپلرونو،اونیکونو)بي مناسبته معلوميږي ؛ځکه چې داخبره عقل نشي درک کولای چې په دي خاص مقام کي دالله تعالی ذکرته دابآؤ،اواجدادوله ذکرله ذکرسره دتشبیه ورکولومطلب څه ده ؟لکن په سبب نزول سره داخبره جوتیږي هغه داسي چې :دلته پرمزدلفه شریفه باندي ددریدلوخبره شروع ده دعرب مشرکانوعادت ووچې کله به دحج له ارکانوفارغ شول دلته به ودریدل ،اود  پلورو،اونیکومفاخر ،اوکارنامې به يې ذکرکولي الله تعالی وفرمايل:اوس به دلته دپلرو،اونیکوپرځاي دالله ذکرکوئ !

۴ …. ډېرځله  دشان نزول په وجه  په دقرآن کریم کي دمختصري ذکرشوي واقعې پوره تفصیل ترلاسه کيږي چې ددي په سبب نودآیت پوره مرادفهميږي .

دمثال په ډول : وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى  (الانفال:۱۷)

ژباړه :(اي پیغمبره )کله چې تادوئ (په شګو)وويشتوهغه تاندي ویشتلي بلکه الله وویشتو.په دي آیت کي دغزوه بدرهغې واقعې ته اشاره ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دالله تعالی په امریومټ شګې راواخستي ،اودکفاروطرف ته يې ګذارکړي الله جل جلاله هغه شګې ددوښمن هرفردته ورسولي ،اودهغوئ په سترګوکي ولويدي چې له همدي امله هغوئ په سترګوهيڅ نه لیدل ،نوکه ددي آيت سبب نزول ونه پیژندل شي دآيت مطلب به څنګه ووفهمول شي ؟

۵ ….. دحصردتوهم دفع :یعني له یوه مضمون څخه ظاهراحصر فهميږي لکن په حقیقت کي حصر نوي ،دارازیوازي د شان نزول له معرفت  څخه په لاس راځي

مثــــــــــــــــــــــــلاً

﴿قُلْ لَا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا﴾ الانعام :۱۴۵)

ژباړه :اې پیغمبره !) ورته ووایه چې کومه وحي چې پرمانازله شوي په هغه کي خوداسي شی نشته چې دهغه خوراک پرخوراک کونکي حرام وي .

له دي آیت څخه ظاهراداسي ښکاري چې یوازي هغه شیان حرام دي چې کفاريې حلال ګڼي ،اوحلال بیایوازي هغه شيان دي چې کفاري يې حرام بولي لکن په حقيقت کي دآيت مفهوم داسي نده بلکه دآیت  مراددادی چې کله کفارودالله تعالی حلال کړي شيان حرام ،اوحرام کړي بیاحلال وبلل ،اوهغوئ دضدله امله همداسي وکړل نوالله تعالی ددوئ (کفارو)دغرض ماتولوپه پارداآیت نازل کړ

ګویاالله جل جلاله داسي وفرمايل:چې کوم شی چې تاسو(مشرکین )يې حرام بولي له هغه نه سِواحلال ،اوکوم شی چې تاسوهغه حلال ګڼي له هغه سِوابل حرام نشته

(دفهم داساني لپاره ) لکه دوه مخالف اشخاص چې یوهغه بل ته ووایې :نن کوم خواږه مه خور ه !هغه بل دضدله امله ووايې نن له خوږونه بغیرهیڅ نه خورم !

همدارازدالله تعالی له دي قول څخه دضدپه مقابله کي ضدمرادده نه داچې په حقیقت کي نفي ،اواثبات مطلوب ده  ګویاالله تعالی داسي وفرمایل:کوم شیان (مردار،وینه ،دخنزیرغوښه ،اودالله له نوم نه بغیرذبحه کړل شوی حیوان )چې تاسویې حلال ګڼي له دي نه سِواهيڅ حرام شی حرام نده ،اوله دي خبري نه له دي شیانوڅخه دماسِواشیانوحلت مرادنده ؛ځکه چې دلته قصدیوازي دحرمت ثابتول دي نه دحلت

ان الکفارلماحرمواماأحل الله ،وأحلّواماحرم الله ،وکانواعلی المضادة ،والمحادة جاءت الآیة مناقضة لغرضهم فکأنه قال :لاحلال الاماحرمتموه ولاحرام الاماحللتموه نازلامنزلم من یقول :لاتأکل الیوم حلاوة .فتقول:لاآکل الیوم الاالحلاوة،والغرض المضادة لاالنفی،ولااثبات علی الحقیقة فکأنه قال :لاحرام الاماحللتموه من المیتة،والدم ،ولحم الخنزیر،وماأهل لغیرالله به ،ولم یقصدحل ماورارء ه اذاثبات التحریم لااثبات الحل .

مأخوذازقواعدالتفسیر:ص ۱۱۰-۱۱۳

 نور بیا….

 

About admin