جون 04, 2020

دحج دفرضیت دلایل :

دحج دفرضیت دلایل :

حج داسلام له ارکانوڅخه پنځم رکن دی اوپه هر مکلف چې(( زاد اوراحله)) یعنې دتللوراتللو دبسنې پوره وسایل او استطاعت  ولري ،په ټول عمر کې صرف یو ځل فرض عین دی ، ددې فرضیت په درې ګونوشرعي دلایلو( کتاب الله ،سنت الرسول او اجماع ) ثابت دی (الْحُكْمُ التَّكْلِيفِيُّ لِلْحَجِّ :

– الْحَجُّ فَرْضُ عَيْنٍ عَلَى كُلِّ مُكَلَّفٍ مُسْتَطِيعٍ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً ، وَهُوَ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ ، ثَبَتَتْ فَرْضِيَّتُهُ بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ وَالإِجْمَاعِ).

دحج دفرضیت  قرآني نص :  { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } سورة آل عمران / 97 .

ژباړه :اودالله ( جل جلاله )لپاره په هغه خلکودبیت الله شریف قصداواراده لازم ده، چې دلارې وسه لري ،اوچا چې کفر وکړ،پس یقیناچې الله ( جل جلاله )له مخلوقاتونه غني  او بې پروادی .دې آیت کې په صراحت سره دحج فرضیت جوت دی ،چې داستدلال وجه یې داسې ده چې :دلته آیت کې د(ولله علی الناس …)راغلی اودا دالزام او ایجاب صیغه ده اوهمدې سره یې فرضیت راغی ،په (لله )کې دا لام دالزام لپاره دی ،بلکې  مونږه ګوروچې دحج فرضیت باندې ډیر اشد تاکید شوی اوداځکه چې په مقابل کې یې د(ومن کفر …)راغلی ،چې دلته دفرضیت مقابل کې کفر راغلی ،نو دسیاق نه داسې برداشت کولای شو،چې دمسلمان دشان څخه داده ،چې حج به نه پریږدې اودحج پریښودل دنا مسلمانه کیدوشونتیا لري .

لکه په (الموسوعة الفقیه )کې داسې عبارت دی چې : .

فَهَذِهِ الآيَةُ نَصٌّ فِي إِثْبَاتِ الْفَرْضِيَّةِ ، حَيْثُ عَبَّرَ الْقُرْآنُ بِصِيغَةِ { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ } وَهِيَ صِيغَةُ إِلْزَامٍ وَإِيجَابٍ ، وَذَلِكَ دَلِيلُ الْفَرْضِيَّةِ ، بَلْ إِنَّنَا نَجِدُ الْقُرْآنَ يُؤَكِّدُ تِلْكَ الْفَرْضِيَّةَ تَأْكِيدًا قَوِيًّا فِي قَوْله تَعَالَى : { وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } فَإِنَّهُ جَعَلَ مُقَابِلَ الْفَرْضِ الْكُفْرَ ، فَأَشْعَرَ بِهَذَا السِّيَاقِ أَنَّ تَرْكَ الْحَجِّ لَيْسَ مِنْ شَأْنِ الْمُسْلِمِ ، وَإِنَّمَا هُوَ شَأْنُ غَيْرِ الْمُسْلِمِ .

دسنت دلیل :جامع صحیح البخاری اوصحیح مسلم کې درسول الله (صلی الله علیه وسلم  )څخه د ابن عمر (رضی الله تعالی عنه  )په سند متفق علیه روایت راغلی چې فرمایې  : – ” بُنِيَ الإِسْلامُ عَلَى خَمْسٍ : شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ، وَإِقَامِ الصَّلاةِ ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ، وَصِيَامِ رَمَضَانَ ، وَالْحَجِّ ” (” أخرجه البخاري ( الفتح 1 / 49 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 451 ـ ط الحلبي)ژباړه :رسول الله (صلی الله علیه وسلم  )فرمایې چې اسلام په پنځواساساتو ولاړ دی :پدې خبره شهادت ورکول چې الله ( جل جلاله )یو دی اودعبادت وړ لده نه پرته بل څوک نشته ،اوبل دلمانځه اقامه کول ،دزکات ورکول ،درمضان روژه نیول او حج .

دې حدیث شریف کې تعبیر په (بنی الاسلام…) سره وشو،داپدې دلالت کوي ،چې حج داسلام له ارکانونه یو رکن دی او خورا مهم فرض دی (وَقَدْ عَبَّرَ بِقَوْلِهِ : ” بُنِيَ الإِسْلامُ . . . > فَدَلَّ عَلَى أَنَّ الْحَجَّ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ

).

په یوه بل روایت کې چې مسلم شریف له ابې هریره (رضی الله تعالی عنه  )څخه روایت کړی داسې راغلي : وَأَخْرَجَ مُسْلِمٌ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : < خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ الْحَجَّ فَحُجُّوا فَقَالَ رَجُلٌ : أَكُلَّ عَامٍ يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ فَسَكَتَ حَتَّى قَالَهَا ثَلاثًا ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَوْ قُلْتُ نَعَمْ لَوَجَبَتْ وَلَمَا اسْتَطَعْتُمْ . . . >( أخرجه مسلم ( 2 / 975 ـ ط الحلبي).ژباړه حضرت ابوهریره (رضی الله تعالی عنه  )فرمایې چې مونږته رسول (صلی الله علیه وسلم  )خطبه راکوله ،نو ویې فرمایل چې ای خلکو! الله ( جل جلاله )پرتاسو حج فرض کړی ،نو حج وکړئ!نو یوه سړي ورته وویل  یارسول الله (صلی الله علیه وسلم  )آیاهرکال؟نورسول الله (صلی الله علیه وسلم  )چوپ شواوځواب یې ورنکړ،تردې چې درې کرته یې ورته وویل ،نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم  )ورته وویل چې که ما هو ، ویلی وي، نو بیا به درباندې هرکال واجب شوی وی ،پداسې حال کې چې ستاسو وسه به نه وه . (المنذری )په (الترغیب والترهیب )کې لیکلې چې دحج دفرضیت په باب ښه ډیراحادیث شته،  تردې چې دتواتر اندازې ته هم رسیدلي اوقطعي علم او یقین افاده کوي (وَقَدْ وَرَدَتِ الأَحَادِيثُ فِي ذَلِكَ كَثِيرَةً جِدًّا حَتَّى بَلَغَتْ مَبْلِغَ التَّوَاتُرِ الَّذِي يُفِيدُ الْيَقِينَ وَالْعِلْمَ الْقَطْعِيَّ الْيَقِينِيَّ الْجَازِمَ بِثُبُوتِ هَذِهِ الْفَرِيضَةِ)( انظر الترغيب والترهيب للمنذري 2 / 211 ـ 212 ، والمسلك المتقسط ص 20).

داجماع دلیل :په ټول عمر کې یوکرت په مستطیع مسلمان باندې دحج په فرضیت دامت اجماع منعقد ده،اودا مسئله له هغو څخه ده ،چې له دین څخه معلومه ده او منکرترې کافر دی لکه  (المغني 3 / 217 ، ونهاية المحتاج 2 / 369 ، ولباب المناسك ص 16 ـ 17 ، مع شرحه المسلك المتقسط في المنسك المتوسط لعلي القاري ، شرح رسالة ابن أبي زيد القيرواني ص 455 .)  غوندې مشهورو کتابونوکې  داعبارت  داسې راغلی دی :  وَأَمَّا الإِجْمَاعُ : فَقَدْ أَجْمَعَتْ الأُمَّةُ عَلَى وُجُوبِ الْحَجِّ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً عَلَى الْمُسْتَطِيعِ ، وَهُوَ مِنَ الأُمُورِ الْمَعْلُومَةِ مِنَ الدِّينِ بِالضَّرُورَةِ يَكْفُرُ جَاحِدُهُ)

لیکوال : مفتي شاهدحقاني

Related posts