Home » بېلا بېلي لیکني » هغه شتمن چې سلام یې نه ځوابوه

هغه شتمن چې سلام یې نه ځوابوه

هغه شتمن چې سلام یې نه ځوابوه

یو غریب کیسه کا چې له یوه خورا شتمن سړي سره مزدور شوم، هغه چوپ او خاموش سړی و، کله به چې پخپل ګران بیه موټر کې تلی او راتلی او ما به سلام ورته کوه، نو د سلام ځواب به یې نه راکوه! هغه یوه ورځ زما لاس کې هغه کڅوړه ولیدله چې ما د هغه له کوره د ډوډۍ پاتي شوني راخیستي و، ځان یې داسې وښود لکه څه یې چې نه یې لیدلي.

بله ورځ چې کور ته روانیدم زما د کوټې مخته یوه لویه کڅوړه ایښې وه چې هغه له هر ډول تازه خوراکي توکو ډکه وه، دې سړي سره ما دوه کاله مزدوري وکړه او هره ورځ به دا کڅوړه ډکه راته ایښې وه. بله ورځ دا سړی وفات شو او په هماغه ورځ د خوراکي توکو کڅوړه هم ورکه شوه. په دې سره زما ژوند سخت شو او معاش مې د ژوند اړتیاوې نه پوره کولې. نو د شتمن مېرمنې ته مې وویل چې ما ته معاش رازیات کړه او کنه زه بل ځای کار راته غواړم.

هغې راته کړه دا دوه کاله مو معاش کیده اوس مو ولې نه کېږي؟! ما د خوراکي توکو کڅوړې کیسه ورته وکړه، هغې راته کړه چې کڅوړه له کله راهیسې ورکه شوې ده؟ مال ستاسو د خدای بښلي خاوند له وفات وروسته! نو هغې راته وویل: ته ورځه خپل کار کوه، الله به خیر کړي. په سبا یې ځلمي زوی له خوراکي توکو ډکه کڅوړه زما کور ته راوړه او همداسې یې جاري وساتله. عجیبه دا وه چې ځوان ته به مې کله مننه او شکریه ویله هیڅ ځواب به یې نه راکوه. لکه پلار به یې چې د سلام ځواب نه راکوه. یوه ورځ مې په لوړ اواز ورته وویل: مننه کوم… هغه راته موسکی شو، ول وبښه زه په غوږونو سم نه اورم، لکه پلار مې، هغه هم په غوږونو سم نه اوریدل!

استغفر الله! ما هغه مرحوم دا ټوله موده د سلام په نه ځوابولو مغرور او کبرجن باله او هغه رښتینی عذر لاره! موږ ډېر ځله خپله بد ګوماني په ګناه او تهمتونو اړوي، بناءً د خلکو په اړه باید ژر پرېکړه ونه کړو، حدیث کې راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: له بدګوماني ځان ساتئ. رواه احمد

لیکنه : حامد افغان

About admin